شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي...

چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته وکړه

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) چین له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د روغتیایي توکو مرسته وکړه.

د روغتیایي توکو په دې کڅوړه کې نږدې ۴۰ زره د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه، ۲۰زره محافظتي کېټونه، دوه پایې د پي سي آر او دوه پايې د آر ان اکسترکشن دستګاوې شاملې دي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې مرستو د ترلاسه کولو په موخه نن د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې مراسم جوړ شوی وو.

په دې مراسمو کې د چین سفیر وانګ یو، د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني، خپله سرور دانش او یو شمیر نورو افغان چارواکو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا مرستې افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه شوې دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني په یادو مراسمو کې له افغانستان سره د چین د مرستو مننه او د دغو مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

که څه هم هیواد کې د کورونا ویروس د خپریدو کچه ټيټه شوې ده، خو د روغتیا وزارت چارواکو د ژمي په رارسیدو سره د کورونا د دوهمې څپې د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب