جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريښه او پر ځای مشوره| جنرال دولت وزیري

ښه او پر ځای مشوره| جنرال دولت وزیري

یو مسلمان، یو یهودی او یو تن عیسوي سره په سفر کې ملګري شول. ماښام يې په یوه جومات کې شپه شوه. د کلي خلکو ماښام له معمول سره سم دوی ته خواړه راوړل او دوی هم ځانونه پرې تر پزې ماړه کړل.

سبا ته د روژې لومړۍ ورځ وه او مسلمان باید د شپې له خوا د روژې د نیولو له پاره پیشلمي کړی وای.

ماښام ناوخته یو کلیوال دوی ته ډېره خواږه حلوا راوړه. څرنګه چې دوی تر پوزې پورې ماړه وو نو حلوا يې وساتله.

يهودي او عیسوي د دې له پاره چې مسلمان په پیشلمي کې حلوا ونه خوري د حلوا د خوړلو له پاره يې شرط کیښود. او ويې ويل:

«هر چا چی د شپې ښه خوب وليده حلوا به سهار همغه کس خوري.»

دوی فکر کاوه چې سهار خو به مسلمان روژه وي او حلوا به دوی ته پاتې وي.

دوی چې سهار له خوبه را پاڅېدل او کله چې سره یو ځای شول، هر یوه خپل ليدلی خوب تکرار کړ.

يهودي وويل:

«د شپې د خدای په فصل موسی ع را سره ملګری شو. ډېر يې وګرځولم، د طور غره ته يې هم بوتلم. نيل، مصر او کنعان يې را باندې ګز او ګام کړل او په پای کې يې موږ درې واړو ته جنت ته د داخلېدو دعا وکړه. که خير و نو زموږ ځای به جنت کی وي.»

عیسوي وویل:

«په خوب کې عیسی ع سلام راغی. له لاسه يې ونیولم څلورم اسمان ته يې پورته کړم. د فلسطین او بیت المقدس سیلونه يې را باندې وکړل. له خوندونو ډک خوب و. په پای کې يې موږ درې واړو ته له لوی خدای ج څخه د جنت غوښتنه وکړه. که خير وه زموږ ځای به په جنت کې وي.»

کله چی د خوب د تيرولو وار مسلمان ته ورسيده، هغه وویل:

«د شپې په خوب کې محمد ع راغی، ماته يې وویل: پورته شه يهودي او عیسوي دواړه له خپلو پيغمبرانو سره په ميلو او چکرو بوخت دي، ساعت يې هم ښه تېر دی. ته د دې له پاره چې سبا ته دې روژه ښه تېره شي دا حلوا وخوره چې وږی نه شې. او دا هم معلومه نه ده چې دوی به له خپلو چکرو کله را ستانه کيږي. نو زه را پورته شوم او حلوا مې د خپل پیشلمي خواړه کرل.»

يهودي او عیسوي یو او بل ته وکتل او ويې ویل:

«په رښتیا چې مسلمان ښه خوب ليدلی دی. په سخت او په موقع خپل پیغمبر ور ته را رسيدلی دی او ښه او پر ځای مشوره يې ور کړې ده.»

ښې او پر ځای مشورې ور کول د نيکانو کار دی او مشورو ته غوږ نیول او عملي کول يې د هوښیارانو کار وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب