Homeخبرونهنورستان کې د ۲ نویو ولسواليو تشکيلات جوړيږي

نورستان کې د ۲ نویو ولسواليو تشکيلات جوړيږي

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ د طالبانو کورنیو چارو وزارت لوړپوړي پلاوي نورستان ته د سفر پر مهال په دې ولايت کې د دوو نویو ولسواليو د تشکیل خبر ورکړی.

د نورستان لپاره د طالبانو ولايتي ادارې ويلي،‌غ پلاوي مشري د دوی د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري کوله او د دې وزارت د اداري او تامیناتي چارو مرستیال مولوي نورجلال جلالي ،ملکي او نظامي مسؤلین پکی شامل وو.

 سرچینه زیاتوي، چې پلاوي د کانتیوا او وانټ وایګل په نومونو د نويو ولسواليو د تشکیل په اړه هم ځايي خلکو سره خبرې کړي دي.

طالبانو په وروستيو کې ځينو نورو ولايتونو ته هم نوې ولسوالۍ تشکيل کړي دي.

 

 

1 COMMENT

  1. وانت وایګل برحاله ولسوالی ده چه د ډیر وخت راهیسی په دغه نوم شتون لری، حتی د دغه تیر جمهوریت څخه یی مخکی هم شتون درلود. او د کانتیوا نفوس او مساحت د ولسوالی د تشکیل څخه څو ځله وړوکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...