د ګڼو جامو ازاد لستوڼی يې پورته کش کړ، شرنګ شو بنګړي يې ښکته تر مړوند راواوښتل، نږدې وو چې په لږ فشار يې تر لاس ووځي. ورته متوجه شوه، بېرته يې د څنګلې خوا ته بوتلل، تر مړوند يې دويم لاس راتاو کړ، د شهادت او بټه ګوتې يې سره ورغلې.
موبايل يې راواخيست، سندره يې چالان کړه:
اوس دې يادونه افسانې ښکاري
دا څه دستور د زمانې ښکاري.. اوس دې يادونه…..
مور يې کوټې ته راغله، تر څنګ يې کېناسته، د سندرې غږ کم شو؛ خو غلی نه شو.
ـ لورې! دې موبايل او کتابونو خو ته لېونۍ کړې، دا رنګ دې وګوره، جړ وېښته دې وګوره. تا خو مخکې په ځان ډېر پام کاوه، په ځان به ميېنه وې. اوس څه خبره ده. که مريضه يې چې ډاکټر ته دې بوځم.
شېبه غلې وه، بيا يې وويل:
ـ نه مورې روغه يم، دا څو ورځې مې لکه فشار چې ټيټ وي، لږه ګنګسه يم، زه او عاطفه دواړه ډاکټرې ته بيا ورځو.
ـ يو خو ته له عاطفې وانه وښتې، زه درسره ځم کنه، هغه مې نوره له پامه بده شوه. بيخي يې له کاره اېستلې يې، دې نجلۍ کې تا څه ليدلي دي؟
د نجلۍ زېړ غومبوري تک سره واوښتل، په مور يې خوله ورخلاصه کړه، هر څه يې چې په خوله راتلل ور وې ويل. پړونی پر اوږو له کوټې ووته. مور يې هيښ وروکتل.
موبايل يې راواخيست، شمېره مصروفه شوه، بيا يې زنګ وواهه، بيا او بيا شمېره مصروفه راتله. موبايل يې لرې وغورځاوه، سترګې يې راډکې شوې، سلګيو پسې واخيسته. پړمخې يې موبايل ته لاس وروغځاوه، د عکسونو ګيلري يې پرانېسته، يو يو عکس يې رانږدې او ښکل کړ. شېبه وروسته يې سترګې سره ورغلې، مور يې غلې غلې ورغله، نرۍ کمپله يې پر ټټر ورهواره کړه.
مازديګر يې تلوېزيون چلان کړ، يو ارواپوه پر رواني ناروغيو، سټرېس او ډيپرېشن خبرې کولې. د تلوېزيون له ښيښې يې شمېره واخيسته، زنګ يې وواهه، له هغې خوا غږ راغی چې صبر وکړئ موږ مو له خپرونې سره روخ کوو. په عذر يې وويل، خير دی وروره د ډاکټر شخصي شمېره راکړئ، زه ورسره خپلې ستونزې شريکوم.
سهار چې په ځای کې راکېناسته، له بې خوبۍ يې په سترګو کې شګې رغړېدلې. بيا يې عاطفې ته زنګونه ووهل، شمېره بنده راتله، دا څه موده يې له خپلې کوټې نه په وتو راځوړند هېندارې ته مخ نه وراوښت. تشناب ته لاړه، پر مخ او لاس يې اوبه تېرې کړې، حجاب يې واغوست او له کوره ووته. شېبه وروسته دروازې ته ودرېده. دروازه يې ټک ټک کړه، ورور يې راووت، ويل يې هغه کورس ته تللې ده. شکي وه، ويل يې کورس يې کله پيل کړی دی؟ هلک ګډوډ شو:
ـ اممم خبر نه يم.
پاس دويم منزل کې کړکۍ خلاصه شوه، بېرته ژر بنده شوه. نجلۍ په ماتو قدمونو روانه شوه.
ګوښه ځای يې د تلوېزيون شمېرې ته زنګونه ووهل؛ خو شبکې به ويل چې ستاسو ډايل کړې شمېره په سسټم کې نه شته. زړه کې يې شګوفه راوګرځېده. مور ته يې زنګ وکړ چې هلته لاړه. له شګوفې يې هم اوښتی رنګ، تيت حواس او بد حال پټ نه شو کړای، په حيرانۍ يې وويل:
ـ دا ولې، دا څه درشوي دي؟
نجلۍ تکيه وکړه، سوی آه يې له خولې واېست، مړاوې او رنځورې سترګې يې ورو ورپورته کړې، د ګڼو اوږدو بڼوکونجو کې يې اوښکې وځلېدې. وړاندې تر دې چې په زېړو غومبورو يې راورغړي، د نريو اوږدو ګوتو په شا يې پاکې کړې.
ـ ولې څه خبره ده، چې ما ته نه وايې نو چا ته يې وايې؟
ـ نه څه خبره نشته، نن مې هسې زړه تنګ و، ما ويل تا به وګورم، ګوندې لږ ارامه شم، هسې ځوريږم.
ـ ولې څه ناروغي، څه مشکل، څه خبره ده؟
ـ هسې
شګوفه لاړه، چې چای راوړي؛ د نجلۍ وړو وړو سلګيو د کوټې خاموشي ماتوله.
شګوفې وویل: داسې څه دي چې ته يې ما نه پټوې؟
نجلۍ د يخې پيالې په غوړپ ستونی لوند کړ.
ـ د خدای لپاره يوه لاره راته وښايه، قسم دی نوره لېونۍکېږم، هيڅ حوصله نه ده راپاتې، نوره د مور له خبرو او له خپلې زېړې څېرې کرکه راځي.
ـ خو ته ووايه څه خبره ده؟
نجلۍ بيا سلګيو واخيسته، شګوفې غېږې ته ورړنګه کړه، په جړو تورو وېښتو کې يې ورو ورو ګوتې ورتېرې کړې، شېبه وروسته پورته شوه دروازه يې بنده کړه.
په سپېرو شونډو يې ترخه موسکا وکړه:
ـ که درته ووايم، ممکن ته مې هم ورټې؛ ښايي کرکه دې رانه وشي؛ مګر پرته له خدای او تا هيڅوک نه دي راپاتې چې ډاډ راکړي او له دې جنجاله د خلاصون لاره چاره راته وښييي.
پورته شوه تر کړکۍ يې بېرون پر سړک روانو موټرو ته وکتل، بېرته يې ورو ورو پرده کش کړه، په ژړغوني غږ يې وويل:
ـ درته وايم؛ خو خدای ته وګوره، پرده مې وساته، که تا ته هم ونه وايم، زړه به مې وچوي، نور هيڅوک نه لرم.
زمکه ځای نه راکوي، بل رقم شوې يم، د جهان نارينه مې بد ايسي، زه فکر کوم چې هيڅ ښکلی نارينه نشته. زړه مې هيڅ مېلان نه ورته کوي. پر هغو نجونو لانت وايم چې څوک وايي هغه پلانی داسې ښکلی ځوان دی او پلانی هغسې.
مخامخ نجلۍ يې په سترګو کې درد ته ځيره شوه، څنګ ته تکیه يې ځان ته نږدې کړه، سر يې په حيرت وښوراوه.
نجلۍ وويل:
ـ ښوونځي کې به مو هم دا حال و، ځان يې ګير ته نه راکاوه، ممکن زما لېونتوب به يې ليده. چې تفريح به شوه، په يوه پلمه به صنف کې پاتې شوو. له ډېرې مينې به مې لکه لېونۍ خولې پرې ولګولې، چغې به يې ټول ښوونځي واورېدې. لا د نجونو پر مخ ښوونځي نه وو بند شوي، چې اوازه مې واورېده، زړه مې درزېده، داسې نه چې بيا به يې د بېلتون تحمل نه لرم. هماغه راوشول. ښوونځي يې وتړل. څه موده يې سر په سر کور ته د درس په پلمه ورغلم. نور نو هغوی که هر څومره شناخته وو؛ خو ډېر ورتګ مې په هغوی هم غمېده.
حيرانۍ اخيستې نجلۍ يې خبرې ورپرې کړې:
ـ دا ځوانيمرګ څوک دی، چې تر اوسه دې ما ته نه دی ښودلی؟ ته خو داسې په اسانۍ چا ته نه ورماتېدې…
ـ صبر درته وايم، بله ورځ يې راته وويل چې که د دې لېونتوب لپاره کور ته راځې، نو هيڅ رانشې. ما ورته کړل چې خير دی يوه ورځ ته موږ کره راشه، راتلونکي ژوند او درسونو ته به پلان ونيسو. فکر نه کوم چې ښوونځي دې ژر پرانيزي. لنډه دا چې بيخي يې ځواب کړم، چې نور نه زنګ ورته ووهم، نه ټولګيوالتوب ورسره وپالم او نه هم نورې اړيکې. خو نه کېده، هېرولو يې هيڅ امکان نه درلود. چې ګوښې به شوم، پر ځان به مې لانت کړل، چې د خدای لپاره دا څه دي؟ چا به تاويذونه راباندې کړي وي، کوډې به وي؛ خو په دې شيانو به مې عقيده هم نه راتله. نور نو درسونه په درسونو کې پاتې شول او ژوند په ژوند کې.
پوهېږې؟ يوه زېرپېراني يې راسره ده، ټوله ورځ يې بويوم، ځانګړی بوی يې ارام رابښي. يوه کتابچه کې يې ځينې ياداښتونه او انتخابي شعرونه راته ليکلي دي، چې لاړه شم او راشم کتابچه راواخلم.
شګوفه پرې وربرګه شوه، تېز يې وويل:
ـ ولې مې زاره چوې، دا کوم د سپي زوی دی، په ځای د دې چې هغه ځوانيمرګ تا پسې وګرځي، ستا ښکلا ته سر ټيټ کړي، ته يې لېونتوب ته رسولې يې. اخر ته له چا کمه يې؟
نجلۍ يې سر په اوږه ورکېښود، سلګيو پسې واخيسته، خبرې يې په ستوني کې غوټه شوې. يوه شېبه دواړه خاموشه شوې. بېرته د نجلۍ شونډې وخوځېدې.
ـ په ټول ژوند کې مې داسې لېونۍ مينه په چا نه ده راغلې او هغه هم داسې مينه؛ لکه يو څوک چې له هواګانو او خوشبوګانو پنډونه تړي؛ خو هغه نه تړل کيږي. کټ مټ زما لېونتوب داسې دی، داسې چا باندې مې زړه ناست دی چې درته ويلی يې نه شم.
د شګوفې په سترګو کې يې قهر او حيراني په څپو وليدل، وړاندې تر دې چې هغه نور څه ورته ووايي، نجلۍ وويل:
ـ صبر صبر درته وايم؛ خو ګوره ومې نه رټې. عاطفه يادوم، زما ټولګيواله، د جهان نارينه ترې جار شه، کاش چې يو څه مې کړای شوای. خدای ته وګوره ما مه رټه، مينه رښتيا هم حدونه نه پېژني. زه په عاطفې لېونۍ ميېنه يم، ورپسې مړه مړه يم، تبا برباد يم، له هغې پرته…
د نجلۍ سلګۍ نورې هم پسې تېزې شوې، شګوفه لکه بت ځای پر ځای مېخ کېناسته، سترګې يې بې واره راډکې شوې او نجلۍ يې خپلې غېږې ته ورړنګه کړه.
پای
۱۴ فبروري، ۲۰۲۴م، کابل