Homeخبرونههند د کابل یوه روغتون ته طبي مرستې ورسولې، له افغانستان سره...

هند د کابل یوه روغتون ته طبي مرستې ورسولې، له افغانستان سره یې د بشري ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) هند د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د خپلو بشري مرستو په دوام، په کابل کې یوه روغتون ته طبي توکي رسولي او یو ځل بیا یې له افغان ولس سره د بشري ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

د اې این آی  د راپور له مخې، د هند له لوري کابل ته د طبي مرستې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره استول شوې دی. په دې مرسته کې روغتیايي او طبي توکي شامل دي چې د کابل روغتون ته سپارل شوي دي.

د اژانس پر اساس، هند په دې اقدام سره یو ځل بیا څرګنده کړې چې د افغانستان له خلکو سره د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د طبي توکو رسول د هغو مرستو یوه برخه بلل کېږي چې هند یې په وروستیو کلونو کې له افغان ولس سره د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره کوي.

هند تر دې وړاندې هم په ځلونو افغانستان ته راز راز واکسینونو په شمول طبي مرستې لېږلې دي.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د روغتیايي خدمتونو، درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی. په ځانګړي ډول په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او اړینو طبي توکو اړتیا د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه ډېره کړې ده.

د هند دا تازه مرسته داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه د مالي سرچینو، درملو، تجهیزاتو او مسلکي روغتیايي خدمتونو له محدودیتونو سره مخ دي.

هند په تېرو کلونو کې افغانستان ته د درملو، واکسینونو، طبي تجهیزاتو او نورو بشري توکو مرستې استولې دي او ټینګار یې کړی چې له افغان ولس سره به په بشري برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...