شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله: له طالبانو سره د نظر اختلاف شته، خو متقابل درک او...

عبدالله: له طالبانو سره د نظر اختلاف شته، خو متقابل درک او زغم مو بریا ته رسوي

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) عبدالله عبدالله وايي طالبانو سره د نظر اختلاف شته، خو متقابل درک او زغم هغه څه دي چې بریا ته مو رسوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هند ته د سفر په ترڅ کې د کوربه هېواد د دفاعي مطالعاتو او څېړنو په انسټېټیوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، په قطر کې د سولې روانو خبرو ته خوشبین دی.

د ښاغلي عبدالله په خبره هیله لري چې دا خبرې به افغانستان کې د تېرو ۴۰ کلونو جګړه پای ته ورسوي او افغانان به یو روښانه راتلونکی ولري.

د هغه په وینا چې هندي چارواکو ورته د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د سولې خبرې په یوه ورځ کې پایلې ته نه رسېږي او وخت ته اړتیا ده څو یوه مثبته نتیجه ورکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ویلي، طالبان هم خپل نظریات لري او د افغانستان اسلامي جمهوریت هم، خو د خبرو پر مهال به متقابل درک او زغم د بریا لامل شي.

عبدالله عبدالله په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي زیاتېدو ته اندېښنه ښودلې او په طالبانو یې غوښتي چې د سولې خبرو پر مهال د تاوتریخوالي په کمولو سره د  باور فضار رامنځته کړي.

په همدې حال کې عبدالله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي مودي ویلي، هند له داسې یوې سولې ملاتړ کوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او له افغانستان سره یې د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب