جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورامریکايي شاعرې «ګلک» د نوبل د ادب جایزه وګټله

امریکايي شاعرې «ګلک» د نوبل د ادب جایزه وګټله

تاند – په سویډن کې د نوبل اکاډیمۍ د پنجشنبې په ورځ امریکايي شاعره لوییز ګلک (Louise Glück) د ۲۰۲۰ کال د ادبیاتو د نوبل د جایزې ګټونکې اعلان کړه.

لوییز البیزابت ګلک په ۱۹۴۳ م کال په نیویارک کې رېږېدلې او د پولیټزر په ګډون یې د نړۍ ګڼې ادبي جایزې ګټلي دي.

د نوبل اکاډیمي په خپله اعلامیه کې اغلې ګلینک د خپل ځانګړي «شاعرانه ږغ» په خاطر ستایلې او ویلې دي چې «هغه ږغ ګې په ساده ښکلا د انسان ژوند نړیشموله کوي.»

د دې د نوم تر اعلانېدو مخکې د څلورو نورو لیکوالو نومونه ډېر اخیس

لوییز ګلک په ځوانۍ کې

تل کېدل چې د سږ کال د ادب د نوبل جایزه به وګټي.

فرانسوي ژبې لیکواله ماریزې کوندې، د کاناډا مارګرېټ اتووډ، د روسیې لودمیلا اولیڅکایا او نامتو جاپانی ناول لیکوال هاروکي موراکامي.

له ۱۹۰۱ څخه د ادب په برخه کې د نوبل ۱۱۳ جایزې ورکړل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۶ یې ښځو ګټلي دي.

د سږ کال د ادبیاتو د نوبل د جایزې د ګټونکې مېرمن ګلک په مشهور اثارو کې د دوو شعري ټولګو یادونه کېږي چې یږوه «د اشیل بری» او بله «صحرايي غاټول» نومېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب