دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: د طالب واکمنۍ پر مهال مو افغانستان سره ۱.۲ میلیارده...

اروپایي ټولنه: د طالب واکمنۍ پر مهال مو افغانستان سره ۱.۲ میلیارده یورو مرسته کړې

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن له افغانستان سره د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د دغې ټولنې د مرستو او دغه راز د دوحې د راتلونکې اوونۍ د غونډې په اړه څرګندونې کړي.

نوموړي ویلي ، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، اروپایي هېوادونو په افغانستان کې له اړو کسانو سره د څه باندې ۱،۲ میلیارده ایرو بشري مرسته کړې ده.

نیکلاسن پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې په حاشیه کې دا هم  وویل چې له دغو مرستو سره -سره په افغانستان کې بشري وضعیت ډیرخراب دی.

نیکلاسن زیاته کړه چې په اوس وخت کې د افغانستان له نیمایي زیات نفوس بېړنیو خوراکي او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

،هغه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوحې د راتلونکې اوونۍ دوه ورځنۍ غونډه مهمه وبلله خو د نتیجې په اړه یې محطاطانه خوشبیني څرګنده کړه.

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل: زه هیله من یم چې موږ هر یو چې د سازمانونو او هېوادونو په استازیتوب په دغه فرصت کې سره راټولیږو، دا درک کړو چې موږ په افغانستان کې ګډې ګټې لرو او راتلونکي ته ځیر شوو او وګورو چې څنګه موږ په ګډه د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې مرسته کولی شو، البته دا په خپله افغانان دي چې یو ښه افغانستان چې د حقونو درناوی وکړي او له سیمې او نړۍ سره له سولې او ثبات څخه برخمن وي، جوړ کړي خو موږ کولای شوو او باید په دې برخه کې مرسته وکړو، نه دا چې پردې چې په تېر کې څه وشول او څوک یې مسول و، بحث وکړو.

تر دې مخکې نیکلاسن کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو یو شمېر چارواکو سره د دوحې او دغه راز په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادونو له لوري د افغانستان په اړه د پرونۍ غونډې په تړاو خبرې کړې وې.

د قرغزستان غونډه پرون د یوې ورځې لپاره ترسره شوه، چې جزییات یې دلته لوستلی شئ:

د افغانستان په اړه قرغیزستان کې ناسته؛ څه پکې وویل شول؟ – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب