دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاذربایجان په کابل کې په لومړي ځل خپل سفارت پرانیزي

اذربایجان په کابل کې په لومړي ځل خپل سفارت پرانیزي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د آذربایجان جمهوریت سفیر الهام محمدوف، طالب وزیر مولوي امیر خان متقي سره په تعارفي ناسته کې په کابل کې د سفارت پرانیستلو په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ.

سرچینه زیاتوي: په دې ناسته کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیل، اقتصادي همکاریو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
طالب وزیر په کابل کې په لومړي ځل د اذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د دیپلو مات رالیږل دوو اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ وباله او دا یې د افغانستان او اذربایجان د دوستۍ ښه نښه وبلله.
متقي د افغانستان او اذربایجان اړیکې تاریخي وبللې او د اذربایجان سفیر ته یې د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د طالبانو  بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې په کابل کې د اذربایجان سفارت سره لازمه مرسته وکړي.
دوو اړخیزو اړیکو کې د نورو فرصتونو ترڅنګ متقي وویل، چې د لاجوردو لار افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې دهلیز له فعالېدو سره افغانستان له اروپا سره وصلېدلای شي.
متقي همداراز وویل چې دوی غواړي په باکو کې د افغانستان سفارت کې د دیپلوماتیک حضور کچه لوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب