Homeخبرونهافغانستان د بنګله دېش او زیمبابوې لپاره لوبډلې اعلان کړې

افغانستان د بنګله دېش او زیمبابوې لپاره لوبډلې اعلان کړې

تاند (پنحشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش او زیمبابوې پر وړاندې د راتلونکو ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره د افغان لوبډلو نوملړونه اعلان کړل.

افغانستان به د اکټوبر په ۹مه د بنګله‌دېش پر وړاندې په ابوظبۍ کې یوه ټېسټ لوبه وکړي. له دې وروسته به د افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې ترمنځ درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې په ابوظبۍ او شارجه کې ترسره شي.

افغان لوبډله به له دې وروسته د زیمبابوې پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې وکړي او ورپسې به د نوومبر له ۵مې تر ۱۷مې پورې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ټېسټلوبو لړۍ هم ترسره شي. دا ټولې لوبې به په شارجه کې ترسره شي.

رحمت شاه زرمتی د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی او دا به د نوموړي لومړۍ ټېسټلوبه وي چې د لوبډلمشر په توګه یې ترسره کوي. شاهدالله کمال، یمین احمدزی، ضیاالرحمن اکبر او خلیل ګوربز هم بېرته ټېسټ لوبډلې ته بلل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، راشد خان او ابراهیم ځدراڼ د طبي ارزونو له مخې لا هم ټېسټلوبو ته بشپړ چمتو نه دي. له بلې خوا محمد اکرم او عبدالله تره‌خېل د زیمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره په نوملړ کې شامل شوي دي.

د کرکټ بورډ اجرایي رییس نصیب خان ویلي، ټېسټ کرکټ د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره راتلونکې لوبې به ځوانو لوبغاړو ته د نړیوال کرکټ د تجربې د ترلاسه کولو مهم فرصتونه برابر کړي. نوموړي زیاته کړې چې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته د افغانستان د چمتووالي برخه هم ده.

د سیالیو مهالوېش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...