جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغني: امنیتي ځواکونه دې د کلیو امنیت وساتي

غني: امنیتي ځواکونه دې د کلیو امنیت وساتي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) ولسمشر غني په هېواد کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدو ته په اشارې ویلي چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې له امله یې تر ډېره ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، خلک ځکه زیانمن شوي دي چې طالبانو جګړه کلیو ته لېږدولې ده.

ولسمشر غني د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډې ته خبرو کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې ده چې د کلیو امنیت ساتلو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، امنیتي ځواکونه باید د خلکو ژوند ته په پام د لویو لارو امنیت هم خوندي کړي څو خلک وکولی شي په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

نوموړي دغه راز امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې پر غیر مسووله وسله‌والو، غاصبینو او زورواکو دې هیڅ رحم نه کوي.

2 COMMENTS

  1. که د افغانستان دولت خلکو ته اجازه ورکړی د امنیتی ځواکونو سره اوږه په اوږه به د کلیو او ښارونو ساتنه وکړی . ملت هم تر پوزی رسیدلی چه طالب اوربند نه منی او هیڅ شرعی دلیل هم نلری . په مذاکراتو کی په عوض ددی چه اساس د صلحی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره اسلامی شریعت وبولی ، برخلاف د امریکائیانو سره دوهی تړون غواړی چه د صلحی د رامنځ ته کیدلو اساس وګرزی ، په دی حساب ملت حیران دی چه دطالبان کومی خوا ته روان کړل شوی ؟ څه یی ویل او څه کوی ؟ د اسلامی شریعت په اساس باید افغان وژنه او مسلمان وژنه فورآ بنده شی او د صلحی په نورو مواردو د اسلامی اخوت په روحیه خبری او مذاکراتو ته په صداقت دوام ورکړل شی تر څو د یوی دوام داره صلحی توافق ته ورسیژی .

  2. د دلال طالب هیڅ عمل نه انسان ته ورته ده او نه مسلمان ته. زه سل په سلو کې باور لرم چې دوی نه خدای پېژني، نه يې پیغمبران، نه یې کتابونه، نه انسانیت پېژني او نه بشریت. دوئ یو شمېر بې مفهومه، خالې ذهنه، بې دینه، مرتد او اجیر کسان دي چې په هيڅ انساني او بشري اصولو باور نه لري. ددوی یوازنی باور او خبره د ای اس ای او جنرال بجوا خبره ده. د هغوی له اجازې پرته دوی څو تنه يزکان دي چې تیز هم خپل په سر نشی وهلی. دا رقم افغان وژنه چې دوی کوي والله که چنګیز او روس هم په افغانستان کې کړې وي. اسلام هسې یو شعار دی. د مجاهدینو رهبران هم هداسې ؤل لکه ددلالو طالبانو مشران. بې ګناه او مظلوم افغانان يې د خدی او رسول په نامه شهیدان ګړل او اوس ددوی اعمالو ته وګورئ چې څه کوي. ددوی کار یوازې افغان وژنه ده او بس. نړیواله ټولنه والله که په دې حرمونو باور وکړي. څوک چې خپل قام او ولس ته وفاداره نه وي او په داسې بې رحمي یې وژني هغوی به نورو ته څه وفا وکړي. والله که د حکومت مخ هم وګوري او که را هم شي. په شرمېدلو او چټلو مخونو به خلکو ته ګوري او خلک به هم ددوئ په ګنده مخونو لاړې تو کوي. میلیون ځله لعنت د وي په دې وحشې ځناورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب