لیکوال : حبیب الله بختیال –
وايي، چې د خبریالانو او جاسوسانو تر منځ یوازې دومره توپیر دی لکه د تازه او وچ پیاز؛ ځکه تازه پیاز دنګې شنې پاڼې له ځمکې پورته لري، خو بیخونه یې سپین وي او وچ پیاز، چې د ځمکې لاندې ډیر پاتې شوی وي هماغه پنډ پنډ پټونه او پوستکي لري، چې له رازونو ډک وي.
دا چې خبره له سیاست څخه بزګرۍ او کروندې ته رانه ولاړه نه شي؛ نو لنډه به یې داسې درته ووایم، چې امنیتي جاسوسان یوازې د پټو او کشفي رپوټونو د تر لاسه کولو لپاره زما او ستا له خولې په چل ول خبرې وباسي او ځان ناڅرګند ښيي؛ خو ژورنالیستان بیا داسې دي لکه نیک ، با شخصیته او د ټولنې د دردونو څرګندوونکي خبرلوڅان، چې په ښورا ځیرکتیا سره د پوښتنو په لړ کې د هر چا له خولې څخه خبرې راباسي ، خو دا چل د هر چا بیا نه وي زده.
یوه ورځ مې لیدل، چې یو ژورنالیست د نظر اخیستلو لپاره د کوم چا خولې ته مایک نیولی ؤ او مقابل لوری، چې په خپلو خبرو کې ښه تود شوی ؤ او پرلپسې یې په داسې حال کې خبرې اوږدولې، چې له ډیره قهره یې له خولې لاړې بهیدلې، خو دا خبرې یې دومره اوږدې شوې، چې نه ژورنالیست دې ته پام کولو، چې په بلې پوښتنې سره یې ورپرې کړي او نه د نظر خاوند د ژورنالیست په ولاړه پټو سترګو ته پام ؤ، تر دې، چې هغه د خبرو په اوږدو کې د لنډې وقفې لپاره له جیبه نصوار راویستل او یوه خوله نصوار یې هم واچول او هماغسې له نصوارو څخه په ډکه خوله یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
موږ څو تنو ژورنالیستانو، چې دا حال په خپلو سترګو لیدو، نو کامره مینانو ته مو وویل، چې دا ټوله صحنه ثبت کړي، چې له لږ ځنډ وروسته خوب وړي خبریال سترګې پرانیستې او په تعجب چې یې کله د نظر خاوند د خبرو دوام، خپل ویده حالت او موږ ته وکتل؛ نو خپل کامره مین او د نظر خاوند یې پر ځای پریښودل ، زموږ د کامرو شا ته راغلو او هر ژورنالیست یې له زنې ونیوه، چې دا پیښه په خپلو ټلویزیونونو کې خپره نه کړو.
موږ ډیر وځوراوه، چې په دې صحنو باندې به طنزیه خپرونې رنګینې کوو، خو کله چې د هغه ننواتې ، سوال او زارۍ له حده زیاتې شوې، نو بیا مو زړه پرې وسوزید او ډاډ مو ورکړو،چې په دې شرط به یې نه خپروو؛ څو په ناغه یا شرم کې ښه میلمستیا راته وکړي تر څو په راتلونکي کې دی او نور ژورنالیستان د خپلې دندې پر مهال داسې بې غوره او بې حاله پاتې نه شي.
له یادې پیښې کلونه تیر شول، خو یوه ورځ چې مې په ټلویزیون کې څو چینلونه په پرلپسې ډول واړول، نو که ګورم، چې یوه شناخته څیره په کې په داسې حال کې راڅرګنده شوه، چې توره دریشي یې له سرې نیکټايۍ سره په ځان کړې ده او داسې غږیږي لکه کوم سندربول مرغه، چې د زړه له کومې په ښایسته بڼ کې سندرې بولي، چې د هر اوریدوونکي پام ځانته وراړوي.
هو! دا هماغه ژورنالیست ؤ، چې کلونه پخوا د یو نصواري کارپوه څخه د نظر اخیستلو پر مهال خوب وړی ؤ، خو اوس داسې ښکاریدو، لکه ټول څه یې، چې له صفر څخه یوسلو اتیا درجو ته اوښتي وي. هغه له مقدمې وروسته د ګردي میز میلمانه لیدوونکو ته په ژوندۍ خپرونه کې ور وپیژندل، چې یو یې هماغه د چارو نصواري کارپوه ؤ، چې په دې وخت کې زما زړه په درزیدو شو، ځکه دا اندیښنه راسره وه، چې که چیرې نصواري کارپوه د کلونو پخوا پیښه په یاد ولري او خدای مه کړه د بحث په اوږدو کې د ژورنالیست پوښتنې جدي او تندې شي او د یاد کس پر احساساتو ښې ونه لګیږي، نو په دې ژوندي بحث کې به د نظر ورکولو پر ځای تر ټولو لومړۍ د ژورنالیست د کلونو وړاندې د ویده کیدو حال ټولو ته ووايي، خو لکه څنګه چې زما زړه ګواهي ورکوله هماغسې وشول.
هغه داسې، چې د بحث په منځ کې، چې نصواري کارپوه ښه خوله نصوار هم اچولي وو او چې کله ژورنالیست ترینه پرلپسې په جدي ډول څو پوښتنې وکړې او د چارو یاد کارپوه یې د خبرو دوام ته پرینښود، نو نصواري تر ټولو لومړۍ په خوله کې اوبه شوي نصوار د ګردي میز شا ته تو کړل، بیا یې په ډير قهر ژورنالیست ته مخ راواړاوه او ورته یې وویل :
- دا ته ژورنالیست یې او که پوځي څارانوال، چې خبرو ته مې نه پریږدې او د شړومبو مچ په شان مې د خبرو په منځ کې راغورځې؟!.
د کارپوه له دې غوسې سره د ګردي میز نور ګډونوال له څوکیو راښکته شول او هغه یې په دې خاطر را کابو کړو، څو خدای مه کړه له ژورنالیست سره لاس او ګریوان نه شي، چې په همدې وخت کې ژورنالیست له چالاکۍ کار واخیست د خپل ځان سپیناوی یې لیدوونکو ته په دې ډول وکړو :
- دا چې ښاغلی … زما پوښتنې په څه مفهوم تعبیروي هغه دده نظر دی، خو دا چې دده په خبرو کې زما پوښتنې پر ځای وې او باید دا پوښتنې د موضوع د وضاحت لپاره د نظر له خاونده شوې وای نو ځکه مې غوره وبلله چې د هغه پام د هغه د خبرو پر مهال دې پوښتنو ته راواړوم. ګرانو لیدوونکو ددې بحث پاتې برخه به له یوې لنډې دمې وروسته درته وړاندې کړو راسره اوسئ!.
ددې ژورنالیست ځیرکو خبرو ته هک پک پاتې شوم، خو له ځانه سره مې دا وویل، چې شکر، چې احساساتي نصواري کارپوه د غوسې پر مهال د کلونو وړاندې هغه پیښه له یاده وتلې وه، چې همدې ژورنالیست ته یې نظر ورکاوه او دی ورته ویده شوی ؤ. څو شیبې وروسته مې یو ملګري ذنګ راته وواهه او د یاد ژورنالیست د ژوندۍ خپرونې یې راته وویل، ما هم ورته وویل، چې ومې لیده او ورته ومې ویل، چې دا ټول د هماغې میلمستیا برکت ؤ چې پر خبریال مو د ناغې په توګه منلې وه او اوس د هماغې ناغې له برکته د قیچۍ په څیر تیره ژبه لري.
په یاده ورځ ټول هر څه تیر شول، خو اوس چې هم کله زموږ یاد ملګري ژورنالیست ته کله څوک ذنګ ووهي نو نوم نه ورته اخلي او ټول ژورنالیستان یې پوځي څارانوال بولي.