چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهقانعد نړۍ مدنیت او اجاره لوچکان/ عصمت قانع

د نړۍ مدنیت او اجاره لوچکان/ عصمت قانع

د پاکستان اسلامي جمهوریت؟!! نن د جنوبي اسیا د کرایي کړکېچ اجُرتي قاتل دی. د پاکستان اسلامي جمهوریت؟!! نن د څلورو قومونو د فیډرېشن په نامه هغه زندان دی، چې ۱۸۰ میلونه وګړي په کې بندیان دي.

د پاکستان اسلامي جمهوریت؟!! نن د اسلام د مقدس دین د بدنامۍ د ډرامې هغه سټېج دی، چې د اسلام مدني هویت، اخلاقي عظمت او بشري کرامت په کې په کومیډي توګه له ریشخند او پسخند سره مخامخ دی.

پر دغه سټېج نندارې ته وړاندې شوې ډرامه د فحاشیو، بدرنګیو، قتلونو او تاړاکونو بېلابېلې صحنې نندارې ته وړاندې کوي.

کله د کشمیر په نامه د کشمیریانو قتلونه د پاکستان د بقا په کومیډي ناټکونو باندې بدلېږي او کله په افغانستان کې د اسلام په وړاندې د خطر ډمامه د انساني قتلونو او وژنو په تراژیدي نندارو سره تمثیل ته وړاندې کېږي.

پاکستان د جنوبي او مرکزي اسیا د وسایلو، امکاناتو او پانګو د لوټ لپاره د نړۍ د استعماري پلانونو د طرحې لابراتورا دی.

پاکستان د خلکو په اراده نه، بلکې د یوه استخباراتي پروپوزل له مخې د انګلستان د یوه مشهور جساسوس تر زعامت لاندې جوړ شو.

محمد علي جناح د پاکستان مؤسس ګڼل کېږي او د پاکستان د وجود علت د مسلمانانو د مستقل دولت د رامنځته کولو لپاره د هند د نیمې وچې د مسلمانانو اوږده مبارزه ګڼل کېږي، خو اصلاً د پاکستان رامنځته کېدل د هند د نیمې وچې او افغانانو د اوږده جهاد د انحراف لپاره د انګریزانو استعماري پلان وو چې بالاخره د هند په نیمه وچه کې یې اسلام ووېشلو او د سیمې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو استقلال او ازادۍ ته یې د ګواښ او خطر خندق وکېندلو.

د پاکستان مؤسس په ټول ژوند کې د اسلام کلمه ونه ویله، لمونځ یې ونه کړ او دده سوانح لیکوونکي په زغرده او په ډاګه وایي، چې پارسي جناح کله هم په ژوند کې اسلامي مناسک اداء نه کړل.

نن پاکستان د یوې استخباراتي پروژې په توګه د هر هغه سیمه ییز عمل او ملي تحریک پرضد د جګړې او مورچې جغرافیه ده چې غواړي په سیمه ییز سطحه د نوي استعمار نوې توطيې خنثی کړي.

کله چې غرب د پاکستان له لارې د روسي حماقتونو پرضد د پاکستان وجود د نا اعلان شوې جګړې په مورچل تبدیل کړ، نو دغه هېواد ته یې زروي ټکنالوژۍ حتی اټومي تاسیسات ور پرېښول.

څنګه عقل دا منلای شي چې وړوکی اسرائیل کولای شي د عربو د اټومي ټکنالوژۍ هڅې په نطفه کې شنډې کړي، خو د هند په نیمه وچه کې د ډهلي ستر اقتصاد، ستر پوځ، ستر ظرفیت د پاکستان اټومي پروګرام ته بند نه شي جوړولای؟

استخباراتي لوڅ شوي اطلاعات ښیي چې د پاکستان اټومي پروګرام د غرب تر دقیق نظارت لاندې جوړ شوی او همدا اوس هم د غرب تر کنترول او ادارې لاندی دی، ځکه د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لومړنیو وجودي شېبو څخه تر اوسه پورې د غرب او انګلستان لخوا تغذیه کېږي، پالل کېږي او فنډ اخلي.

که نن امریکا او انګلستان د خیر پر غونډۍ کښېني، سباته د پاکستان وجود د عدم په شیله او کنده کې د تاریخ هېره افسانه ده.

پاکستان چې د سیمې بدمعاش دی، دغه بدمعاشي یې سپانسر شوې ده، که په افغانستان کې ترورېزم او بنسټپالنه ده، که په هند کې بېلتون پالنه ده او که په سیمه کې د عربي نړۍ پرضد دسیسې دي، د مرکزیت جرړې یې په پاکستان کې دي.

د افغانستان نوی زعیم د یوې اوږدې نیابتي جګړې د دوام په ترڅ کې نن په اسلام آباد کې دی. داسې ګڼل کېږي، چې د غلجي ټبر تعلیم یافته ۶۵ کلن افغان مشر به له پاکستان څخه په افغانستان کې د سولې د اعادې لپاره د افغانانو غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړي، خو په کامل یقین سره ویلای شو، چې پاکستان او د هغه مواسسات بهرني اجیر تحرکات په خپله خاوره کې نه شي کنترولولای او نه خو د ډیورنډ د کرښې د عملي وجود په ترڅ کې د سولې او استقرار له هغو هڅو سره مرسته کولای شي، چې د افغانانو هیله ده.

افغان مشر باید وپوهېږي چې پر افغاني قبضه شویو سیمو پردي حاکمیت ته سر ټیټول د افغان وطن اراده د خپل طبیعي وجود د رانغاړلو لپاره نه شي پیکه کولای.

ترڅو چې په سیمه کې پاکستان د یوه اجیر لوچک ملک په توګه د کرکټر لوبولو له حیثیت څخه ونه لوېږي او ترڅو چې د پاکستان مصنوعي وجود پر خپلو طبیعي اجزاوو باندې تقسیم نه شي د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د استقرار او ثبات پرګنه ییزې هیلې او ارمانونه به هېڅکله هم د فطري منطق ژبه پیدا نه کړي او موږ به هېڅکله هم د سیمې د میلیوني پرګنو له دیموکراتیک زعامت او قیادت سره د خلکو د سرنوشت پرسر د سعادت او نیکمرغۍ معامله ونشو درلودلای.

جګړه باید د پاکستان سر وخوري، نه دا چې د پاکستان سر د جګړو په بیه محفوظ شي.

7 COMMENTS

  1. قانع صاب خبری خودې ټولې ښې کړی خوزه نه پوهیږم چې ولسمشردې ولي دغلجودټبر سړی معرفی کړیدی فکرکوم دلته دی زیاتی کړیدی ځکه له یوه لوری خوټول پښتانه په کړکیچ کې دي خوکه زه اوته دیوه لیکوال پتوګه هڅه وکړو چې نوره یی هم سره بیل کړونودنوروبه څه ګیله وکړو هیله ده دی ټکي ته دي په نورو لیکنوکې پام وي .

  2. یره قانع صاب داسی معلومیژی چه د غلجی هم اوبه ووتلی او ده به هم د ځان سره ویلی وی چه یره کرزیه افرین دا خو داسی اسانه کار ندی چه مایی فکر کولو.

  3. قا نع صا حب سلام
    ددې عصر قافله ډيره ګړندى ده . خودلته انګريزانو له کاروان سره سم د بن معاهده رامنځ ته کړه او همدغه انګريزانو بيا پاکستان نه د لوبې لپاره يو کوربه جوړ کړ بيا همدې کوربه په ډول ډول پښو وويشولو يو پښتون ټبر ېې په دې نوم او هغه نوم په کې را خپلوان کړل لکه څنګه چې تا دغه سيا ست او د لوبې مخ په خپله ليکنه کې ښه څېړلى خو پوښتنه داده سره ددې چې ته ډير ښه اليکوال ېې او ستاټولې ليکنې ډير افغاني رنګ لري نو بيا دې د انګريزانو په خوله ولې غلجي له پښتون قوم جلا کوې او اسلامي اخوت خو لا پرځاى پريږده چې ستا د ليکنې له تګلاري نه اخوادى ؟

  4. قا نع صا حب ! نور به زیار با سو چې په کور کې کورګي جوړ نه کړو ددراني او غلجي خبرې نورې زړې شوې دي ، په سلو مصیبتونو اخته یو بس ده

  5. د اتنخاباتو له پیل څخه بیا د زلمی رسول تر ناکامی او له هغه وروسته تر ننه متاسفانه د قانع صاحب لیکنو کی نور هغه خوند نشته او د ده له لیکنو ښکاری چی دی ډیر په قهر ده چی ولی قدرت له درانیو غلجیو ته انتقال شوی. دی اشرف غنی ته د غلجی خطاب کوی اما هیڅګله یی د کرزی ناکامیو په وخت کی ده ته د درانی نوم ونه کاراوه. نو له قانع ضاحب څخه غواړم چی نور داسی نیش داره لیکنی ونکړی

  6. د الفت صاحب په دې شعر به اکتفا وکړم:
    زه یې په لیدلو او ویلو بدنامېږمه
    نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دی.

    شعر مي د یاده لیکلی دی که اشتباه پکښې وي بخښنه غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب