تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د هغو افغان ماشومانو د زدهکړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. نوموړي ویلي، له هغو ۹۰۰ زره ماشومانو څخه چې افغانستان ته بېرته ستانه شوي، شاوخوا دوه پر درېیمه برخه لا هم ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور پر بنسټ وویل، له دغو ماشومانو څخه نژدې ۶۰۰ زره یې له زدهکړو بېبرخې دي.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړه چې د افغانستان ښوونیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخ دی او د بودجې دوامدار کمښت هم د ماشومانو د زدهکړو د ملاتړ ظرفیت محدود کړی دی.
دوجاریک یو ځل بیا یادونه وکړه چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم د زدهکړو له حق څخه محرومې دي.
هغه وویل، ملګري ملتونه او د دې سازمان بشري مرستندوی شریکان، هرکله چې امکانات ولري، د ماشومانو د زدهکړو ملاتړ کوي؛ خو د مالي سرچینو کمښت د دغو مرستو د پراخېدو مخه نیسي.
له بلې خوا، یونسکو تر دې وړاندې ویلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت له امله شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې د نجونو د زدهکړو د دوامدار بندیز په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د نجونو د زدهکړو د بندیز دوام په اوږدمهال کې د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته جدي زیانونه اړولی شي.