Homeخبرونهد مقاومت جبهې یو مهم قوماندان وژل شوی دی

د مقاومت جبهې یو مهم قوماندان وژل شوی دی

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د طالبانو حکومت ته نژدې رسنۍ المرصاد، د پنجشنبې په ورځ د مقاومت جبهې د یوه قوماندان د حسیب پنجشیري د وژل کېدو خبر ورکړ.

المرصاد لیکلي چې حسیب پنجشیري، چې د «حسیب قوای مرکز» په نوم هم پېژندل کېده او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، د طالبانو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

نوموړي په تېرو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه. خو په وروستي یو یا دوو کلونو کې یې د کومې حملې خبر نه و ورکړل شوی. خو پخوا یې لږ ترلږه په خواله رسنیو کې خپل داسي عکسونه خپرول چې پوځي یونیفورم یې اغوستی او وسله په لاس کې لري.

د مقاومت جبهې ته یوې نژدې سرچینې، چې ځان د اندراب جبهه بولي، تایید کړې چې حسب قوای مرکز وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

د مقاومت جبهې د حسیب قوای مرکز وژل کېدا تایید کړه.

نوموړی د جمهوري نظام په مهال هم تر تعقیب لاندې و ځکه چې په خپل سر یې وسله والو ډله جوړه کړې وه، اختطافونه او نور جنايي جرمونه یې کول.

طالبانو د هغو عملیاتو د ځای او حرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي چې په پایله کې یې حیب قوای مرکز ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...