جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناامني؛ انجینرۍ پوهنځي ته بریالی شوی رامین په کابل کې ووژل شو

ناامني؛ انجینرۍ پوهنځي ته بریالی شوی رامین په کابل کې ووژل شو

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) رامین چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې د کابل انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شو، خو غلو تېر ماښام د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې وژلی دی.

د رامین د کورنۍ غړیو ویلي، په پولیسو یې باور ختم شوی او له امنیتي ادارو او حکومت نه هېڅ تمه نه لري.

د رامین نږدې دوستان د کابل د امنیتي حوزو پولیس په فساد او بې پروایۍ تورنوي او وايي، د پولیسو له خوا د غلا په تور نیول شوي غله بېرته خوشې کېږي.

په ورته مهال د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د رامین د وژل کېدو په تړاو یو کس نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ کابل کې د جمهوريت روغتون یو ډاکټر محب الله د وسلوالو لخوا وتښتول شو.

د روغتون چارواکي وايي، لا هم د تښتول شوي ډاکتر برخلیک نه دی معلوم.

د کابل پولیس وايي چې په تېرو درې ورځو کې یې شاوخوا ۳۰ کسان د جرمونو په تور نیول شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامزر هم مني چې د جنايي جرمونو ګراف لوړ شوی خو په وینا یې د کنټرول لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتیدو سره د افغانستان کورنیو چارو وزارت په ټول ښار کې اضافي پولیس د ښار د کنترول لپاره په دندو ګمارلي او دوی ته یې دنده سپارلې چې د شپې لخوا ګزمې وکړي، خو لاهم وضیعت نه دي عادي شوی.

4 COMMENTS

  1. یو زوړ امریکایي د روغتیا داکتر «دین جانسن» ما ته یې وویل چه د کلیسایان په ټوله اسیا او افریقا او جنوبی امریکې کې د نبوغ خاوند خلک له یوې یا یې بلې لارې وژني ، دوی خپل پوره معلومات په بشبړه توګه د خلکو په هکله له کوچنيتوب نه پېژني. او د وراثت څخه هم چه په کوم ډول کونۍ کې یو کوچنی پیدا کېږي.

  2. که د دولت له توان نه پوره نه وي ، د کابل ښار امنیت سل نفرو طالبانو ته وسپارئ چې دوی څه کا ؟

  3. دې ګُلالی شهید ځوان ته د جنتونو او د کورنی غړو ته ئی جمیل صبر غواړو.
    دا ډول مجرمانه کړنی حتی هره ورځ د پرمخ تللو هیوادونو په ښارونو کی هم تر سترګو کیږی خو خبره ممکن بله وی
    د استخباراتی او روحی جګړی ترکیب ته ” یو بنسټیز بدلون ته د عامه اذهانو چمتووالی ” ویل کیږی.
    د کابل او نورو ښارونو د بد امنۍ مشاهده ممکن دا سناریو په بغل کی ولری چی عامه اذهان د نظام یا دولت په وړاندی د بدبینۍ او بدګومانۍ او یأس او نا اُمیدی په جال کی ګرفتار او د طالب د امنیتی سیسټم د حاکمیت منلو ته چمتو کاندی.
    بناً
    داسی ښکاری چی ددی ډول بد امنیو د ازدیاد شا ته د نورو سیمه ایزو او نړیوالو دستګاه وو د قمار بازیو لاسونه ښکیل وی.

  4. دا څلویښت کاله کیږی همدا اوسنی مفسدین د جنایاتو قهرمانان دی. د ربانی د وخت کارنامی بیرته پیاوړی شوی دی. پرونی غله اوسنی غله دی او دا کسان د هر چا غلامان دی ترڅو خپل جیبونه ډک کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب