دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+کوم عوامل د عمر پر اوږدوالي اغېز لري؟

کوم عوامل د عمر پر اوږدوالي اغېز لري؟

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) په داسې نړۍ کې چې د اوږده عمر د راز د روښانه کولو هڅې لا هم روانې دي، د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکي انسان، مېرمن ماریا برانیاس موررا مړینه، چې په ۱۱۷ کلنۍ کې مړه شوه، یوځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې څه شی له خلکو سره په اوږد عمر کې مرسته کوي؟

که څه هم میرمن برانیاس باور درلود چې د نظم، ارامښت او له کورنۍ او ملګرو سره د مثبتو اړیکو د لرلو په شان عواملو د هغې په اوږد ژوند کې کلیدي رول لوبولی دی، خو ساینسپوهان وایي چې ممکن دې پوښتنې ته ځوابونه تر دې خورا پېچلي او سخت وي.

د بریتانیا د برایټن پوهنتون د جیرونټولوجۍ (ژر زړښت) پروفیسر ریچارډ فاراګر، چې د بیولوژیکي زړښت پر پروسې څېړنه کوي، وویل: «د خلکو له نظرونو سره سره، موږ په ساده ډول د اوږد عمر لپاره کومه نسخه وړاندیز کولی نه شو. په حقیقت کې، بخت او جینیټکي ځانګړتیاوې هغه اغېزمن عوامل دي چې له پامه غورځول کیدی نه شي.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل: “یوازې په دې دلیل چې یو څوک سګرېټ څکوي او اوږد عمر لري، دا نه شي ویل کیدی چې سګرېټ څکول یو سالم عادت دی.”

د فاراګر په وینا، دوې اصلي تیورۍ شته چې له سلو کلونو د زیات عمر دلایل ښيي: لومړۍ تیوري په دې باور ده چې ځینې خلک بس هسي نېکمرغه دي، خدای نېکمرغه پیدا کړي دي، په داسې حال کې چې دوهمه تیوري ځینې جنیټیکي ځانګړتیاو ته اشاره کوي چې خلک د اوږد ژوند لپاره چمتو کوي.

د جیرونټولوجۍ پروفیسور فاراګر وایي: «ډیری زاړه خلک ډیر فزیکي فعالیت نه لري او د دوی خواړه ممکن صحي نه وي. دا له پراخو اپیډیمولوژیکي شواهدو سره په ټکر کې ده چې ښيي منظم تمرین او صحی خواړه کولی شي د عمر له اوږدوالي سره مرسته کوي.»

د مثال په توګه، څیړنو ښودلې چې سګرټ نه څکول، سپورت کول، بې اعتداله الکول نه څښل، او په ورځ کې پنځه وخته میوې او سبزیجات خوړل کولی شي عمر ۱۴ کاله اوږد کړي.

د لندن کالج په پوهنتون کې د جنیټیک پوه پروفیسر ډیویډ جیمز هم په اوږد عمر کې د بخت اهمیت ته اشاره کوي، وایی چې که څه هم جنسیت د اوږد عمر یو مهم فاکتور دی، او میرمنې عموماً د نارینه وو پرتله سوکه زړېږي، بخت او طبیعی بدلونونه د عمر په کچه کې خورا مهم رول لوبوي.

ده زیاته کړه:«د ټیوب چینجیو په اړه، چې یوازې څو اوونۍ عمر لري، زموږ مطالعې وښوده چې د ورته جنیټیکو شرایطو او د ساتنې په ورته شرایطو کې، ځینې چینجی ۱۰ ورځې او ځینې یې شاوخوا ۳۰ ورځې ژوند کوي.»

د اوږد عمر د نړیوال مرکز رییس ډیویډ سینکلیر، د عمر د اوږدولو لپاره د روغتیايي او طبي پرمختګ پر اهمیت ټینګار کوي، او وایي: «شاوخوا ۱۰۰ کاله دمخه، موږ د عمر په اوږدولو کې لوی پرمختګ لیدلی، چې تر ډېره دا کار د واکسینونو او پاکو اوبو له امله ممکن شوی دی.»

ده زیاته کړه: «هغه څه چې موږ په تیرو ۲۰ کلونو کې درلودل او په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به یې وګورو په ډېر عمر باندې ورته تمرکز دی، په دې کې د انفلواینزا او شینګلونو، سټیټینونو او نورو درملو لپاره د واکسینونو ښه کول شامل دي چې د زړو خلکو په منځ کې د عمر له اوږدولو سره مرسته کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب