پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه...

په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) د جاپاني پولیسو د راپور له مخې، په دغه هیواد کې د روان (۲۰۲۴) کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۴۰ زره کسان په خپلو کورونو کې په داسې حال کې چې یوازې وو، مړه شوي دي.

د جاپان د پولیسو په وینا، د دې کسانو له منځه د شاوخوا ۴ زره تنو جسدونه له مړینې څه باندې یوه میاشت وروسته موندل شوي دي.

د ۱۳۰ کسانو جسدونه هم د دوی له مړینې یو کال وروسته موندل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، جاپان اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زوړ نفوس لري. له یوې خوا ډېرې ښځې د ماشومانو زېږولو ته لېوالتیا نه لري او له بلې خوا د روغتیايي اسانتیاوو له کبله د خلکو د عمرونو اوسط لوړ شوی دی.

د جاپان پولیس هیله لري چې دا راپور به د هغو خلکو لور ته پام واړوي چې په یوازیتوب کې مړه کېږي.

د جاپاني پولیسو پر اساس، د دې کال په لومړۍ نیمایي کې، ټولټال ۳۷،۲۲۷ تنه، چې یوازې یې ژوند کاوه په خپلو کورونو کې مړه موندل شوي، چې له ۷۰ سلنې څخه ډیر یې تر ۶۵ کالو څخه د ډېر عمر خاوندان وو.

په داسې حال کې چې اټکل کیږي د دې جسدونو ۴۰ سلنه د دوی له مړینې یوه ورځ وروسته په خپلو کورونو کې موندل شوي، پولیس وايي چې د نژدې ۳۹۳۹ تنو جسدونه له مړینې یوه میاشت وروسته وموندل شول او د ۱۳۰ تنه نورو په اړه لږترلږه یو کال هیڅوک نه پوهیدل چې دوی مړه شوي دي.

د دې کال په پیل کې، د جاپان د ملي نفوس او ټولنیز امنیت څیړنیز انستیتیوت اعلان وکړ چې د زړو خلکو شمیر (له ۶۵ کالو څخه ډیر عمر لرونکي) به تر ۲۰۵۰ پورې ۱۰.۸ میلیون ته ورسیږي.

دغه انستیتیوت دا هم اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په جاپان کې د هغو کورنیو شمېر، چې د غړیو شمېر یې یوازې یو تن وي، ۲۳.۳ میلیونو ته ورسیږي.

د دې کال په اپریل کې، د جاپان حکومت د اوږدې مودې یوازیتوب له ستونزې سره د مبارزې لپاره یوه لایحه معرفي کړه.

جاپان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې له زړښت او کمیدونکي نفوس سره مقابله وکړي، مګر د دې بدلونونو اداره کول ورته خورا ستونزمن شوي دي.

د ګڼو اروپايي هیوادونو نفوس هم مخ په کمېدو دی. په ۲۰۲۲ م کال کې په لومړي ځل د چین نفوس کم شو، یعني د هغو کسانو په نسبت چې مري، د زوکړو شمېر یې کم و. په جنوبي کوریا کې هم له ډېرو کلونو راهیسي نفوس مخ په کمېدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب