د (چا و چا ویل) په کتاب کې نولس لنډې کیسې دي. په دې هرې کیسې کې یا ټول کرکټرونه ښځینه دي یا یې یو اصلي کرکتر نجلۍ یا میرمن ده. ګومان کوم دا د پښتو داستان لومړی کتاب دی چې ښځینه کرکټرې یې له هرې کیسې سر راپورته کړی دی.
د ښځو د ژوند موضوع ته د دې داستاني مجموعې لیکوالې ډاکټرې شریفې شریف د کتاب په سریزه کې اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې دې ته همدا مساله مهمه ده:
«د دې ټولګې کیسې ځینې د ټولنیز ریالیسم ، ځینې د اګزستنشالزم او یو څو یې د نهیلۍ د فلسفې د لید لور سره لیکل شویدي. خو فمنستي یا ښځپال لورلید په ټولو کیسو کې پییل شوې فلسفه ده. »
د چا وچا ویل ټولګې په کیسو کې ما یو راز کشف کړ چې له کوچینوالې تر اوسه د معما په څیر راسره و.
چې ماشوم وم له هلکانو او نجونو سره به مې لوبې کولې. اکثر هلکان ستغ و ، نیغې خبرې به یې کولې او په لوبو کې به یې درغلۍ کولې. دې چارې به نجونې بیلې کړې، په خپلو کې به سره پنډې شوې، ورو ورو به غږیدې. ماته د دوی دا خبرې له رازونو ډکې معلومیدې نو زه به ورغلم چې څه سره وایي، دوی به غلې شوې ما به تینګار وکړ چې څه مو سره ویل، دوی به خندل حال به یې نه وایه.
له کوره بهر د نجونو په دغه راز وروسته هم سم پوه نه شوم ځکه چې کلتور بیا زموږ ترمنځ حجاب شو.
که څه هم کیسه د خیال او واقعیت ګډوله ده خو ګومان کوم ورک کرکټرونه په کیسو کې ښه موندلی شو. په دې باور مې د نړۍ د ډیرو مشهورو کیسه لیکوالو په کیسو کې ښځینه کرکټرونو ته توجه کړې ده.
د ژیړ دیوالي کاغذ په نوم د شارلټ پرکینز ګیلمن (۱۸۶۰-۱۹۳۵م) کیسه « ځینو د فمینیزم (ښځپالنې) پیل بللی دی. دا (کیسه) په ودني او کورني ژوند کې د ښځو حالت انځوري. داسې حالت چې خبره یې نه اوریدل کیږي، لارښوونې ورته کیږي، پوهول کیږي او پر خپل فکر او نظر بې باوره کیږي. د بریتانیا د واریک پوهنتون د تاریخ پوهنځي استاده هیلرې مارلینډ پر دغې کیسې وایي:« ژیړ دیوالي کاغذ د نولسمې پیړۍ امریکا کې د ښځو له روغتیا، میندولي، عصبي مشکلاتو، درملنې او دغه راز د فمینیزم او د ښځو-سړو تر منځ د اړیکو په باب لوستونکي پوهوي»*
که ژیړ دیوالي کاغذ د فمینیزم په برخه کې له لومړیو مهمو لنډو کیسو وشمیرل شي تر ګیلمن راوروسته د نوبل د جایزې ګټونکې ویرجینا ولف په خپله فمینستي نظریې مشهوره ده. د (ًRoom of your Own) کتاب یې د ناقدانو په وینا د فمینستي نظریې مهم اثر دی. د دې کتاب دا جمله د ښځو د حقونو په تړاو په نړۍ کې ډیره مشهوره شوې ده چې وایي:« که یوه ښځه کیسه لیکي باید پیسې او خپله خونه ولري». ویرجینا ولف په خپلو لنډو کیسو کې هم ښځینه کرکټرونو ته زیاته توجه کړې ده. د کره کتونکو په نظر د ویرجینیا ولف په ناولونو کې فمینیستي نظر غالب دی چې د شلمې پيړۍ په شپږمه لسیزه کې یې د ښځو د غورځنګ له پرمختګ سره د پام وړ مرسته وکړه.
تر دې راوروسته خورا مشهوره لیکواله چې د ښځو کرکټرونو ته یې ډير دقیق پام کړی دی، معاصره لیکواله الیس مونرو ده چې دې هم د نوبل جایزه ګټلې ده. د دې په کیسو کې ښځینه کرکټرې ډيرې ژورې ترسیم شوې دي، د لنډو کیسو کرکټرونه دا دومره درپيژني لکه د ناول له کرکټره چې څوک خبریږي، خو نه مې د اغلې مونرو په کیسو کې هاغه د ماشوموالې رازداره افغانه موندلې ده، نه مې د ویرجینیا ولف په کیسو کې او نه مې د ( ژیړ دیوالي کاغذ) په کیسه کې د افغانې نجلۍ او ښځې درد احساس کړی دی، ځکه دا بیل کسان دي، په بیله جغرافیه کې ژوند کوي او بیل کلتور لري.
د چا و چا ویل په ټولګه کې چې مومند خپرندویه ټولنې خپره کړې ده اکثر کرکټرونه همداسې احساسوم لکه هاغه له ما ورکې نجونې خو په دې توپیر چې هغوی له ما خپلې خبرې پټولې او د دې داستاني ټولګې د کتاب کرکټرونه خپل رازونه راسره شریکوي. په دې کیسو کې هم لوستې راسره غیږي هم نالوستې زړه راته تشوي.
لوستونکي د کرکټرونو د زړه تل ته هغه وخت ورکوزیدای شي چې کیسه سمه لیکل شوې وي داسې چې هم اصول پکې رعایت شوې وي او هم صادقانه لیکل شوې وي. د اصولو برخې ته به وړاندې ورشم خو صدق څه شی دی؟
صادق لیکوال نه څه پټوي، نه تظاهر کوي او نه ځان تر لوستونکي بر ګڼي.
دا درې صفته په عادي ژوند کې د شریف انسان صفات دي. شریفه شریف د خپل تخلص په څیر په داستان لیکلو کې صادقه ده. د صداقت په مټ کیسه لیکوال دا توان پيدا کوي چې د کیسې کرکټرونه یې له لوستونکي سره خواله وکړي.
صادقانه لیکنه له موضوع ښکاري. ځیني لیکوال هغه څه نه لیکي چې ټولنه یې ممکن رد کړي، هغه خبره نه کوي چې په سنتي ټولنه کې یې ځیني بد ګڼي. دوی داسې څه لیکي چې د ټولو په مزاج برابره وي. که ښځینه لیکواله صادقه نه وي کله به هم د نجونو او ښځو د هغو رازونو نکل راته ونه کړي چې د نارینه و مخې ته یې په شفاهي ډول نه شي ویلی.
صداقت دا نه دی چې لیکوال په کیسه کې رښتوني معلومات خپاره کړي یا د خپرو کړیو معلوماتو لپاره وار له مخه تحقیق وکړي چې هرڅه هو بهو راواخلي. صداقت دا دی چې لیکوال خپل احساس هغسې له موږ سره شریک کړي چې ده په خپلو حواسو درک کړی دی او د لیکلو په وخت یې نه دې ته فکر کړی دی چې څوک به بیا څه وایي، نه یې دې ته سوچ کړی دی چې د خلکو عامه ذهنیت به جلبوي، او نه هم د ځان د مطرح کولو غم اخیستی.
په لیکوالي کې د صداقت کمال دا دی چې لیکوال ورسره ځانګړی شي له نورو بیل شي، دی شي او خپل حواس یې شي.
ښایي هر داستان لیکونکی دا خبره و کړي چې ده په خپله لیکنه کې صداقت رعایت کړی دی، خو د نقد ترازو ته چې کله کیسه ورلویږي بیا یې صداقت معلومیږي. په کیسه کې صداقت په وینا کې نه وي په ښکاره کولو کې وي او په صادقانه لیکل شوې کیسه کې احساسات تر پیښې نه درنیږي.
اغلې شریفه د روایت کوونکې په صفت د عکس په کیسه کې له یوه نارینه سره چې امین نومیږي تر خبرو وروسته د معشوقې په وینا لیکي:
«فکرونه مو سره بیل وو، خو یو د بل په خبره يوهیدلو. همالته په هماغه ماښامي د خلکو په منځ کې چې د قهوه خانې له مخې تیریدل او زموږ د قهوه او چایو پیالې څو څو واره ډکې او تشې شو ې، ما د امنیت احساس وکړ. لکه ستومانه لاروی چې لاره يې څو څو وار غلطه کړې وي او د ستړې ورځې او سرګردانیو وروسته خپل کور ته ورسییږي. دروازه وتړي، پښې وغو ځوي او د چایو عطر یې نفس تازه کړي. ما همالته مینه حس کړه چې د زړه او ماغزو په دیوالونو کې مې تارونه تا او سرکړل. لکه د نوې ماڼۍ خښتې چې د ځمکې په ژوره کې ایښودل کیږی»
دلته رومانتیکه صحنه له ستومانه لارورکې لاروۍ سره تشبیه شوې ده چې مزل ته رسیدلې، پښې یې غځولې او چای یې ورته ایښی. دغه د ژوند په تجربه ولاړ تصویر مو د عشق تل ته کوزي خو دا عشق زموږ د ګڼو کیسه لیکوالو د عشقي کیسو په څیر نه معشوقه لیلا ګڼي چې ټول صفات پکې را غونډ کړي او نه له عاشقه مجنون جوړوي. د عکس په کیسه کې وړاندې د کرکټرې په وینا راغلي:
«راباندی ګران و. ورباندی مینه وم. اول ځل چې مې ولید، د معمول نه لږ بد رنګه راته ښکاره شو. قد یې ټیټ، رنګ یې تور بخن، د سر ويښته یې دومره کم چې د تندي لوړ لږ پوست یې ښکاریده. نه ښایسته و نه بدرنګ. ښایې ما غوندې.»
د کرکټرې له لورې دا وروستی ورته والی چې معشوق د دې په څیر نه ښایسته دی نه بدرنګ په هاغه زاړه نکل کرښه راباسی چې وایي، یو وخت پاچا امر وکړ چې ښځې به په بازارونو کې تر دې وروسته سینګار کړې نه ګرځي. تر دې امر وروسته د سینګار کړیو شمیر زیات شو. وزیر پاچا ته وویل چې په زوره باید امر تطبیق کړو، بل سلاکار مشوره ورکړه که خلک غصه شول او یولاس شول پاچایي به خرابه شي نو واکمن د ښار ستر حکیم راوغوښت له هغه سره یې سلا وکړه. حکیم ورته وویل له امر سره دې یوه ضمیمه زیاته کړه چې یوازې ښایسته ښځې له سینګاره منع دي بدرنګې دې سینګار کوي. د دې ضمیمې له زیاتیدو سره په څو ورځو کې سینګار ورک شو ځکه چې هیچا ځانته بدرنګ نه وایه.
صادقانه لیکنه اسانه نه ده، سختي یې په دې کې ده چې په دې به ځان پوهوو چې څومره خبرې به کوو، دا ډول لیکنې د حقیقت او جذابیت ترمنځ توازن ساتي.
معاصره نایجریایي لیکواله لووي اجې وایي:
«په داسې یوې نړۍ کې چې له ښځو غواړي چې وپسڼیږي، ما د چیغو لاره غوره کړې»
دغه فریاد د چا او چا وویل د ټولګې د (پل) په کیسه کې یو ډول راغلی، د مني لمر په کیسه کې بل ډول، د عکس په کیسه کې یې په عکس العمل کې وینو، د جارو په کیسه کې یې د کرکټرې په مغزو کې غږ اورو، د تابوت په کیسه کې یې د ارمان په شکل احساسوو، د دروازه په کیسه کې یې په لیونتوب کې وینو، د انتظار په کیسه کې یې د یو شمیر ساتونکو په بې ادبۍ کې ګورو، د باد په کیسه کې یې د ویلون له نغمو سره احساسو، د بخت بي بي په کیسه کې یې د کرکټرې په نه ستایلو کې درک کوو، د ریموټ په کیسه کې یې نستالجیا راباندې ویني، د سفر په کیسه کې یې له وطنه د خورو ورو شویو افغان کرکټرونو په ژوند کې وینو، د شلیدلې کرښه په کیسه کې یې د کرکټرې په هاغه مجبوریت کې وینو چې خپل میړه ته بله ښځه کوي، د کوتره په کیسه کې یې په ارمان کې وینو، د وعدې په کیسه کې له میرمنې سره په خیانت کې راښکارې، د لوبې په کیسه کې یې د ژوند په لوبه کې احساسوو، د وزرونه په کیسه کې یې په سیمبولیک ډول درک کوو، د یرغل په کیسه کې یې په بیلتون کې وینو. په دې ډول دغه فریاد د چا وچا ویل د کتاب په ټولو کیسو کې محسوس دی خو د چیغه په نوم کیسه کې دا فریاد دومره لوی شي چې له لویوالي پسې ورک شي. په دې کیسه کې پیښې کرکټره تر داسې سخت فشار لاندې راولي چې پسې غلې شي. دا له هچا سره خبرې نه کوي ټول ګومان کوي چې دا ګونګۍ شوې ده خو دا له ځان سره بڼیږي:
«چوپتیا ځانته خوند لري. د غږونو شورماشورلکه دوړي په هوا کې سرګردانه له ځان چاپیره څرخي او بیا ورکیږي.
چوپتیا لکه جګ دیوال، لکه کلا ستا او نورو ترمنځ دریږي او د نورو د ژبې د هجوم نه دې خوندي ساتي. لکه غر داسي چې د پاسه یې خیژې او لاندې ټول درته واړه ښکاري. د چا غږ درته نه رسیږي. که څوک هرڅه درته واي خپله یې بیرته اوري. ته ترې بیغمه یې. ما له چوپتیا نه ځانته کلا جوړه کړې. بس زه یم، زړه مې او سترګې مې. د زړه په سترګوګورم او د سترګو په ژبه غږیږم. د خپلې کلا د حرم دننه او د خپل ځان د محرمې سره.»
د (چیغې) د کیسې کرکټره ښاپیرۍ بل ځای له ځان سره داسې غږیږي:
«زړه راته زما دخپل ژوند او فکرونو خبرې کوي. دوي د نورو خلکو خبرې او کیسې کوي.»
اغلې شریفه له هغو افغان لیکوالو څخه ده چې د داستان له اصولو سره ډیره اشنا ده، ښایي همدا علت به وي چې د چا وچا وویل د کتاب په مقدمه کې خپلو کیسو ته په ذره بین کې ګوري او لیکي:
«هغه کیسې چې تاسې په دې ټولګې کې لولئ ، ځینې یې دومره زموږ د ټولنیزو او کلتوري ستونزو سره نغښتي دي چې کله له ادبي داستاني معیارونو نه وتلي دي. لکه په پيښو او دکرکتر په ژوند کې تصادفات، د پیښو ډراماتیکه تسلسل، په کیسه کې د اتل او شیطان کرکترونه څنګ په څنګ راوستل، د ډیرو یاد شویو او تکراري پیښو بیان چې کلیشه شویدی خو زما یې د ویلو تنده لا نده ماته او داسې نورې تیروتنې»
زما په نظر د چا وچا ویل کتاب په لنډو کیسو کې داسې تصادف نه دی راغلی چې د داستان د نتیجې سبب شي. د پيښو تسلسل پکې طبیعي ښکاري. ښه او بد کرکټرونه یې داسې نه دي لکه د نکلونو کرکټرونه چې یو پکې دیو دی بله ښاپیرۍ. د ډاکټرې شریفې له دې خبرې سره هم زه موافق نه یم چې دا لیکي چې دا پيښې ډیرې بیان شوې دي، البته کومې پیښې چې دوی په دې داستانونو کې رااخیستې دي هغه زموږ په ټولنه کې بیا بیا په مختلفونو ډولونو عملا تکرار شوې او تکراریږي خو زموږ اکثر کیسه لیکوالو مخ ترې ګرځولی او تر ډیره یې د ښځو ستونزې په هغو داستانونو کې رانغښتې دي چې یوازې په خیال ولاړې دي یا په حواسو سمې نه دې درک شوې.
د شریفه جانې دا خبره چې« داسې نورې تیروتنې هم په دې کیسو کې شته» هغه اخلاصمن اقرار دی چې له ډيره صداقته په ځان عریضه کوي.
د نقد له اصولو سره سم د چا و چا ویل د کتاب کیسې په پښتو کیسو کې له هغو کیسو څخه دي چې عالي پیل لري. د ( عالي) صفت هغه وخت د نقد په چوکاټ کې ځاییږي چې توضیح شي، نو د وضاحت لپاره به د لنډې کیسې د ښه پيل په اړه لومړی د کره کتونکو لارښوونې راواخلم بیا به دا لارښوونې د اغلې شریفې په کیسو کې وګورو چې څرنګه راغلې دي:
۱-کیسه په داسې څه پيل کړئ چې د هیلې خلاف وي
۲-کیسه په داسې تصویر پيل کړئ چې د کیسې پر ټولې پیښې څه ورزیات کړي او له اصلي موضوع پردۍ نه وي.
۳-کیسه په عمل پيل کړئ
۴-د کیسې په پيل کې یوه ضمني تلوسه لوستونکي ته پیدا کړئ. د ضمني تلوسې توپير له تلوسې سره دا دی چې په تلوسه کې د پیښې په اړه پوښتنه کوو چې څه به وشي په ضمني یوې کې دا پوښتنې ممکن لوستونکی و کړي:
دا څرنګه ځای دی؟
دا کرکټر ولې دلته دی؟
دی چیرته ځي؟
۵-له لوستونکي په پيل کې قصدا څه مه پټوئ. که په پيل کې څه په طبیعي ډول نه وي روښانه شوي او وروسته معلوم شي هغه هنر دی
۶-د کیسې پیل به نه اوږدوو
۷-په پيل کې به یو ډول استفهامي حالت ځاییو
۸-د کیسې له زمان او مکانه خبریدل
۹-د مکان په تضاد د کیسې پيلول
۱۰-د عمل په تضاد پيلول
۱۱-له جدي حالته کیسه پيلول
۱۲-ټکر رامنځته کول
اوس به د ډاکټرې شریفې شریف د چا و چا وویل د کتاب د کیسو پیل ته مخه کړو. د (پل) په نوم کیسه داسې پيلیږي:
«هره ورځ پر همدې یوې لارې ځم راځم. نن به لاره بدله کړم.»
دا پيل د هیلې خلاف دی. دا پيل پر ټولې کیسې څه ورزیاتوي، یو عمل دی یعني دریدلی تصویر نه دی، په دې پیل کې د ضمني تلوسې هاغه درې پوښتنې ځای شوې دي:
دا څرنګه ځای دی؟
دا کرکټره ولې دلته ده؟
دا چیرته ځي؟
له لوستونکي په دې پيل کې څه نه دې پټ شوي، دا پيل اوږد نه دی، استفاهمي حالت پکې ځای شوی، له زمانه د کیسې په دوهمه جمله کې بیا خبریږو چې رڼا ورځ ده، جدیت یې په دې کې دی چې د کیسې کرکټرې (رڼا) نن ولې لاره بدله کړې.
د کیسې د پیل په دوو جملو کې هم ماضی دی، هم حال او هم سوالیه پکې شته چې لوستونکي ته پوښتنې پيدا کیږي:
ولې هره ورځ په یوې لارې تله؟
ولې نن لاره بدلوي؟
په ښه پيل کې یوه پوښتنه کمال دی چې ځای شي دلته پوښتنې غبرګې دي.
د (مني لمر) په نوم کیسه بیا په یوې سوالیې او ورپسې یوې عالي تشبیه پيلیږي، په داسې تشبیه چې هم پکې مینه ده، هم درناوی، هم لامسه حس پکې شته چې زموږ په کیسو کې ډير لږ کار ترې اخیستل کیږي:
«نن لمر څنګه ښه لګیږي؟ د مور د تودو او پستو لاسونو غوندې چې بې له غوښتنې او مننې نه دې ونازوي او په رګونو کې دې ګرمه مینه وبهووي».
د (عکس) په نوم د کیسې په پيل کې بیا لیکواله شامه حس ځاییوي چې له دې حسه هم زموږ په کیسو کې ډيره استفاده نه کیږي:
«نن سهار يې ګلان دګلدان سره راته لیږلي..ښایسته دي، زما د خوښې رنګونه لری. پوست عطر لری خو په ګلدان کې ایسار دي. زه يې نه احساسوم. زما یاسمن او ګلاب دي . خو نه راته ګور ي، نه مسکیږي. لکه یو نابللی میلمه چې د راتلو سره یې بې وخته راتګ ته پام شي او د وتلو لار څاري »
په دې پيل کې هغه ګلان چې د کیسې د کر کټرې خوښ دي، نه دې ته ګوري، نه ورته خاندې. دا کرکټره له دې ګلانو سره ایښی کارت څیري کوي او بیا وایي چې ګلانو څه ګناه کړې ده چې دا هم د ښځینه ژور ترحم انځور دی.
د اغلې شریفې د اکثر کیسو په پيل کې حرکت شته. دا کیسې په ولاړو تصویرونو نه پیلیږي. د (دروازه) په نوم کیسه داسې شروع شوې:
«ډیوه په منډه کور ته ننوته. دومره بیړه یې درلوده چې د چپلکو ایستلو ته و نه دریده. هسې یې له پښو وغورځولې. یوه يې لرې په انګړ کې وغورځېده، بله یې په پښه کې پاتې شوه ».
د (انتظار) کیسه هم همداسې تیز حرکت لري، خو په دې توپير چې دا کیسه په مکالمې شروع شوې ده:
«- هې! ودرېږه ! چېرته روانه يې پخپل سر! د اد ې کور خو دې نه دی؟
-ولې دومره چېغې وهې ؟ په ارامه نه شې غږیدی ؟ »
دا پيل بیا په خپله له سوالیو ډک دی.
د کیسو پیل باید پوښتنې ولري که هغه د سوالیې په شکل وي که نه وي، خو دا پوښتنې باید سطحي نه وي داسې وي چې د لوستونکي یې ځواب ته تلوسه پیدا شي لکه دلته چې ورته ګورو او دا پوښتنې زموږ سترګو ته دریږي چې ولې یوه بلې ته پیغور ورکوي او پرې چیغه کوي.
د (چیرې اوسیږې زه چیرې درشم) په نوم کیسه هم په سوالونو شروع شوې ده:
«سندره روانه ده. نور توري مې نه په زړه کېږ ي ، خو همدا اورم: زه چېرې درشم؟
هر وارې چې زه دا سندره اورم، یو شی مې زړه کې بونګېږي: چېرې درشم؟
چېرې ورشم؟ چاته؟ چېرته ؟ نه پوهېږم.»
د کیسو پيل سوالونه غواړي خو په پيل کې ښکاره سوالیې په سختۍ په کیسه کې ځاییدای شي، ځکه چې مختلف سوالونه ذهن په بیلابیلو لارو بیایي اما اغلې شریفه چې د کیسې د پیلولو استاده ده پوهیږي چې څرنګه پوښتنې په پیل کې راواخلي.
د ریموټ په نوم کیسه یې هم د کتاب د نورو اکثرو کیسو په څیر په متحرکو تصویرونو پیل شوې ده:
«د ټیلفون زنګ کړنګېږي. حکیم په څوکۍ کې ارام ناست دی، له زنګ سره خوځېږي . ریموټ وراخلي . تلویزیون ته ګوري بیا تیلفون ته».
د کیسو پيل د کیسو له پای سره داسې غوټه شوی وي لکه دواړه چې د تلې دوې پلې وي اما د پای تله یې خامخا یوه خاشۍ درنه وي او کله بیا پای ډیر دروند شي خو داسې دروند وي چې لوستونکي ته د کیسو د پيښو له مخې د منلو وي. د شریفې شریف د دې کتاب د ځینو کیسې پای همداسې دروند دی. د عکس په نوم کیسه چې د یوې میینې او نارینه کیسه ده په پيل کې یې دا خبره شوې ده چې د مینې تهداب ایښودل شوی دی، خو د دې مینې رنګ له پیښو سره کمرنګه کیږي او په پای کې الوځي. دا کیسه په یوې لنډې جملې ختمیږي: «د ماڼۍ وروستۍ خښته ونړیده.»
دا د کره کتونکو تکراري خبره ده چې د لنډې کیسې انجام باید تر پيل پياوړی وي. خو کله ناکله د کیسې په انجام کې یوه لنډه جمله تل پاتې اثر پریږدي. د تابوت کیسه د یوه کرکټر ده چې د انجام جمله یې غوني زیږوي. دا کیسه د زلمي په نوم د یوه (ډاون سنډرم) ناروغ کرکټر ده چې په کیسه کې مړ شوی دی. دی داسې انځور شوی دی چې خپل حال نه شي ویلی خو شین کمیس ډیر اغونځي. د کیسې په پای کې د زلمي خور چې کله د هغه له مرګه په یوه بل بهرني هیواد کې د ټیلفون له لارې خبریږي له ځان سره تر ټیلفوني مکالمې وروسته وایي:
«کاشکې مې پوښتنه کړې وای: د زلمي تابوت څه رنګ و؟»
دلته دا انجام زما په نظر ډیر عمیق دی. له مرګه وروسته انسان تل عجیب او غریب ارمانونه کوي او د متوفی د خاورو ته سپارلو د ورځې په باره کې بیا غواړي چې شیبه په شیبه له هرڅه خبر شي. دغه احساس په حقیقت کې د لاسه تللي زمانې ارمان دی چې کاشکي یې هره ګړۍ د ژوند له لحظې لحظې خبر وای.
د چا و چا ویل د کتاب د ټولو کیسو په اخره کې تاریخونه نه دې لیکل شوي خو د انتظار په نوم د کیسې په پای کې لیکواله لیکي:
«۲۰۰۷ – دا کیسه ما د یوې تجربې څخه په الهام لیکلې خو کرکټرونه یې واقعي نه دي»
کله ناکله د کیسې په پای کې تاریخ ډير مهم شي لکه د ( ا نتظار) کیسې په اخره کې. داسې نیټې له لوستونکي سره مرسته کوي چې هاغه اصلي زمان ته یې ورولي. په دې کیسه کې زموږ هغه بیځایه بیمورده سوالونه تر سوال لاندې راغلي دي چې ورته پام مو نه وي چې بل کس څومره ځوریږي. دا کیسه د خپل زمان د مهمو دفترونو ده چې ښځو ته یې کار ورکاوه او چاپيریال یې مهذب نه و.
د باد په نوم کیسه بیا داسې انجام لري چې ظاهرا یو حقیقي تصویر د لوستونکي سترګو ته دروي خو په باطن کې دا عشقي کیسه یوه پوښتنه پیدا کوي چې همداسې و، که خیال و:
« نجلۍ چې سر یې لیکلو کې لاندې ټیټ و د ساز د چوپیدو نه څو شیبې وروسته پاس د سړي خواته وکتل. پر زینو باندې چې سړی څو شیبې مخکې ناست و، څوک نه و. نجلۍ ښي او کیڼې خواته وکتل. د سړي درک او نښه نه معلومیده. »
کله چې عشقي صحنه انځورو، نو زمینه به ورته برابرو. شریفه جانه دا کیسه د پسرلي په یوې لمرینې ورځې پيلوي، عاشقانه شعر پکې ځایوي، وایلون پکې غږوي او په انجام کې دا هرڅه د نجلۍ په سترګو داسې ښکارې لکه د مشهور سندرغاړي لیون ریچي سندره او همدا انجام دا سوال پيدا کوي چې حقیقت همداسې و که دا خیال و.
