Homeخبرونهد امریکا د کانګرس غړې امریکا ته د افغان همکارانو نه لېږدول...

د امریکا د کانګرس غړې امریکا ته د افغان همکارانو نه لېږدول د غوسې وړ وبلل

د امریکا د استازو جرګې غړې جولي جانسن امریکا ته د افغان همکارانو د لېږد بهیر درول «د قهر وړ» بللي او ویلي یې دي چې واشنګټن هغو افغانانو ته شا کړې چې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.

نوموړې په یوه انلاین / مجازي غونډه کې وویل، امریکا په افغانستان کې د جګړې په لړ کې د هغو کسانو مننه او ستاینه کوله چې د امریکايي ځواکونو د مرستې لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخامخاوه، خو اوس یې له دغو کسانو څخه ډېری یوازې پرېښي دي.

جانسن د محمد نذیر پکتیاوال قضیې ته په اشارې، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د پوځي همکار په توګه کار کړی و او د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې مړ شو، وویل چې نوموړې څو ځله د دې ادارې له چارواکو څخه د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

په همدې مجازي غونډه کې د افغان‌ایوک سازمان مشر او بنسټګر شان ون‌دایور وویل، شاوخوا ۲۶۰ زره افغانان د افغانستان، پاکستان او قطر په ګډون په نژدې ۹۰ هېوادونو کې د امریکا د انتقال او بیا مېشتېدو د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي.

د ون‌دایور په وینا، تر اوسه ۱۷۸ زره او ۱۱۰ کسانو د ځانګړې کډوالۍ ویزې یا SIV په دوسیو کې د امریکا د ماموریت د مشر تایید ترلاسه کړی، خو د دوی د کډوالۍ بهیر لا هم نه دی بشپړ شوی.

هغه زیاته کړه چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا ۱،۹۰۰ افغان ویزه غوښتونکي مرکې ته وربللي وو، خو یوازې درې ویزې صادرې شوې دي.

د افغان‌ایوک مشر وویل، د امریکا کانګرس په ټولیز ډول د ۵۰ زره او ۵۰۰ ځانګړو کډوالۍ ویزو اجازه ورکړې ده او شاوخوا ۶ زره ویزې لا هم نه دي کارول شوې. د هغه په وینا، د دغو دوسیو د ارزونې منځنی وخت ۱،۱۹۱ ورځو ته رسېدلی دی.

د غونډې په بله برخه کې په قطر کې د السیلیه کمپ د مېشتو افغانانو وضعیت هم وڅېړل شو. ګډونوالو وویل چې په دغه مرکز کې له ۱،۰۰۰ ډېر افغانان اوسېږي او د کمپ د تړل کېدو د اعلان له امله د هغوی راتلونکی نامعلوم دی.

له بلې خوا، د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې په امریکا کې د مخکې مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دې ادارې ویلي چې د ځینو کډوالو لپاره خوراکي مرستو، روغتیايي خدمتونو او نورو حمایوي پروګرامونو ته د لاسرسي محدودېدل، د نویو راغلو کورنیو لپاره اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو بهیر لا ستونزمنوي.

2 COMMENTS

  1. د کانګرېټ، وۍ د کانګریس ددی چاغی غړی څخه په مننی!!!!!!!! سره عرض کړم چی د پورته لیکنی عنوان ناسم ښکاری او پکی د “نه ” کلمه اضافه میلمنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...