تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د راپورونو له مخې، ازبکستاني او بریتانوي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي او دواړو هېوادونو په دې برخه کې د سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو پر ګډ کار ټینګار کړی دی.
راپورونه وایي، چې د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوټ غړو د ازبکستان او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په حضور کې پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
په دې ناسته کې چې په انلاین: بڼه ترسره شوې دواړو هېوادونو د افغان سولې برخه کې پر ګډ کار ټنیګار کړی دی.
په لندن کې د ازبکستان سفیر سعید رستماف ویلي، د مرکزي اسیا ثبات افغان سولې سره تړلی دی او ټول هېوادونه باید په دې برخه کې پوره هلې ځلې وکړي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې ښکېل اړخونه سولې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې په ازبکستان کې د بریتانیا سفیر هم ویلي چې ازبکستان او بریتانیا باید د ملي اقتصاد پراختیا، مخدره توکو او ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیاوړې او لا پراخې کړي.
All the countries who cares about the peace negotiations between the government and Taliban shall ask Pakistan to leave Afghanistan alone.