Homeخبرونهد پاکستان د افغانستان په اړه د پالیسۍ د بیاکتنې غوښتنه شوې

د پاکستان د افغانستان په اړه د پالیسۍ د بیاکتنې غوښتنه شوې

تاند (ينجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انستیتیوت مشر عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد د پالیسۍ په تړاو د ملي دیالوګ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان اوسنی چلند د طالبانو د کمزوري کولو پر ځای، د افغانستان عادي خلک له پاکستان څخه لرې کوي.

هغه په یوه بیان کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو او کار بوختو ښځو، د بېرته ستنولو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ اختلافات باید داسې اقداماتو ته ونه‌رسېږي چې د افغانستان خلک د پاکستان پر وړاندې ودرول شي.

عبدالله خان ټینګار کړی: «که د اسلام‌اباد اختلاف له اسلامي امارت سره وي، باید داسې اقدامات ونه شي چې د افغانستان خلک د پاکستان مخالف کړي.» د نوموړي په وینا، د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ سخته تګلاره د دغه هېواد د ګټو او امنیت لپاره زیانمنه ده.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د افغانستان پالیسي باید د ملي ګټو، د هېواد د امنیت او د پاکستاني امنیتي ځواکونو د ژوند د خوندیتوب پر بنسټ جوړه شي. نوموړي همداراز د افغانستان په اړه د اسلام اباد د تګلارې د ارزونې او بیاکتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان اقدامات باید د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ لا زیات واټن رامنځته نه کړي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا د پاکستاني طالبانو (TTP) د فعالیتونو له امله، ترینګلې شوې دي. په همدې موده کې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر هم چټک کړی دی. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې، خو کابل دا ادعا څو ځله رد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...