شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد اکمل امیري له وژل کیدو وروسته ازادۍ جبهې د خلکو پام...

د اکمل امیري له وژل کیدو وروسته ازادۍ جبهې د خلکو پام او ګڼ غبرګونونه پارولي

تاند:(جمعه، د غویي دویمه)  په جنوبي سالنګ کې د اکمل امیري او څو نورو طالب ضدو جنیګالیو له وژل کیدو وروسته، د دوی اړونده جنګي ډله (د افغانستان د ازادۍ جبهه) د ډېرو رسنیو او سیاسي څېرو د بحث او پام وړ ګرځیدلې ده.

یاده جبهه، چې مشري یې د پرزول شوي جمهوري نظام لوړپوړی پوځي مقام جنرال یاسین ضیا کوي، د افغانستان د مرکزي، شمالي او لویدیزو سیمو ترڅنګ د طالبانو د قدرت په اصلي مرکز کندهار کې هم د فعالیت خبرونه یې خپریږي.

د اکمل امیري او ملګرو د وژل کیدو پېښه یې، چې په پراخه کچه رسنیزه شوه، یادې جبهې ته د ډېرو رسنیو او شنونکو پام ور اړولی.

ځینو رسنیو ویلي، چې دا جبهه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جنګي ډلې برعکس د ډېرو ادعاوو او رسنیزې غوغا پر ځای عملاً په جګړه اخته ده او د طالبانو هغه ادعا یې ننګولې، چې وایي د دوی خلاف د افغانستان په هیڅ کومه څنډه کې وسله واله مبارزه نه ده موجوده.

د دې جبهې په اړه په ګټه په وروستیو کې تبلیغات هم پيل شوي او د ځینو رسنیو او شنونکو باور دا دی، چې د مقاومت جبهې په نسبت په دې جبهه کې د افغانستان د ډېرو سیمو طالب ضدې څېرې را ټولې دي.

د یادې جبهې بله ځانګړنه دا ښودل شوې، چې د پخوانيو امنیتي ځواکونو مسلکي کسان پکې ډېر موجود دي او د جګړې تکتیکونو سره زیاته بلدتیا لري.

له دې سره، د مقاومت جبهې ځينو پلویانو په بېلابېلو بڼو د ازادۍ جبهې د ځلیدو خلاف تبلیغاتو ته زور ورکړی، تر دې چې تر شا یې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لاس لرلو ادعاوې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د افغانستان د ناورین پر حل ټینګار لري.

ځینې شنونکي باور لري، چې د ازادۍ جبهې د طالبانو خلاف د کمرنګه خو موجودې جګړې مشري، له تبلیغاتي خبرو پرته له پنجشېر جبهې څخه اخیستی او دا کار یې د پنجشېر په محوریت د شمال ټلوالې د مخالفت سبب شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب