جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابلوف: د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي...

کابلوف: د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي دي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي دي.

نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا ټاکنیزې څرګندونې دي، ټرمپ په ډېر احتمال سره غواړي د امریکا راتلونکو ټاکنو کې رایې ورکوونکو ته وښیي چې دی یې په خپلو تېرو وعدو ولاړ دی او له دوی سره پر کړو ژمنو عمل کوي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د سیمې ثبات سره مرسته کوي او په وینا یې د امریکایي ځواکونو وتلو موضوع باید د سیمې وضعیت سره تړلي وي.

کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټرمپ ویلي د روان کال تر پایه به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب