Homeخبرونهد غزني يوه ښوونځي کې ۹۵ زده‌کوونکي يو کتاب لري

د غزني يوه ښوونځي کې ۹۵ زده‌کوونکي يو کتاب لري

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د غزني ولايت يو شمېر زده‌کوونکي او اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ښوونيزو امکاناتو په ځانګړي ډول ښوونځيو کې د کتابونو له نه درلودلو سر ټکوي.

دوی د بېلګې په ډول د غزني ولايت د رسنې ښوونځي يادونه کوي، چې يوه ټولګي کې يې ۹۵ زده‌کوونکي يوازې يو د رياضي کتاب لري.

د دغه ولايت اوسېدونکي زاهد صمدزي رسنیو ته وویل، د دغه ولایت زده کوونکي په ښوونځيو کې د ښوونيزو امکاناتو له جدي کموالي سره مخ دي او نه شي کولای خپلې زده‌کړې په ښه ډول پر مخ يوسي.

نوموړي زیاته کړې:

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په ښوونځیو کې له لومړي تر نهم ټولګي پوري زده‌کوونکي د کتابونو له نشتوالي سره لاس او ګریوان دي او په هر ټولګي کې ډېره کمه کچه کتابونه شتون لري.

د نوموړي په خبره، حتا د ګیلان د رسنې ښوونځي کې د یو ټولګي ۹۵ زده کوونکي یو د ریاضي کتاب لري.

هغه زیاته کړه، په دغه ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي.

بلخوا د غزني د پوهنې رئیس محب انصار له رسنیو سره په خبرو کې دغه ستونزه تائید کړه او ويې ویل، دوی ته د پوهنې وزارت له خوا د اړتیا وړ کتابونه په واک کې نه دې ورکړل شوي او په خبره یې له همدې کبله د غزني ښوونځیو زده‌کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه:

په غزني ولایت کې څلور لکه او شپږ زره زده کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې درېيو میلیونو کتابونو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت سږ کال موږ ته یوازې شپږ لکه کتابونه په واک کې راکړي دي.

د انصار په خبره، په غزني ولایت کې ۲۸۹ ښوونځي ودانۍ نه لري، خو د یوې موسسي له لوري ورسره د ۱۱۳ ښوونځيو د جوړېدو هوکړه شوې اما د وسله‌والو طالبانو د مخالفتونو له کبله نه شي کولای چې د دې ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي.

انصار دغه راز د ښوونکو د کمښت خبره هم وکړه او ويې ویل، دوی د ۴۴۰۰ ښوونکو له کمښت سره مخ دي او کوم ښوونکي چې شتون لري، ډېری یې پخوا د اړيکو په بنسټ په دندو ګومارل شوي دي او د دې وړتیا نه لري چې زده‌کوونکي په ښه ډول وروزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...