د لوبه په نوم په یوه بله عشقي کیسه کې بیا د شطرنج لوبه ده چې بابا پکې د لوبې پرمهال د ځوانۍ خیالونه په مخه کوي او چې کله لمسی ورته وایي چې مات شوی دی، دی ورو تر شونډو لاندې وایي:
« هو بابا دې بایلو ده .»
په دې ډول لیکواله د کرکټر په یوې لنډې جملې لوستونکی هیښ کوي.
د لوبې پرمهال دا بابا لس کاله پخوانی خیال په مخه کوي « د سمندر په غاړه د څپو سندرې خو رېږ ې او د ی د سندرو په تال له خپلې پټې مینې سره د سیند په غاړه پر شګو باندې قدم وهي . خوندوره شپه وه. د سیند ملګرتیا یې کوله. سپوږمۍ هم مینه ناکه ورته مسکېدله. د پښو لاندې شګې خندنۍ وې. د ده تر پښو لاندې پستې پستې اوړیدلې.»
د چا و چا ویل داستاني ټولګې کرکټرونه له مکان سره ښکلي غوټه شوې دي مثلا په بهر کې بوډا نارینه کرکټر د اس د لکۍ په رنګ شاته چوټۍ تړلې، د ښارۍ افغانې دستکول پر اوږه ښکته پورته کیږي، د نیمه ښارۍ نجلۍ یوه چپلکه پر فرش بله پر غولې په منډه له پښو ختلې. افغانه د مخ د داغ د ورکیدو لپاره پر داغ غوړي وهي او پیتاوی ته کښیني، میرمن بیا د بړستنې د ګنډلو په وخت داسې کړوپه شوې لکه سپږې چې پلټي او کله چې نجونې خپل مراد ترلاسه کوي سره تارونه د قبر پر کټارې غوټه کوي.
دا کتاب له هنري تصویرونو او تشبیهاتو ډک دی. لیکوالې ته په یوه کیسه کې له شګوفو ډکې ونې داسې ښکارې:
«ونې داسې ښکارې لکه ماشوم چې لمنه د مڼو یا توتانو ډکه کړې و ي او د وزن سره یې لږه ملا کږه شوې وي. یا ګل پلورونکی بوډا چې په کړوپه ملا د ګلو ګیډئ درته وړاندې کړي.»
یو بل تصویر. له خیراته وروسته نغري:
«د زمان خان د انګړ نه د پخلي او لویو دیګیو بند و بست اشپزانو ټول کړي.خو د خښتو دیګدانونه چې لویو خیراتونو ته اشپزا ن جوړوي، د انګړ په منځ کې لا هماغسې شته او په منځ کې یې کوټ کوټ ایرې پرتې دي. لکه یواځې او تنها انسان چې ملګري تري تللي و ي،حیران او پریشان ښکاریدل. تا به ویل ایرې درته غږ کوي، در په یادوي چې ګړۍ مخکې دلته دیګونه بار وو، خلک وو ، خواړه وو. »
په کیسه کې دا خیرات په یوې ځوانې پسې شوی دی چې مړه شوې ده. دا کرکټره تر مرګ مخکې د کیسو په پيښو کې هم یوازې پاتې شوې وه، له هیچا سره نه غږیده او اوس یې خور یوازې پاتې شوه. دغه تصویر د کره کتونکو د هغه نظر ښه بیلګه ده چې وایي، تشبیه هغه وخت په داستان کې اغیزمنه راځي چې هغه تصویرونه او احساسات سره یوځای کړي چې اتصال یې اسانه نه وي.
یو بل تصویر ته هم یوه مشابهت روح ور کړې:
« د جګې ودانۍ تر شا د جهیل یوه څنډه راښکاره شي. لمر وخته راختلی او لکه د سپرلۍ د اس د پښو ګرد چې تر تلو وروسته څو شیبې پاتې شي، د سرو وړانګو سیوری یې په افق کې لا شته»
د تشبیه په مټ کولی شو چې د یوه شخصیت یا یوه موقعیت ځانګړی تصویر د لوستونکي په ذهن کې جوړ کړو.
هغه تشبیه چې ذهن د کیسې له فضا بلې خواته اړوي، عیب ګڼل کیږي که زه د یوې دردمنې افغانې د درد او رنځ کیسه کوم هغه به د ګل په څیر ښایسته نه ګڼم خو دا کولی شم چې له مړاوي ګل سره یې تشبیه کړم. نور تصویرونه هم باید همداسې وي چې له احساس سره غوټه شوي وي، لکه:
«-مرجانه چیرته ده ؟
دا درې کلمې د سرور له خولې والوتې لکه خولۍ یا څادر چې دې ټینګ نه وي نیولی او باد یې ناڅاپي درنه والوزوي»
د چا وچا ویل په یوشمیر کیسو کې پخې خبرې داسې رااخیستل شوې دي چې پینه اي نه ښکاري، یو مخ په کیسه او پیښه کې حل شوې دي، لکه یوه کرکټره چې خپل پخواني ایمیلونه ګوري:
«…..بیا لس دولس نوره ایمیلونه د ځاى د ټاکلو او د الوتنې او ټکټونو او د بیو په اړه سره بدل شوي وو.
دې ښار ته به ځو.
نه هلته ګرمي ده……او بیا یو وروستی ایمیل د وږې د میاشتې د دوهمې نېټې.
« وبخښه. زه خو سږکال سفر ته نشم تللای. رخصتۍ نه لرم .بیا مې خپل ځوابونه ولوستل چې له قضاوتونو ، تورونو او شکایتونو او ګیلو ډک وو. »
د جارو په نوم د همدې کیسې په یوه بله برخه کې لولو:
« دا څو کلونه او دا ایمیلونه چې په نښه شوي وو ، د ګوتې په نوک مې په یوه کلک پاک کړل. د ایمیل اکونټ لږ پاک شو. خو د ذهن د پاڼې نه یې پاکول دومره اسانه نه دي. په ذهن کې مو خبرې او پیامونه نه ډیلیت کېږي».
دا پخه خبره چې له ذهن سره به څه کوو داسې جمله ده چې په قوسونو کې باید راواخیستل شي.
د سفر په نوم کیسه کې بیا تر انسان طبیعت رازداره ګڼل شوی:
«-د غرونو نه مو د زرهاوو کلونو مخکې کیسې واو ر ېد ې اوخپلې نننۍکیسې مو د غرو سینې ته وسپارلې. غرونه راز داره دي. نه دې کیسې له نورو سره شریکوي او نه یې بدلوي. د ملګرو سره کیسې خوندي نه وي»
د شلیدلې کرښه کیسه کې بیا د تیر زمان ارمان تصویري راغلی:
« د ځوانۍ ورځې مو لکه د خوب شکیدلې صحنې د فکر له سترګو تېرېدې.»
د وعده په نوم کیسه کې بیا تکرار ژوند له ګل سره ورته بلل شوی:
«ګل هم چې هره ورځ درسره وي او هره ورڅ ورته وګور ي، رنګ و بوي یې بې خونده کیږي. ښځه خو لا پریږده.»
هرڅومره چې د کیسې نثر، فضا، تصویر، زمان، مکان، پای، پیل او نور ټول عناصر سره ښه پییل شوي وي همهغومره یې اغیز زیاتیږي او همهغومره یې کرکټرونه له لوستونکي سره غږیږي.
د چا و چا ویل د کتاب د کمپوز تیروتنې کمې نه دي. ځیني جملې یې داسې دي که ما لیکلی همداسې مې نه لیکلې، ځیني یې بیا داسې دي که ما لیکلی داسې مې نه شوای لیکلی لکه ځیني تشبیهات او تصویرونه چې د کیسو پر پیښو څه ورزیاتوي او د کرکټرونو په راپیژندلو کې مرسته کوي چې ګڼ مثالونه یې ما مخکې راواخیستل.
زما په باور که چیرته دا کیسې په انګلیسي ژبه وژباړل شي نو بهرنیو ته به مو افغان داستاني کرکټرې ډيرې ښې ورپیژندلي وي او دا کار باید په خپله شریفه جانه وکړي چې په انګلیسي ژبه یې مهم اثار په بهر کې چاپ شوې دي* . د چا وچا ویل دکتاب تر چاپ وروسته ما اغلې شریف ته په وټس اپ کې ولیکل:
« ستاسو د نوي کتاب کیسې مې ولوستې. وروسته له یوه وخته مې په کیسو کې کرکټرونه ژور احساس کړل، د صحنو مزه مې وڅکله او افغانه نجلۍ مې لکه د جوارو دانه د چون په دیګ کې ولیده چې څرنګه ټک ټک ټک د دیګ له یوه بل اړخ سره لګیږي، سوځیږي او نینه کیږي».
ص ۵۷-۵۸ د نړیوالو کیسو کیسې- پسرلی ایمل -سروش کتابپلورنځی-۲۰۲۰ کابل، لومړی چاپ
: په انګلیسي ژبه د ډاکټرې شریفې شریف تالیفات*
1–. On the Edge of Being: an Afghan woman’s journey, 2011
2–. Scholarly articles
In (Roots and Routes of Displacement and Trauma)
“Gender and Trauma: the case of Afghanistan”
3–. (Todays Youth and Mental Health)
“Dancing bodies, flying souls: The mental health impacts of pedophilia inflicted on Afghan boys in Afghanistan.”
- 4. (children of Afghanistan: The Parch to Peace)
“Little Brides and Bridegrooms: Systemic Failure, Cultural Response”