جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ د اعلان...

طالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ د اعلان هرکلی کړی

تاند (پنج شنبه، د میزان ۱۷) وسله والو طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی کړی دی.

طالبانو زیاته کړې، چې دوی په راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: 《 ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.》

خبرپاڼه کاږي، دوی د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام بولي.

مجاهد څرګنده کړې، دوی په یاده هوکړه کې ذکر شویو ټولو مواردو ته ژمن دي او په راتلونکي کې به د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې وپالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...