شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان سوداګر: له توکو بار موټرونو ته مو د کرښې له اوښتو...

افغان سوداګر: له توکو بار موټرونو ته مو د کرښې له اوښتو اجازه نه راکول کیږي

تاند(جمعه، د میزان ۱۸) د پاکستان له لوري په ګمرکي چارو کې د سست والي او ځنډ له امله په تورخم کې د سوداګرو سلګونه موټر درول شوي دي.

سوداګر او د لويو لاريو چلوونکي وايي چې په تورخم کې له تېرو څلور ورځو راهیسې په سلګونه هغه موټر چې ترکاري او تازه مېوه په کې بار دي، پر وخت له کرښې پورې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

دوى ادعا کوي چې هره ورځ په ميليونونه افغانۍ زیان ور اوړي او که نور هم وځنډول شي، نو د خرابېدو له امله به هيڅ بازار ونه لري.

د ننګرهار والي ضياء الحق امر خېل وايي، له دې خوا د ورځې په اوسط ډول تر۳۵٠ بار وړونکي موټر د تورخم بندر له لارې ځي؛ چې اصلي ستونزه د پاکستان له خوا د لاريو بطي سکن، چک او تله د دې لامل شوي چې په تورخم کې ۷۵۰۰ لارۍ بندې پاتې شي چې د سوداګرو مالونه يې د خرابېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د هغه په وينا، همدغو ستونزو په سوداګرۍ، ترانزیټ او عایدو منفي اغېز کړى دی.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان سوداګر له داسې ستونزو سره مخ کیږي بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله افغان سوداګر له دا ډول ستونزو سره مخ شوي دي.

2 COMMENTS

  1. پاکستانی مشران دلالان دی او د هند د غین لاندی تیر شوي دي. ددوی په هیڅ خبره باور پکار نه دي. نه پوهېږم چې د افغان مشرانو عقل به کله ددوی په سر راشي. دا نه لومړی ځل دی نه دوهم او نه دریم، تر سلو ځلو دا کار ډېر تکرار شوی او دوی بیا هم په دې حرمونو باور کوي.

  2. مخترمو تجارانو هر څوک چه د پاکستان د چارواکو په منافقت تر اوسه هم نه پوهیږی
    نو خجالت اور ده۰
    دا د انګریز نا مشروع اولاد د اعتبار وړ نه دی۰
    خپلو مالونو ته بدیل بازار بیدا کوی دولتی ارګانونه موسسات او افغان ملت په مجموع کښی وطنی میوی او سبزیجات استعمال کړی۰لکه ملی اردو/پولیس/ شفاخانی/اداری او وزارت خانی/پوهنتونونه/مکتبونه او ولس۰
    د پاکستانی اموالو د رانیولو نه ډډه وکړی خپل د وطن اقتصاد په پښو ودروی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب