Homeخبرونهنوې څېړنه: د بورې ډېر استعمال ښايي سالنډي لا زیاته کړي

نوې څېړنه: د بورې ډېر استعمال ښايي سالنډي لا زیاته کړي

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) یوه نوې څېړنه ښيي چې د بورې او خوږو ډېر استعمال یوازې د قند/ شکر او لوړ فشار خطر نه زیاتوي، بلکې ښايي د سالنډۍ (Asthma) ناروغانو ته هم زیانمن وي.

د متخصصانو په وینا، د بورې زیات مصرف په بدن کې التهاب زیاتولی شي، چې له امله یې د سالنډۍ په ناروغانو کې د ساه اخیستلو ستونزې او د حساسیت د شدیدو حملو خطر لوړېږي.

په «نیوتریشنز» طبي ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، پر موږکانو په ترسره شوو ازموینو کې هغوی ته د عادي خوړو ترڅنګ خوږې شیدې هم ورکړل شوې. یوازې د دوو اوونیو په موده کې د هغوی په سږو کې التهاب د پام وړ زیات شو.

څېړونکي وايي، دا د خپل ډول لومړنۍ څېړنه ده چې ښيي د بورې زیات استعمال په لنډه موده کې په بدن کې التهاب زیاتولی او د سالنډۍ نښې سختولی شي.

متخصصان وايي، سالنډي یوه مزمنه ناروغي ده چې تر اوسه یې بشپړه درملنه نشته، خو د درملو او احتیاطي تدابیرو له لارې یې نښې کنټرول کېدای شي. په دې ناروغۍ کې د ساه اخیستلو لارې پړسېږي، چې له امله یې ټوخی، د سینې تنګوالی، ساه لنډېدل او د ورځنیو فعالیتونو په ترسره کولو کې ستونزې رامنځته کېږي.

څېړونکي ټینګار کوي چې د بورې د ډېر استعمال د زیانونو د مخنیوي لپاره باید په ورځني رژیم کې د خوږو اندازه محدوده شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې سالنډۍ یا نورې تنفسي ناروغۍ لري.

د متخصصانو په وینا، متوازن خواړه د عمومي روغتیا لپاره هم ډېر مهم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...