یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد دوحې غونډې په اړه د طالبانو شرطونو ته د ملګرو ملتونو...

د دوحې غونډې په اړه د طالبانو شرطونو ته د ملګرو ملتونو غبرګون

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریک، په دوحه کې د دغه نړیوال سازمان په کوربه توب د افغانستان په تړاو د راتلونکې اوونۍ د غونډې په تړاو د طالب چارواکو شرطونو او څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي: ملګري ملتونه غواړي چې د طالبانو  استازي د نورو ګډونوالو ترڅنګ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي دوجاریک وویل، د دې غونډې هدف دا دی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې اترې ترسره شي.

د هغه په خبره، د دې غونډې یو مهم اړخ دا دی چې هغو ځانګړیو استازیو ته چې په دې غونډه کې ګډون کوي، د دې فرصت برابر شي ترڅو په ګډه د طالبانو او د ښځو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له نورو لوبغاړو سره وګوري.

دې غونډې ته پر طالبانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي بلل شوي چې د امریکا له خوا پکې د افغانستان لپاره د دې هېواد د دو ځانګړیو استازیو، ټوماس ویسټ او رینا امیري ګډون تایید شوی دی.

د دوحې د راتلونکې اوونۍ د دوه ورځینۍ غونډې په اړه تر اوسه طالب چارواکو خپل ګډون مشروط ښودلی.

په دې اړه نور دلته لوستلی شئ:

د دوحې غونډې په اړه د ملا متقي او روسي سفیر لیدنه – تاند (taand.net)

طالبان له م.م. سره د دوحې د کنفرانس په اړه په خبرو بوخت دي، قمي طالبان ۲ شرطونه لري – تاند (taand.net)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو د امریکا ټینګار – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب