تاند(پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) د افغانستان د واکمنې ادارې جګپوړي ویاند ذبیحالله مجاهد نن وویل، د پاکستان هوايي بریدونو په کونړ او هلمند ولایتونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
مجاهد ویلي، پاکستاني جنګي الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې استوګنې سیمې په نښه کړې دي.
هغه دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا کار «د ټولو منل شویو اصولو خلاف تېری او جنایت» دی.
له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د «غضب للحق» عملیاتو په دوام کې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ د پټنځایونو او اډو پر ضد شوي دي.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې پاکستاني پوځ د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د دغو ډلو دوه مرکزونه او د هغوی د غړو پټنځایونه په نښه کړي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویه برخه له منځه وړل شوې ده. اسلاماباد ویلي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره یې د امکان تر حده احتیاطي اقدامات کړي دي.
پاکستان داسې مهال تل ادعا کوي چې پر افغانستان هوايي بریدونه یې په دقیقه او هدفي توګه د وسلهوالو پر ضد ترسره کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له تلې څخه د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، یوازې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګروملتو په حساب ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری قربانیان د دغه مرکز ناروغان وو.