دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه جرمني کې د چړې په یوه بل برید کې ۳ تنه...

په جرمني کې د چړې په یوه بل برید کې ۳ تنه سخت ټپیان شول

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) د جرمني په لوېدیځ کې چارواکي وایي، په زیګن ښار کې په یوه بس کې د یوې المانۍ ښځې له لوري د چړې په برید کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د جمعې په ماښام، د اګست په ۳۰، ځایي پولیسو وویل چې یوې ۳۲ کلنې میرمنې په یوه بس کې، چې په ښار کې د مېلې لور ته روان و، په بس کې پر ۴۰ تنو سپرو کسانو د چړې وارونه وکړل.

د پولیسو د راپور له مخې، ښځه نیول شوې او درې ټپیان، چې عمرونه یې د ۱۶ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي، مرګي حاله دي.

د جرمني پولیسو دا هم ویلي چې دوی د تروریستي برید هیڅ ثبوت نه دی موندلی.

د جرمني د “شپیګل” رسنۍ د راپور له مخې، دغه ښځه په رواني ناروغۍ اخته او په مخدرو موادو روږدې ده.

د پېښې د شاهدانو په وینا، برید کوونکې د برید په وخت کې خورا ګډوډه او نشه ښکاریده.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د جرمني د لوېدیځ په نوردراین ویست فالن ایالت کې په عامه ځایونو کې درېیم برید دی.

د سنبلې په دوهمه ۲ د زولینګن ښار په یوه کوڅه کې په یوه جشن کې تر ټولو په خونړي برید کې درې کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

له هغه درې ورځې وروسته، د جرمني صدراعظم اولاف شولز د برید ځای ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې د هغه حکومت به نور کډوال وباسي.

د جرمني حکومت د جمعې په ورځ د اګست په ۳۰مه په رسمي ډول اعلان وکړ چې ۲۸ افغان پناه غوښتونکي یې چې جرمي اسنادو او جنایي سوابق یې لرل، له هیواد څخه ایستلي دي.

دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې برلین یو شمېر کډوال له هېواده باسي.

2 COMMENTS

  1. د غرب والاوو یو چل دا دی چې د دوی خپل قتل وکړي، هغه روحي ناروغ شي او زموږه والا چې قتل وکړي هغه اسلامپال خرابوي. تاسې او خدای دا انتحاریان روحي ناروغان نه دي؟

  2. په دې ټولو مجرمینو کي که فارسي ژبي دي نو د ایران فارسیان یا زموږ هزاره وروڼو ته ورته یا مشابه ایراني خاوریان او بربریان دي، او که پښتانه مجرمین دي نو پاکستاني جټان( پښتانه ګلخانان او چوړي) دي.
    افغانان( پښتانه، تاجک، هزاره او نور قومونه) اروپا ته دَ يوې ګولې ډوډۍ، يوې سرپناه، یوه جوړه لباس او د خپلو ماشومانو د راتلونکي یا آینده د ښه کېدو لپاره له مجبوریته پناه وړي او پدې ډول جرمونو کي نه راس لري او نه ورسره علاقه لري.
    که سمه او دقیقه څیړنه او تحقیق وکړی نو ثابته به شي چي دا ټول مجرمین او جنایتکاران پاکستانیان او ایرانیان دي چي دَ افغانانو په نوم يي پناه اخیستي ده.
    مننه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب