جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

حقیقت تل فاتح وی

هرڅه به بیا تکرار شي

د څو ګوګو، کوترو ږغ به د بام،

د دیوالونو حافظو کې شین شي،

او په تشیال کې به، دترنم ډکه نڅا وکړي

اسمان به بیا د یوه سپین اعتکاف،

سپینې کیږ دۍ څخه راووزي

کنګل دښت به لاسونه ورکړي

او د للمې ګلونو، تنکۍ ریښو ته به،

کاسي د و ړانګو د اوبو توی کړي

رنګریز به راوړي، د سپیڅلو کائیناتو،

د رنګونوپه رنګ، ډکه ټوکرۍ

پروین ملال

د ښار د نجونو پر سرونو به ،

د تورو شپو زړونه ترک وچاودي

د ښار دنجونو پر پوړونو به، سره زرغونه،

بنفشیې ګلونه پلونه کښیږدي

سهار به بیا د ټول ښارونو دیوالونه،

د مکتب د زنګ، په شرنګهار راویښ شي

نجلۍ به واچوي وشا ته بسته

او قدمونه به یې،

د مکتب لارکې نرمه، نرمه موسیقي وکري

هرڅه به بیا تکرارشي

څوک وباران ته دا ویلای شي؟

چې مه اوریږه

لمر ته ویلای شي چې مه را خیژه؟

څوک وزرونه د وږمو چیري تړلای شي؟

ورځې په شپو کې حذف کولای شي؟

زه به د وړانګو په بګۍ کې

د وږمو په وزرونو راشم

زه به تکرار شم، زه به بیا،

لکه سپیدې لکه سهار تکرار شم

زما د عشق او ښځینه لیونتوب،

ورکه سندره به، بربنډه د اوبو په شانې،

د تورو تیږو ځیګر څیري،

د سیند شورته به لاسونه ورګړي

بنګړي به زما د لاس،

پر مناره باندې راتیرشي،

په مړوند کې به مې د څو مهینو اوازونو تلاوت،

نازک شورونه وکړي

زه به د ستورو شپو ته غوږ کښېږدمه

زه به په سترګو کې، د ښکلو ورځو،

ښکلې لټون وکرم

کړکۍ به پرانیزمه لمر به غیږته وبولمه

چې زما د غاړی سپین الماس وچیښې

د رخسارونو په آئینو کې مې

ښکلونه شنه کړي

زما پربندو شونډو،

د زمزمو نرم باران وکړي

د روح څو څاڅکي به مې شور پر سمندر ولیکې

روح به مې وړانګې، وړانګې،

د لمر وپښوته توی کړي

روح به مې وږم او نګهت،

د بوډۍ ټال راوړي

روح به مې موسک شي د بڼ غیږته به ،

جمال راوړي

زما سندره به تکرار شي بیرته

سپوږمۍ به ولټوي بام پر بام

د یو میین یوې میینې د ګناه یادونه

رڼا او رنګ به د تیارې ریښې اره، اره کړي

ذره، ذره رڼا به ټوله کړمه

باران، باران وړانګې به وچیښمه

په کجاوه کې به د ستورو د بڼوڼو او ګلونو څخه

د جادوګرو څو سندرو سر او تال،

د څنورو اتڼوڼه راوړم

هرڅه به بیا تکرار شي

ښار کې به بیا هغه سهار لکه یو مست آس،

قدمونه کښېږدي

په بیړه، بیړه به یو څو نجونې،

 د پوهنتون په دروازه ننوزي

یو څو هلکان به په تالار کې، د وطن میینې ته،

د هیبت ډکه ترانه تمرین کړی

یو څو میرمنې به،

په پوهنځیوکې لکچر د عاطفې او محبت ورکړی

زه به تکرار شم بیرته

زه به بیا، بیا لکه سپیدې لکه سهار، تکرار شم

زه به بار، بار تکرار شم

حقیقت تل فاتح وی،

حقیقت تل فاتح وی.

۲۰۲۳ / ۱ / ۲۴

یو رنګین بیرغ

ته راږغ کړه !

زه هم هلته یم ولاړه

چې اوریځي د اسمان په سیند کې،
لامبي

چې ریښې د ګل په تمه

تورو خاورو کې ښخیږې

د بریښنا لاس کې الماس وی

د باران د څاڅکو روح کې

پر سیندونو سخي کیږې

چې بازار کې بل څه نه وي

هر دکان کې د بنګړیو شور،

خرڅیږې

د رڼا په زیږنتون کې

 د هیواد د ټولو نجونو او،

هلکانو نوم رڼا وي

د تیارو  پلار عقیم کیږي

ته راږغ کړه! زه هم هلته یم ولاړه

د وطن مې د عسکر جامې ،

په تن وی

چې وطن مې ټول په یو ږغ،

د سیندونو د هیبت او شور په ژبه،

ترانې اوسرود وایې

چې و طن مې یو ځل بیا،

په خپلواکۍ وي، میین شوی

چې و طن معمار ، معمار وی

جوړوي د بري څلې، یادګارونه

چې وطن مې د خندا پرواټ،

تیریرېږې

ته را ږغ کړه! زه هم هلته یم ولاړه

چې لمر خپلي وروستۍ ساه وي

د شفق د غیږې اخلي

بیا یې سپاري د یو ښکلي اوښاغلي

ماښام ساه ته

د هغه دواړو لاسونو کې

ډیوې وي

ټولي ویشي د اسمان د پولا دي رنګ،

په څو ستورو

د سپوږمۍ غیږه کې سر ږدي

یو رنګین بیرغ وي ستوری، ستوری

کیږي

یوه ښکلې ورځ دلمره سره درومي

د وطن د هسکو، هسکو غرونو،

شاته بیده کیږي

ته راږغ کړه

زه هم هلته یم ولاړه

۲۰۲۳ / ۱ / ۱۸

غزل

ژوند تږي، تږي دی غوړپ سا نشته

 بازار کې زهر دی دوانشته

د سیند په شو رکې تنهایې ږغیږې

د ساحل شونډو کې خندا نشته

د شنه اسمان هینداره ګرد نیولي

د لمر زرین مخ کې ځلا نشته

د وږمو واړه وزرونه سوی

پر لاره پلونه د سبا نشته

د زخم ویني مې چيښمه ځمه

د سرابونو انتها نشته

۲۰۲۳ /۱ / ۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب