Homeخبرونهد هرات پوهنتون د طب پوهنځي نیمايي استادانو د امربالمعروف د توهین...

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي نیمايي استادانو د امربالمعروف د توهین په خاطر استعفاوې وکړې

تاند (پنچشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو وروسته له هغه له دندو استعفاوې وکړې چې د طالبانو د امر بالمعروف غړیو غیرمودبانه او ځیږ چلند ورسره وکړ.

له هرات څخه د ورکړای شویو راپورونو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف غړیو د پنجشنبې په ورځ، (د زمري په ۲۹مه) د طب پوهنځي اته استادان له دې کبله نیولي وو چې ږیرې یې لنډې دي. هغوی شاوخوا یوه ساعت یې د دې ادارې په کانتینر کې بندیان وو.

د راپور له مخې، استادان وروسته د ځینو ډاکټرانو په منځګړیتوب خوشې شول. ویل کېږي چې له هغوی سره د همکارۍ او ملاتړ په خاطر درې نورو استادانو هم استعفا کړې ده.

د هرات پوهنتون د طب پوهنځی ټولټال ۲۲ استادان لري؛ له دې ډلې د ۱۱ استادانو پاستعاف دا معنا لري چې د طب پوهنځي نیمايي کدر کم شو خو ګومان نه کېږي چې د طالبانتو ادارې، په تېره بیا امربالمعروف ته یې دا کومه مهمه خبره وي حتي که ټول پوهنځی هم وتړل شي.

د استادانو په استعفا لیک کې د استعفا دلیل «د امر بالمعروف له خوا د استادانو بې‌احترامي او د لنډې ږیرې له امله ځورول» بلل شوی دی.

هغه استادان چې استعفا یې کړې؛ عبدالباقي صدیقي، فضل فیضي، خلیل احمد روحاني، احمد جاوید یوسفي، عبدالقدیر اسحاق‌زی، سید انور نور، محمدالله یعقوبي، عبدالغفور سعیدي، عبدالکبیر جوادي، امید نهضت او عبدالاحد نومېږي.

سرچینې وایي، له دې وړاندې هم په تېرو دوو کلونو کې د هرات پوهنتون ۱۰ نورو استادانو د ورته چلندونو او د امر بالمعروف د ادارې د کړنو په اعتراض کې په انفرادي ډول استعفا کړې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د امربالمعروف د اقداماتو له کبله د افغانستان د پوهنتونونو ډېر استادن مخېک لا له افغانستانه وتلي دي. له همدې کبله د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندیم په وروستیو ورځو کې له ترکیې وغوښتل چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره خپل استادان افغانستان ته ولېږي.

2 COMMENTS

  1. ټالب ته ږیره مهمه ده . استاد ، کدرونه ، متخصصین ، پوهان ، تجربه ، داکتران یو هم ارزښت نه لري . مریضانو ته به له خیره اوږده ، اوږده تعویذونه لیکي .
    اما:
    که په ږیره سړی مسلمان کیږي ، نو هندوان ، عیسوی ملایان ، یهودیان ، بودایان او … هم ږیرې لرې ، د هغوی ږیرې له ټالبانو هم اوږدې دي .
    اسلامیت نه به ریش است ، نه به شاخ است و نه به دم
    بز هم ریش دارد ، ګاوهم شاخ و خر هم دم دارد.
    ټالبانو له خپله کبره راښکته شئ ، لږ یې سړه خورئ ، چې ونه سوزئ .

  2. په بخاری کی یو حدیث د ” حدیث حوض ” پنوم ثبت دی.
    طالبان د ” حدیث حوض ” د مخاطبانو څوارلسم نسل دی.
    لکه څنګه چی د څو ورځو مخکی د نړیوال جام په درشل کی د افریقا مشهور او تکړه د فوټبال رِفری ته د امریکا د هیواد د رسمی او قانونی ویزی سره سره د هوائی ډګر څخه د وتلو اجازه ور نکړه شوه نو همداسی به طالبان بدبخته د جنت د جعلی ویزی د جوړولو په جرم د جنت د ننولو څخه منع شی( پر ټولو طالبانو د جنت خوند حرام دی، ممکن فقط پدی جرم چی ” خشونت ” ته د ” سنت ” په سترګه ګوری).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...