پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد افغانانو ته؛ د هر ډول راتلونکو توطیو او دسیسو پر وړاندې...

مجاهد افغانانو ته؛ د هر ډول راتلونکو توطیو او دسیسو پر وړاندې بیداره اوسئ

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتو د ۳۵ مې کلیزې په مناسبت له افغانانو غوښتي چې د ده په وینا، د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیا هم بیداره وي.

هغه د دې ورځې له امله خلکو ته مبارکي ویلې او پر بهرنیانو یې غږ کړی، چې پر افغانستان له تېري مخکې په دې اړه سل ځلې فکر وکړي.

طالب ویاند نه دي ویلي، چې له راتلونکو توطیو او دسیسو یې موخه څه ده؟

په دې پيغام کې طالب چارواکو د ډېرو برعکس نورو ورته پیغامونو په شان یې له نړۍ سره د خپلو اړیکو، نړیوالو ته د افغانستان له خاورې د احتمالي خطرونو د مخنیوي او نورو مسایلو په اړه چې ډېر ځله یې په اړه تمرکز کوي، څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو او نړیوالو تر منځ د نژدې کېدو هڅې په دوحې غونډه کې د دوی د ګډون د څرنګوالي او غوښتنو له امله بېرته پیکه شوې برېښي.

یو شمېر څارونکي باور لري، چې طالب چارواکي د دوحې له غونډې او په خاص ډول له دې وېرېږي چې ملګري ملتونه د بین الافغاني مذاکراتو د پر مخ بیولو لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار لري.

د شوروي ځواکونو د وتو کلیزه

د پخواني شوروي ځواکونو وروستي سرتېري پرافغانستان د پوځي یرغل له څه باندې نهو کالو وروسته د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په پنځلسمه له دې هېواده ووتل.

پر افغانستان د شوروي د یرغل په کلونو کې په دې هېواد په سلګونو زره کسان ووژل شول، په ملیونونو ټپیان او معیوب او میلیونونه نور هم کډوالۍ ته اړشول.

د پخواني شوروي د یرغل مخالفان، دغه یرغل د افغانستان د روانې غمیزې له اصلي عواملو ګڼي، خو د دغه یرغل کمونیست پلوه افغانان او ملاتړي یې بیا د روانې غمیزې ملامتي پر خپلو مخالفو ښي اړخو اخواني ډلو او د دوی پر سیمه ییزو او نړیوالو متحدانو اچوي.

2 COMMENTS

  1. *د پخواني شوروي د یرغل مخالفان، دغه یرغل د افغانستان د روانې غمیزې له اصلي عواملو ګڼي، خو د دغه یرغل کمونیست پلوه افغانان او ملاتړي یې بیا د روانې غمیزې ملامتي پر خپلو مخالفو ښي اړخو اخواني ډلو او د دوی پر سیمه ییزو او نړیوالو متحدانو اچوي.*!

    د اسنادو پر بنسټ دا پاس لیک صحیح دی او له ۱۹۶۰ مو کلونو را هیسې، زه شاهد او د غربي اروپا څېړنې راسره دي چه څرنګه غرب دیني تعصب یې وسیله جوړه کړه، او نه یو سند، زه شاهد هم یم:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

  2. افغانان خو هر وخت بیداره دي مګر څه په لاس نلري هغه خو د دین ټیکداران لکه تاسو یاست چې د توتیو او پیسو ښکار یاست. کله درکې یو چا پړی اچولی وي او کله بل چا او ددین په نوم مو استعمالوي او خپل خلک درباندې وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب