Home+د آستان قدس رضوي اړوند د احمدشاه دراني فرمانونه

د آستان قدس رضوي اړوند د احمدشاه دراني فرمانونه

لیکواله: زهرا فاطمی مقدم
ژباړونکی: سیلانی

لنډیز
په دې لیکنه کې د احمدشاه دراني درې فرمانونه معرفي کېږي چې د افشاریانو د دورې پر مهال د آستان قدس د اداري تشکیلاتو له پاره یې صادر کړي دي. احمدشاه، چې د افغانستان د لومړني نوي دولت د بنسټګر په توګه یادېږي، د ۱۱۶۳–۱۱۸۴ هـ.ق کلونو په موده کې درې ځله پر مشهد، چې د افشاریانو د حکومت مرکز و، برید وکړ او دوه ځله وتوانېد چې شاهرخ افشاري خپل اطاعت ته اړ کړي. په دې لړ کې د آستان قدس اداري تشکیلات هم په داسې یوې سیمې بدل شو چې احمدشاه په کې پر شاهرخ افشاري خپله برتري څرګندوله.

احمدشاه په ۱۱۶۸، ۱۱۷۰ او ۱۱۷۱ هـ.ق کلونو کې په ترتیب سره د درېیو فرمانونو په صادرولو سره، د آستان قدس رضوي په چارو کې د لاسوهنې ترڅنګ، پر افشاري شاه د خپل مقام لوړوالی او برتري هم څرګندوله. دغه فرمانونه، چې د ناظر او متولي د خپلو دندو پر سر د پاتې کېدو او همدارنګه د آستان لپاره د نوي وکیل د ټاکلو په اړه دي، د دغو منصبونو د ځایناستي، د دې فرمانونو د صادرېدو د لاملونو او د یادو اسنادو د ارزښت په اړه بېلابېلې پوښتنې مطرح شوي دي. په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې د اسنادو د متن د بیا لوستنې ترڅنګ، دغه فرمانونه له یو بل سره مقابله او پرتله شي او د هغوی محتوا هم تر تجزیې او تحلیل لاندې ونیول شي.

سریزه

په ۱۱۶۰ هـ.ق کال کې د نادرشاه له وژل کېدو وروسته، احمدخان د زمان‌خان ابدالي سدوزي زوی (ګلستانه، ۱۳۵۶: ۶۰)، د نادرشاه د پوځ د نورو هغو خانانو او قوماندانانو په څېر چې د واک غوښتنې هیلې یې په سر کې درلودې، د نادر په لښکر کې له موجودو افغانانو سره یوځای د کندهار پر لور وخوځېد. (حسیني جامي، ۱۳۸۴: ۶۴) د لارې په اوږدو کې افغان لښکر هغه د خپل مشر او سردار په توګه وټاکه؛ «د غنمو یوه ګېډۍ یې راوشکوله او د جیغې پر ځای یې د هغه پر سر ولګوله او د احمدشاه په لقب یې ونوماوه.» (ګلستانه، ۱۳۵۶: ۶۰)

احمدشاه په کندهار کې د خپل واک له ټینګولو او د کورنیو مخالفانو له منځه وړلو وروسته، د خراسان له حالاتو او د واک له هغې سیالۍ څخه په خبرېدو چې په همدې مهال د افشاري کورنۍ د غړو ترمنځ روانه وه، پر خراسان د برید په موخه د دغې سیمې پر لور وخوځېد. داسې ښکاري چې پر خراسان د برید له پاره د سیاسي او پوځي شرایطو د مساعدوالي ترڅنګ، د نادرشاه له خوا د پاتې شویو غنیمتونو او شتمنیو ترلاسه کول د برید له لاملونو څه و، څو د خپل لښکر بېلابېل لګښتونه پرې تمویل کړي. له بلې خوا، پر خراسان او په ځانګړې توګه پر مشهد چې د افشاري حکومت اصلي مرکز و، واکمني ترلاسه کول، د ابدالي خان لپاره په یوه معنا د نادرشاه د ځایناستۍ حیثیت درلود.

په دې وخت کې شاهرخ د افشاري حکومت وارث و. نوموړی د خراسان د امیرانو د لاس آله ګرځېدلی و. د خپلې واکمنۍ په دویم کال د یو شمېر سیمه‌ییزو امیرانو له پاڅون سره مخ شو. دغو امیرانو شاهرخ له واکه ګوښه کړ. د آستان قدس رضوي د پخواني متولي، میرزا داود، له زامنو څخه یې یو تن، چې «سید محمد» نومېده، واک ته ورساوه. هغه یې د «شاه سلیمان دویم» په لقب پر تخت کښېناوه. (مرعشي صفوي، ۱۳۲۸: ۱۱۴) خو د سید محمد واکمني تر څلوېښتو ورځو زیاته ونه غځېده. له دې وروسته شاهرخ د نورو امیرانو په مرسته یو ځل بیا پر تخت کښېناست. (ګلستانه، ۱۳۵۶: ۵۵)

احمدشاه د دغو پېښو له خبرېدو وروسته د هرات پر لور لښکرکشي وکړه او دغه ښار یې ونیو. (هماغه: ۶۴) وروسته، نوموړي په ۱۱۶۳ هـ.ق کال د مشهد پر لور حرکت وکړ او ښار یې محاصره کړ. خو ظاهراً یې کومه د پام وړ بریا ترلاسه نه کړه او له مشهده نیشاپور ته ولاړ. په نیشاپور کې هم ونه توانېد کومه څرګنده لاسته راوړنه ولري. له همدې امله بېرته هرات ته ستون شو. (ګلستانه، ۱۳۵۶: ۶۵؛ مرعشي صفوي، ۱۳۲۸: ۱۴۰)

په ۱۱۶۷ هـ.ق کال احمدشاه پر خراسان خپل دویم یرغل پیل کړ. که څه هم د مشهد محاصرې څو میاشتې دوام وکړ، خو احمدخان بیا هم ونه توانېد کومه څرګنده بریا ترلاسه کړي. له همدې امله یې شاهرخ ته یو پیغام واستاوه او ویې ویل: «زما په زړه کې د اولیاوو د سلطان، د پرهېزګارانو د سید، اتم امام علي بن موسی الرضا ـ علیه التحیة والثناء ـ د سپېڅلي آستان د زیارت او درشل‌ ښکلولو شوق پیدا شوی دی.» له دې سره یې د جګړې د درولو او متارکې غوښتنه وکړه.
شاهرخ هم چې په ښار کې له قحطۍ او لوږې سره مخ و او د ډېرو خلکو د مړینې شاهد و، له احمدشاه سره سولې ته غاړه کېښوده او د دراني شاه حضور ته ورغی. (حسیني جامي، ۱۳۸۴: ۲۹۸) احمدشاه مشهد ته له ننوتلو وروسته نورمحمدخان د شاهرخ د پیشکار په توګه وټاکه. په دې توګه یې پر افشاري حکومت خپل ضمني واک او نفوذ څرګند کړ. (ګلستانه، ۱۳۵۶: ۷۳) دغه موضوع د شاهرخ د مُهر په سجع کې هم په څرګنده توګه لیدل کېږي:
«یافت از الطاف احمد پادشاه شاهرخ بر تخت شاهی تکیه گاه» (گلستانه،1356 : 15-414)

خو د احمدشاه له بېرته ستنېدو څه موده وروسته، د مشهد خلکو د هغه ګومارل شوی استازی او نور افغان ځواکونه له ښاره وایستل. (حسیني جامي، ۱۳۸۴: ۲۱) په ۱۱۸۴ هـ.ق کال احمدشاه د درېیم ځل لپاره د خراسان د نیولو هوډ وکړ. د څو میاشتو له محاصرې وروسته مشهد ونیول شو. احمدشاه دا ځل یوازې د شاهرخ او د هغه د زوی، نصرالله میرزا، د اطاعت پر څرګندولو بسنه وکړه. نوموړی په داسې حال کې چې د جذام په ناروغۍ اخته و او په مشهد کې د خپل حضور د دوام په اړه چندان هیله‌من نه و، خراسان پرېښود. (حسیني جامي، ۱۳۸۴: ۶۶۳؛ ګلستانه، ۱۳۵۶: ۴۲۹) احمدشاه څه موده وروسته د همدې ناروغۍ له امله وفات شو.

په دې تاریخي بهیر کې یعنې د ۱۱۶۳ تر ۱۱۸۴ هـ.ق کلونو په موده کې، آستان قدس رضوي هم له ځانګړو شرایطو سره مخ و. که څه هم د علي‌شاه د واکمنۍ پر مهال، د خلکو او علماوو د ملاتړ او رضایت د ترلاسه کولو په موخه په دې مجموعه کې یو لړ اصلاحات ترسره شوي و، خو هغه بدلونونه چې د نادرشاه په دوره کې رامنځته شوي و، لا تر اوسه په بشپړه توګه خپل پخواني حالت ته نه و راګرځېدلي.

د آستان قدس د مالي عوایدو له منځه وړل، د موقوفاتو مصادره کول، د اداري تشکیلاتو راکمېدل، د ځینو منصبونو لغوه کېدل یا د هغوی د مقام او صلاحیت بدلېدل او دې ته ورته نور بدلونونه، د صفوي دورې په پرتله د دې ادارې وضعیت تر یوه بریده له ګډوډۍ سره مخ کړی و. خو له دې ټولو سره سره، د خلکو او حکومت په نظر کې د آستان قدس اهمیت او مقام لا هم خپل ارزښت له لاسه نه و ورکړی.

داسې ښکاري چې د آستان قدس همدې مهم مقام او ارزښت ته په پام، احمدشاه دراني پر مشهد تر واکمنېدو وروسته د دې ادارې د اداري تشکیلاتو په اړه یو شمېر فرمانونه صادر کړل. موخه دا وه چې له یوې خوا پر دې مجموعې خپل نظارت زیات کړي او له بلې خوا د خپل واک او نفوذ پراخوالی هم څرګند کړي. په همدې حال کې، افشاري حکومت هم که د شاهرخ له خوا و او که د هغه د زامنو له خوا په ځانګړي ډول د نصرالله میرزا له خوا، د آستان قدس په چارو کې پراخه لاسوهنه کوله. دغه لاسوهنه تر دې کچې رسېدلې وه چې آستان قدس یې د خپل حکومتي جوړښت په یوه مهم رکن بدل کړی و.

په لاندې برخه کې د احمدشاه دراني هغه درې پاتې فرمانونه، چې د آستان قدس له اداري تشکیلاتو پورې اړه لري د صادرېدو د کال له مخې په ترتیب معرفي کېږي. همدارنګه هڅه کېږي چې د اسنادو د متن د بیا لوستنې ترڅنګ، د دغو فرمانونو د یو بل سره د پرتله کولو له لارې د هر یوه مقام، اهمیت او تاریخي ارزښت وڅېړل شي.

د اسنادو اهمیت او محتوا

له احمدشاه دراني څخه د آستان قدس رضوي په اړه درې فرمانونه پاتې دي. په دغو فرمانونو کې لومړنی فرمان د ۱۱۶۸ هـ.ق کال پورې اړه لري، یعنې هماغه کال چې احمدشاه له شاهرخ سره تر سولې وروسته مشهد ته ننوت. نور دوه فرمانونه د ۱۱۷۰ او ۱۱۷۱ هـ.ق کلونو پورې اړه لري. د دغو فرمانونو شتون ښيي چې په دې کلونو کې لا هم افشاري حکومت او د هغه په تابعیت کې، آستان قدس رضوي د دراني شاه تر اطاعت او نفوذ لاندې و.

په دغو فرمانونو کې د پام وړ ټکی دا دی چې احمدشاه د آستان قدس رضوي په اداري ټاکنو او ګوښه‌کونو کې مداخله کوله، حال دا چې دا ډول چارې تر دې وړاندې تل د شاهرخ په مستقیم یا غیرمستقیم امر ترسره کېدې. د دغو اسنادو بل مهم اړخ د هغوی محتوا ده. دغه فرمانونه، چې د آستان قدس رضوي د ناظر او متولي د تأیید او پر خپلو منصبونو د هغوی د ابقا، او همدارنګه د نوي وکیل د ټاکلو په اړه دي، په حرم رضوي کې د دغو منصبونو اهمیت څرګندوي. سربېره پر دې، د فرمانونو د متن له منځپانګې څخه تر یوه بریده د دغو چارواکو د دندو او صلاحیتونو څرنګوالی هم معلومېدای شي.

لومړنی فرمان د ۱۱۶۸ هـ.ق کال د صفر میاشتې په ۲۴مه صادر شوی او د «فرمان همایون شد» په عبارت پیلېږي. دغه فرمان د «میرزا محمد رضي ناظر» د نظارت د منصب د تأیید په اړه دی. نوموړی تر دې وړاندې هم د آستان قدس ناظر و او احمدشاه دراني هغه پر خپل منصب ابقا کړ.

د نظارت منصب د آستان قدس رضوي د اداري تشکیلاتو له مهمو دندو څخه و. د دې منصب دنده دا وه چې د آستان قدس په ټولو چارو کې د کارونو پر ترسره کېدو څارنه وکړي، د چارو ساتنه او مراقبت پر غاړه ولري او د اداري فعالیتونو د سم جریان ډاډ ترلاسه کړي. دغه منصب د آستان قدس د اداري تشکیلاتو له پراخېدو سره سم رامنځته شوی و. (حسن‌آبادي: ۱۳۵) احمدشاه په دغه فرمان کې میرزا سید محمد رضی ته دنده سپاري چې له ټولو کارکوونکو سره په ښه چلند، تدبیر او اصولي چلند وکړي، څو د ټولو رضایت ترلاسه کړي. دغه فرمان په هغه وخت پورې اړه لري چې احمدشاه د لومړي ځل لپاره مشهد ته ننوت. د فرمان محتوا ښيي چې ابدالي شاه هڅه کوله پر افشاري حکومت او همدارنګه د آستان قدس پر اداري تشکیلاتو خپل واک او برلاسي څرګنده کړي.

د میرزا محمد رضي په اړه د «درباره سیادت و نجابت و شرافت‌پناه، سلالة‌السادات و النجباء العظام» په څېر د القابو کارول، او همدارنګه دا څرګندونه چې نوموړی مو «د فیض‌آثار سرکار د نظارت پر لوړ او اوچت مقام سرفراز کړ او د خپلو هم‌رتبه او هم‌سیالو ترمنځ مو ممتاز او د نورو د رشک وړ وګرځاوه»، د دې شخص د لوړ مقام او همدارنګه په هغه دوره کې د آستان قدس د نظارت د منصب د اهمیت څرګندونه کوي. دغه القاب او تعبیرونه دا هم ښيي چې میرزا محمد رضي او د نظارت منصب د احمدشاه دراني په نظر کې ځانګړی حیثیت او ارزښت درلود. څرنګه چې د دې سند اصلي نسخه اوس په لاس کې نشته، نو د همدې اصلي سند پر بنسټ د سندپېژندنې ځانګړتیاوو وړاندې کول ممکن نه دي.

دویم سند، چې د «حکم همایون شد» په عبارت پیلېږي او د تزئیناتو د درلودلو له امله له نورو دوو اسنادو څخه توپیر لري، د احمدشاه دراني هغه فرمان دی چې د آستان قدس رضوي د وکیل د ټاکلو په اړه صادر شوی دی. په آستان قدس رضوي کې د وکالت منصب له مهمو دندو څخه و. د دې منصب دنده له یوې خوا دا وه چې د آستان قدس د مالي او وقفي دعوو په برخه کې، له مستأجرانو او متصرفانو سره اړوندې قضیې وڅېړي او حل‌وفصل یې کړي او له بلې خوا یې د مالي چارو، عوایدو او لګښتونو څارنه پر غاړه درلوده. (حسن‌آبادي، ۱۳۸۷: ۱۶۹) د دغه سند له مخې داسې ښکاري چې په هغه وخت کې محمد صادق، چې د آستان قدس «سرکشیک» و، په هم‌مهاله توګه یې د وکالت دنده هم پر غاړه درلوده. خو د سند د متن له مخې، احمدشاه د دې منصب اهمیت ته په پام سره، د وکالت دنده له هغه څخه جلا کړه او یوه بل کس ته یې وسپارله.

د پام وړ ټکی دا دی چې هم په دغه وخت کې او هم د افشاري دورې تر مخه او وروسته، په آستان قدس کې د یوه شخص له خوا د دوو یا څو دندو پر غاړه اخیستل یوه معمول چاره وه. ان د صفوي دورې په یوه مورد کې د لومړي سرکشیک دنده‌لرونکي د آستان قدس د وکالت منصب هم پر غاړه درلود. داسې ښکاري چې د محمد صادق د دوو دندو درلودل یوازې یوه پلمه وه، څو احمدشاه وکولای شي د آستان قدس د چارو د لا زیات کنټرول لپاره یو باوري شخص په دغه منصب کې وټاکي. په یاد سند کې د وکیل دندې په څرګند ډول بیان شوې دي. البته داسې ښکاري چې احمدشاه د دې اداري تشکیلاتو د لا زیاتې څارنې په موخه د دغه شخص د صلاحیتونو لمن هم پراخه کړې وه، ځکه د سند په وروستۍ برخه کې هغه مکلفوي چې له څو میاشتو وروسته د دراني شاه اردو ته ورشي او احمدشاه د آستان قدس له ټولو چارو څخه خبر کړي.

همدارنګه احمدشاه متولي او هغو دوو صاحب‌منصبانو ته، چې په مشهد کې یې د خپلو استازو په توګه ګومارلي و، ټینګار کوي چې د وکیل له خبرتیا پرته هېڅ کار ترسره نه کړي. دا موضوع په هغه وخت کې د وکالت د منصب اهمیت او د آستان قدس د نورو منصبونو، ان د متولي د منصب، په پرتله د هغه لوړ ځایناستی څرګندوي. دغه سند د ۱۱۷۰ هـ.ق کال د رجب په میاشت کې صادر شوی دی. سند په تزئیناتو او طلايي نقش‌لرونکو حاشیو سینګار شوی، ابعاد یې ۲۷٫۵ × ۵۰ سانتي‌متره دي او پر کشمیري کاغذ لیکل شوی دی.

درېیم سند یو بل فرمان دی چې د «ملا محمد شرف خان» د آستان قدس رضوي د تولیت پر منصب د ابقا په اړه صادر شوی دی. متولي، چې د آستان قدس رضوي د اداري تشکیلاتو مشر ګڼل کېده، ګڼې دندې یې پر غاړه درلودې، لکه د بېلابېلو ادارو د کارکوونکو پر چارو بشپړه څارنه، د معاشونو ورکول، د مالي عوایدو او مصارفو تنظیم، د پاچاهانو له خوا د صادر شوو احکامو تصدیق، د کرنیزو چارو تنظیم او سمون، او نور. (حسن‌آبادي، ۱۳۸۴: ۸۰)

دغه فرمان، چې د ۱۱۷۱ هـ.ق کال د ربیع‌الاول نېټه پرې لیکل شوي، د «فرمان همایون شد» په عبارت پیلېږي. داسې ښکاري چې دا فرمان احمدشاه ته د متولي د استول شوي لیک په ځواب کې صادر شوی و. دراني شاه په دغه فرمان کې، پر خپل منصب د محمد شریف خان د ابقا ترڅنګ، هغه «په هر باب خاطر جمع» کوي، یعنې نوموړي ته ډاډ ورکوي چې د ټولو اړوندو چارو په اړه دې ډاډه او بې‌اندېښنې وي.

دا احتمال شته چې د آستان قدس د وکالت پر منصب د میرزا علي رضا د ټاکلو په اړه د احمدشاه د فرمان تر صادرېدو وروسته، محمد شریف خان د خپل مقام او اداري ځایناستي په اړه اندېښمن شوی وي. په ځانګړې توګه دا چې د نوي وکیل د صلاحیتونو ساحه پراخه شوې وه او متولي مکلف شوی و چې ټولې چارې له نوي وکیل سره په همغږۍ ترسره کړي. ښايي له همدې امله محمد شریف خان په دې اړه له احمدشاه سره لیکلي تماس نیولی وي.

په دغه سند کې د پام وړ ټکی دا دی چې که دا فرمان د نظارت پر منصب د میرزا محمد رضي د ابقا له فرمان سره پرتله شي او په دواړو اسنادو کې کارول شویو کلمو او لقبونو ته پام وشي، داسې ښکاري چې احمدشاه د مستوفي په اړه چندان مثبت نظر نه درلود او تر ډېره یې دغه فرمان د هغه د لیک د ځوابولو په موخه صادر کړی و. د یادونې وړ ده چې دغه فرمان پر بې‌تزئینه کشمیري کاغذ، د ۲۵ × ۲۷ سانتي‌مترو په ابعادو لیکل شوی دی.
د ناظر میرزا رضي د نظارت د تأیید په اړه د احمدشاه دراني د فرمان متن
بسم الله خیرُ الأسماء، لا إله إلا الله
د الله په نامه، چې تر ټولو غوره نومونه د هغه ده؛ له الله پرته بل معبود نشته.

لومړی فارسي متن دلته راوړم بیا پښتو ژباړه

بسم الله خیرالاسماء لا اله الا الله
بقاء لله – فرمان همایون شد آن که بنا بر اشفاق و الطاف بی پایان شاهنشاهی و عنایات و اعطاف بیکران حضرت/ ظل اللهی- درباره سیادت و نجابت و شرافت پناه، سلالة السادات و النجباء العظام، میرزا محمد رضی ناظر کار فیض آثار که در این وقت ذره ای از اشفاق و عنایات بلانهایات خاقانی شامل حال و کافل امانی و آمال مشارالیه شده/ از ابتدا چهار ماهة هذه السنة مبارکة ایت ئیل مشارالیه را کماکان به رتبه رفیع المرتبه نظارت سرکار فیض آثار/ سرافراز و ممتاز بین الامثال و الاقران و محسود همگنان فرمودیم که چنانچه باید و شاید و از مراتب کاردانی و اخلاص او سزد و آید به لوازم و مراسم امر مزبور و خصوصیات آن قیام و اقدام داشته، حسن خدمت/ و کاردانی و اخلاص خود را بیش از پیش منظور نظر آفتاب اثر اقدس نماید و در ملزومات و خصوصیات/ خدمت مزبوره به دستور سنوات قبل آنچه لازمه سعی و اهتمام و دقت و کاردانی بوده باشد به عمل آورد/ و با عموم عمله و خدمه سرکار فیض آثار به نوعی سلوک ورزد که همگی از حسن سلوک و کاردانی/ او راضی و شاکر بوده، در کمال اطمینان و خاطر جمعی نهایت امیدواری در آن آستانه مقدسه متبرکه/ به دعاگویی دولت روزافزون اقدس مشغول باشند و حق النظاره را هرساله به موجب طومار قرار/داد، بازیافت و صرف معیشت خود نموده در کمال راستی و درست اعتقادی به خدمت مقرره و دعاگویی / دولت روزافزون قاهره مشغول باشد.

حفاظ و عمله و خدمه در سرکار فیض آثار، حسب المقرر، مشارالیه را ناظر بالاستقلال و الانفراد سرکار فیض آثار دانسته از سخن و صلاح حسابی او که متعلق به خدمت مزبوره باشد تخلف و تجاوز ننمایند و اعزاز و احترام او را/ فراخور مرتبه او از لازم دانند. مستوفیان و لشکرنویسان عظام کرام صورت رقم مطاع را در دفاتر لازمه ثبت و ضبط حسب المقرر معمول و منظور داشته در عهده شناسند. فی 24 صفر سنه 1168.
بقاء لله، پایښت یوازې الله لره دی.

همایوني فرمان وشو چې د شاهنشاهي د بې‌پایه مهربانیو، لورینو او د حضرت ظل‌الله د بې‌حده عنایتونو او پېرزوینو له مخې، د سیادت، نجابت او شرافت د پناه، د سترو ساداتو او نجیبانو له سلالې، میرزا محمد رضي چې د فیض‌آثار سرکار ناظر دی، په اړه په دې وخت کې د خاقاني بې‌حده شفقتونو او عنایتونو یوه برخه د هغه په حال شامله شوه او د نوموړي د هیلو او ارمانونو د پوره کېدو ضامن وګرځېده.

له همدې امله، د دې مبارک «ایت ئیل» کال د لومړیو څلورو میاشتو له پیله، یاد میرزا محمد رضي مو لکه پخوا، د فیض‌آثار سرکار د نظارت پر لوړ او ارجمند منصب ونازوه، د خپلو هم‌رتبه او هم‌سیالو په منځ کې مو ممتاز او سرفراز، او د خپلو هم‌قطارانو د رشک یا حسد وړ وګرځاوه. نوموړی باید، لکه څنګه چې ښايي او د هغه د کارکردګۍ او اخلاص له مرتبې سره مناسب او وړ دي، د یاد منصب د ټولو لازمو چارو، مراسمو او ځانګړو مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره په جدي توګه اقدام وکړي. خپله ښه خدمتګاري، کارکردګي او اخلاص دې تر پخوا لا زیات د اقدس ذات د لمرپه‌څېر روښانه نظر ته څرګند او منظور کړي.

همدارنګه، د یادې دندې په ټولو لازمو او ځانګړو چارو کې دې د تېرو کلونو د هدایت له مخې هر هغه څه په عمل کې راولي چې هڅې، اهتمام، دقت او اصلاح ته اړتیا لري. له فیض‌آثار سرکار سره دې له ټولو کارکوونکو او خدمتګارانو سره داسې چلند وکړي چې ټول د هغه له ښه سلوک او کارکردګۍ څخه راضي او منندوی وي. څو هغوی په بشپړ ډاډ، خاطر جمعي او د زیاتې هیلې په حالت کې، په هغه سپېڅلي او متبرک آستان کې د اقدس دولت د ورځ تر بلې زیاتېدونکي اقتدار او سوکالۍ لپاره په دعا بوخت پاتې شي.

نوموړی دې هر کال، د مقرر شوي طومار له مخې، د حق‌النظاره ټاکلې اندازه ترلاسه کړي او د خپل معیشت لپاره دې یې ولګوي او په بشپړې رښتینولۍ او سم‌باورۍ سره دې خپله مقرره دنده ترسره کړي او د غالب او ورځ تر بلې پیاوړي کېدونکي دولت لپاره دې په دعا ویلو بوخت وي. د فیض‌آثار سرکار ساتونکي، کارکوونکي او خدمتګاران دې، د مقرر حکم له مخې، یاد شخص د فیض‌آثار سرکار خپلواک او یوازینی ناظر وپېژني. د هغه له هغو خبرو او حسابي مصلحتونو څخه چې د یادې دندې او چارو سره تړاو لري، دې سرغړونه او تجاوز نه کوي. همدارنګه دې د هغه عزت او درناوی د نوموړي د مقام او مرتبې سره سم لازم وګڼي.

ستر او درانه مستوفیان او لشکرنویسان دې د دغه واجب‌الاطاعه فرمان یوه کاپي په اړوندو دفترونو کې ثبت او ضبط کړي، د مقرر دستور له مخې دې پرې عمل وشي او د هغه اجرا دې پر خپله غاړه وپېژني.

د ۱۱۶۸ هـ.ق کال د صفر ۲۴مه.
نوټ: د لومړۍ برخې پای، په بله لیکنه کې به دویم فرمان معرفي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...