Homeخبرونهد ایران ولسمشر له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د خنډونو...

د ایران ولسمشر له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) په کابل کې د ایران سفارت وايي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له اجرايي ادارو غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ، د اسد ۲۹مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د ایران د کابینې په غونډه کې، له کابل څخه د ایران د کرنې وزیر د سفر په اړه د راپور له اورېدو وروسته، له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی دی.

د دغه سفارت په وینا، پزشکیان ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو کچه باید له اوسني وضعیت څخه لا لوړه او پراخه شي.

ایران له افغانستان سره، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، نژدې اړیکې لري او په وروستیو کلونو کې یې له کابل سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد چې له ایران سره مرسته وکړي یا ورسره سوداګري وکړي، له «ډېرو درنو» سزاګانو سره به مخ شي.

د ټرمپ دغه خبرداری ښايي له ایران سره د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر راتلونکي هم اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...