شنبه, اپریل 20, 2024
Home+نړیوال پر څه اخته دي او موږ څه کوو؟

نړیوال پر څه اخته دي او موږ څه کوو؟

اصف بهاند

د تنظیمواکۍ او طالبواکې په موده کې څنگه د خلکو ژوند نور هم مخ پر ځوړ راون شو؟

مهاجرتونه ډېر شول، د خلکو د ژوند سهولتونه یا له منځه یوړل شول او یا محدود کړای شوی،

داسې حالات رامنځته ته شول چې خلک یوې تنگې فکري کړۍ کې راایسار کړای شول او پایله دا شوه چې اوس یوازې یوې مړۍ ډوډۍ ته داسې حیران دي چې د بدن غړي او اولادونه هم لیلام ته وړاندې کېـږي؛

خو د نړۍ په نورو څنډو کې د تکنالوژۍ په دایره کې داسې پرمختگونه رامنځته شوي دي چې د یوه نري ویښته په اندازه چیـپـونه تولید شوي دي او اوس پر دې سیالي راونه ده چې څوک یې باید ډېر او ښه تولید او خرڅلاو ته وړاندې کړي، څو وکولای شي د نړۍ د اقتصاد مشري په لاس کې ولري.

موږ له لوږې او یخنۍ سره خپـړې لگوو، خو زموږ په گاونډ کې سترې اقتصادي جگړه ته چمتوالی روان دی او سیالي په دې روانه ده، کوم هېواد چې ښه او ډېر چـیـپـونه تولیدوي، هغوی به د نړۍ د اقتصاد واک او جلب په لاس کې لري.

نور د تکنالوژۍ پر وزرونو سپاره او مخ پروړاندې روان دي، خو زموږ په هېواد کې ټوله انرژي په دې مصرفېـږي چې د نارینوو ږیرې باید اوږدې وي، نجونې او ښځې باید له ښوونځي او پوهنځي پاتې او د غیرت په نامه د کور په زندان کې د ټول عمر لپاره بندیانې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب