دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+برخلیک/ اجمل پسرلی

برخلیک/ اجمل پسرلی

پوره اونۍ شوه چې سر مې درد کوي. هم سهار پناډول ګولۍ خورم، هم ماښام. ډاکټران وایي چې سردردي ناروغي نه ده یو څه دې په سر دردوي. زه پوهیږم چې د پوښتنو دروند بار سرخوږی راته پيدا کړی:

زما اسناد به څرنګه شي؟

ماشومان به مې سویس ته راشي؟

خلک وایي چې نور مهاجر نه مني، وبه یې نه مني؟

که دوی راشي مور به مې یوازې پاته شي، له چا سره به وي؟

که دوی هلته پاته شي او زه دلته یم څه به کوم؟ څه به کوي؟…

دا او دې ته ورته پوښتنې چې اکثر یې زما د لاس و وس نه دي ما په عذابوي، کله بهر وځم پلی ګرځم چې پام مې په بله شي، کله تلویزیون ته ناست یم چې په ژبه یې نه پوهیږم، کله چې انټرنټ لرم په موبایل کې ویډیوګانې ګورم خو په کوم شي چې ستړی شم بس یې کړم، دغه وخت بیا تکرار پوښتنې لکه د اوړي د غوماشو سیل چې د چا په سر دوره وهي، وهي او یو نیم یې بیا چیچل کوي، زما په ذهن کې راڅرخي.

له کوټې راووتم. د ودانۍ شاته په اوسپنیزو زینو کې کښیناستم، دا ځای خلوت دی. په فیسبوک کې مې د کابل یوې پخوانۍ ویډیو ته ورپام شول، نه په سالنګ واټ کې د وروستیو کلونو څو نوې جوړې شوې ودانۍ شته، نه د حاجي عبدالرحمان لوی جومات، بس سپین زر هوټل دی، د ښاروالي ودانۍ ده او د پوهنې وزارت… په شهر نو کې هم له پارک سره نژدې دغه د اوسنیو څو هسکو ودانیو په ځای اسمان ښکاري، هغه اسمان چې د دې ودانیو تر دریدو وروسته به یې بیا کله څوک د پخوا په شاني ونه ګوري. په دې تور و سپین فلم کې فضا نه بشپړه ورځ ده ، نه بشپړه شپه. یوه نیمه ثانیه د یو ډول داسې هوسایي احساس راکوي لکه د مور په غیږ کې چې تر ټیکري لاندې پروت یم، اواز یې داسې رالګیږي لکه سهار وختي چې به تر اذانونو او لمانځه وروسته زما انا لمپه لګولې وه، قران شریف به یې تلاوت کاوه، شونډې به یې خوځيدې، غږ به یې و خو کلمات به یې سم نه سهي کیدل.

د کابل لنډه ویډیو مې بیا بیا ولیده. د سګریټو ډبي ته مې پام شو چې شپږ سګریټه مې څکولي دي، ما نیت کړی و چې ټوله ورځ به تر دریو ډیر سګریټ نه څکوم.

د ځنګله په لور روان شوم، هغه پوښتنې چې پوهیږم په فکر یې نه شم ځوابولی او نتیجه هم نه شم ترې اخیستلی، لکه دغه باران چې اوري راباندې اوري، شیبه په شیبه مې د سر درد زیاتیږي، جامې مې باران ته لمدې شوې دي، له پیکي مې پرمخ داسې اوبه بهیږي لکه په تایمني کې چې به په باراني ورځ زموږ د کور له ناوې څکه څکه، شرپه شړپه اوبه څڅیدې، موږ به په کوټه کې ناست وو، د باران ټکا به هغه وخت لکه پسته نغمه خوندوره وه او اوس لکه د یتیم کریغه.

 ګوتو ته مې پام شو چې یو سګریټ مې پکې نیولی او د باران اوبو ته لوند خیشت شوی، ګوتې مې وڅنډلې، بیرته د خپلې کوټې په خوا رهی شوم د کمپ مسوول یو لیک راوسپاره، په کوټه کې مې لیک په انټرنټ کې وژباړه سم باندې پوه نه شوم، د کابل زړه ویډیو مې بیا ولګوله، بیرته مې بنده کړه. خوا مې ګرځیده، نه پوهیږم چې ډیر سګریټ مې څکولي و، که څه خبره وه، کړکۍ ته ودریدم، باران پر مځکه ډومبکي جوړول. درې مهاجرو ماشومانو په منډه منډه چیغي ورته وهلې، ښایي خوشاله به وي، که به نه پوهیږي چې برخلیک ورسره څه کړې دي؟ ممکن له دوی سره یې ښه کړې وي؟!

باران پسې تیز شو، دومره تیز شو چې مخامخ ونې یې شاته تتې شوې او غږ یې دومره لوړ شو چې د ماشومانو شور هم نور زما تر غوږو نه رارسیده.

 پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب