دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان او د طالبانو حکومت د اقتصادي همکاریو څو موافقې لاسلیک کړې

ترکمنستان او د طالبانو حکومت د اقتصادي همکاریو څو موافقې لاسلیک کړې

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکمنستان چارواکو او طالبانو پرون (جمعه) په عشق اباد کې د اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو په موخه لاسلیک شوي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا موافقې ترکمنستان د چارواکو او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره شوي دي.

عشق اباد ته د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری کوي. د افغانستان بانک، د بهرنیو چارو، مالیې او ټولګټو وزارتونو استازي هم په پلاوي کې شامل دي.

د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان د بریښنا د انتقال پروژې پلی کول او د تورغونډۍ ریللارې لپاره د اړینو تاسیساتو جوړول په لاسلیک شویو موافقو کې شاملې دي.

د ترکمنستان رسنیو راپور ورکړی چې په ترکمنستان او افغانستان کې د ټاپی پروژې د مسوولو شرکتونو تر منځ یو تړون هم لاسلیک شوی دی. د موافقې جزئیات نه دي اعلان شوی.

ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو له حکومت سره پراخې اقتصادي اړیکې لري.

له دې مخکې، د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره له یوې انلاین یا مجازی ناستې وروسته، د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر وویل چې دغه هېواد غواړي “په نژدې راتلونکې کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.”

ملا عبدالغنی برادر او رشید مرادوف د پنجشنبې په ورځ “د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پلی کولو، په تورغونډۍ بندر کې د اورګاډي د سټیشن د پراختیا، او د ترانزیت او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب