دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د امریکايي ځواکونو بې وخته وتل به بدې پایلې ولري

عبدالله: د امریکايي ځواکونو بې وخته وتل به بدې پایلې ولري

تاند(جمعه، د میزان ۱۸) د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل یو شمېر ځانګړو شرایطو پورې مربوط دي، او که هغه شرایط نه وي پوره شوي نو هر ډول بېړنی ګام بدې پایلې درلودلی شي.

عبدالله تېره ورځ نوي ډيلي کې یو څېړنیز مرکز ته د وینا پر مهال وویل، القاعده او ځینې نورې ترهګرې ډلې لا هم سیمه کې فعالې دي او افغانستان او ګاونډیانو ته یې ګواښ پېښولی شي.

نوموړي زیاته کړه، تر هغې چې دا ترهګرې شبکې ځپل شوې نه وي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل منفي پایلې درلودلی شي.

عبدالله له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ ټویټ ته په اشارې وویل، افغان حکومت خبر دی چې تر نومبر میاشتې به یو شمېر امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې په اوږدمهال کې د افغانستان او ګاونډیانو مسوولیت دی چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

عبدالله وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې دي چې د طالبانو یو مهم شرط همدا دی چې بهرنیان باید ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب