جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهزلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ له مشر سره...

زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره کتلي دي.

د راپورونو له مخې دغو امریکايي او پاکستاني چارواکو نن ماښام د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحث او خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغان سولې پر وروستیو پرمختګونو، د سیمې پر ثبات او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدونو په مدیریت خبرې شوي دي.

دا خبرې په داسې مهال شوي چې د حکومت او طالب پلاوو تر منځ دوحه کې له څو ورځو راهېسې د بین الا افغاني مذاکراتو لړۍ درېدلې او دواړو لوریو کومه رسمي ناسته نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم څو ورځې مخکې د سیمه ایزې اجماع د رامنځ ته کولو او پاکستان سره د هر اړخیزو همکاریو لپاره دغه هېواد ته تللی وو او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې وې.

1 COMMENT

  1. افغان ولس او افغان دولت پدی ۴۳ کلنه جګړه کی او همدارنګه اوسنی ۲۰ کلنه جګړه پاکستان تورن کړی او کوی یی چی د هری جنګی ډلی مالی او نظامی او همدارنګه سیاسی ملاتړ کوی چی بیا همدا امریکا او برتانیه د پآکستان نظامی او مالی ، سیاسی ملاتړ کوی

    کچیری افغان دولت دریځ غلط وی نو امریکا ولی بیا بیاځلی د پاکستان لوی درستیز سره ناسته کوی او د افغانستان د جنګ او سولی په اړه ورسره تبادل نظر کوی، کچیری د افغان ولس او دولت دریځ سم وی نو بیا ولی ملګری ملتونه ، نړیوال ټولنی امنیت شورا او په ځانګړی توګه امریکا په پاکستان سیاسی او مالی بندیز نه لګوی لکه څرنګه یی چی په ایران لګولی، کچیری نړیوال د افغان ولس غوښتنو او دریځو ته مثبت ځواب نه وایی نو افغان دولت باید خپل سیاسی سفارت په پاکستان کی د لنډی مودی لپاره بند کړی او خپل سفیر له پاکستان څخه وغواړی ځکه پاکستان په افغانستان جنګی ډلی په رسمیت پیژنی او د پاکستان په وړاندی ورته سیاسی دریځ ونیسی او د پاکستان له دښمن هیواد هند سره نوری اقتصادی او زیربنایی چارو کی تړونونه لاسلیک کړی ترڅو پآکستان نړی کی وشرمیږی او خپل سیاسی رقابت کی پاتی راشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب