جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکابل کې د فقر له امله د ښځو د جاغور ناروغي زياته...

کابل کې د فقر له امله د ښځو د جاغور ناروغي زياته شوې

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ د کابل په جمهوریت روغتون کې یو شمېر روغتیاپالان په مېرمنو کې د جاغور پیدا کېدو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په وين، په ورځني ډول له ۹۰ زیاتې ناروغانې ورته ته راځي، چې تر شلو یې د جاغور په ناروغۍ اخته وي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزيون په یوه راپور کې د ډاکټرانو له قوله ویلي، د دې ناروغي لامل د ایودین لرونکې مالګې کمښت یادوي او وایي، چې د ناروغانو د بدن د ودې په مخنیوي کې زیاته اغیزه لري.

سرچینه زیاتوي:«جاغور ناروغي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې رامنځته کیږي، چې لامل یې ایودین لرونکې مالګې او خوراکي توکو ته نه لاسرسی ښودل شوی دی.»

د ملګرو ملتونو بیلا بیلو ادارو ویلي، چې په افغانستان کې ډېر شوي فقر تر هر چا ښځې، نجونې او ماشومان ډېر ځپلي، ځکه د طالبانو د بندیزونو له امله ښځينه نه د کار او زده کړو ډېر فرصتونه لري او نه له نړيوالو بشري مرستو څخه په سمه توګه برخمنيږي.

2 COMMENTS

  1. ددی ډول تراژدیکو پیښو ننداره د سختی خواشینی وړ ده.
    ټول متمدن بشریت ددی فاجعو خصوصاً لوږی او ناروغیو د رامنځته کیدو مسئول ګڼل کیږی البته د متمدن! بشر ونه او ځنګل خپله هم د یهودو د ۲۴ ګونی پرتُکولونو د نِهال محصول دی ( په حقیقت کی ټولی بشری ناوړی پیښی حتی ځینی طبیعی پیښی ) د همدی پرُتکلولونو د اجراء نتیجه ده.

  2. دانو خوشې د غولو خوراک دی ، ولې نارینه د جاغور د غټېدو په مرض ندي ککړ ؟؟ دوم د جاغور مریضي د یود دعناصر کموالی دی نه لوږه ! دوآړه خواوې یې دخرې زامن دي یوه یې مذهبي لیونیان دي او دانور یې د پاړسو ارګ غواړي پښټو یې نه خوښيږي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب