Homeخبرونهم.م. له طالبانو اونورو ښکېلو خواوو سره تعامل ته دوام ورکوي

م.م. له طالبانو اونورو ښکېلو خواوو سره تعامل ته دوام ورکوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا سازمان به د طالبانو په ګډون په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو سره تعامل ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو او برابرۍ د تامین لپاره کار کوي.

تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د طالبانو د امربالمعروف پر نوي قانون نیوکه کړې وه او ویلی یې وو چې دا له نړیوالې ټولنې سره د کابل د اړیکو امکانات زیانمنوي.

د یوناما له دریځ وروسته، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: “د دوامداره منفي پروپاګند له امله، وزارت به له یوناما سره هیڅ ډول همکاری ونه کړي او دا دفتر د اپوزیسیون یوه ډله ګڼي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...