(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)
که امیر مړ شي پروا نشته
که مکتب بند شي جینکۍ به خوارې شینه
ډېره اوږده موده له ښوونځي نه راگرځول شوې نجونو، د هغوی کورنیو او د نوي نسل د روزنې پلویانو او نړیوالو اړونده ټولنو او هېوادونو هیله درلوده چې بر افغانستان باندې نوي حاکمان به د نجونو د ښوونځیو او د پوهنتون د ښځینه محصلینو د زدکړو په باب خپله نوې پالیسي روښانه او د تړلو ټولگیو دروازې به پرانیزي، خو داسې ونه شول، د میلیونو انسانانو هیلې خاورې شوې او د تندو بادونو په څپو کې په هوا او د ناپوهۍ په کندو کې خښې شوې.
خبرې سرچینې داسې وايي چې د خلکو د غوښتنې خلاف نوی تعلمي کال به بیا پرته له نجونو او ښځینه محصلینو پیل کېـږي. د بي بي سي پښتو په
یوه رپوټ کې راغلي دي چې:
«… د طالبانو لوړو زدکړو وزارت همدا پرون بي بي سي ته ومنله چې د کابل په ګډون د سړو سیمو پوهنتونونه به د کب په ۱۵مه یوازې د هلکانو لپاره پیل شي او د ښځینه محصلینو په اړه د دوی د حکومت پرېکړې تغییر نه دی کړی. د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د یوه مکتوب په ترڅ کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د “نجونو تحصیل تر امر ثاني” پورې ځڼدولی وو چې د دوی د حکومت له پیل سره سم تر شپږمو ټولګیو پورته نجونو د زده کړو بندولو ته په کتو دې هم پرېکړې هم پراخ غبرګونونه را وپارول…»
د نوي کال په راتگ سره ډېر خلک دې ته په تمه وو چې د نوي (۱۴۰۲ هـ ش) په پیل کې به د نجونو د تړلو ښوونځیو دروازې پرانستل شي، خو دا کار ونشو. د واکدارانو د دې عمل په مقابل کې خلکو رنگارنگ غبرگونونه وښودل، په دې ډله کې فیسبوک کارن عطیق الله امیري داسې ولیکل:
«کال بدل شو خو فکر بدل نشو
ترڅو چې فکر بدل نشي دکلونو بدلیدل معنا نلري نن هم افغانه پېغله دکور او یا هم دګور ده سل کاله پخوا زمانه کې هم وه نن هم افغانه پېغله له زدکړو میراث او نور انساني حقونو بې برخې ده سل کاله پخوا هم وه له 600سوه زیاتې ورځې کېږي چې دا ملالې بې له کوم دلیل څخه له زدهکړو منعه شوي دپرمخ تللي او په ځان بسیا هېواد او ټولنې لپاره تر هرڅه دمخه دنجونو زده کړه لازمي ده
هره ورځ چې ددې ملالو ورونه ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي ددې پرښتو له زړه به څوک څه خبر وي چې څه پرې تېریږي
دنړۍ په هیڅ قانون، دین او هېواد کې دجهل طرف چا ندې نیولی او نه یې هم دټولنې نیمه برخه له دې حق څخه محرومه کړۍ بغیر له پنځه زره کلن تاريخ لرونکي ملت څخه
دبې ننګو بې ننګي به مې ارمان شي
خدای به واړه چارې ښې کا وړاندې وروسته
د نوي نسل د روزلو او د نجونو د تعلیم یو پلوي، ښاغلي نعمان دوست د نجونو د تړلو ښوونځیو او ټولگیو په باب خپله هیله داسې څرگنده کړې ده:
«کاش،
د دې سترې بريا په خوشالۍ کې د ډزو په ځای، داسې زنګونه کړنګیدلي وای چې نجونې په پوره خوشالۍ د خپل بنیادي حق د بیرته ترلاسه کولو په موخه، ډاډه زړه تعلیمي او تحصیلي مراکزو ته روانې شوې وای.
شاید،
دوی کې هم داسې څوک راټوکیدلي وای چې خپله کاري برخه کې یې داسې وياړونه ګټلي وای چې ګاونډ او نړیوال یې ګوته په غاښ کړي وای او ولس يې خوشاله کړی وای.
باور وکړئ؛
دې محروم او پر زده کړو ميئن جنس کې، کمساري استعدادونه ویده دي.»
د مینې مبلغ وفا سمندر بیا داسې لیکلي دي:
«څه د ناځوانۍ زمانه شوه؛ نارینهتوب همدا شو، چې خور-لور ته په لار کې له قمچینې سره ودرېږه، چې نشې مکتب ته تلای!
وه وروره! وه اکا! وه دلسوزه!
ستا یې څه!؟
پرېږده که ثواب ګټي که ګناه، د ځان یې ده!!
دا پرېکړه چا کړې!؟
آیا د وطن یوې خور، یوې لور، یوې مور، دې پرېکړه کې لاس درلود!!؟؟
او هغه بچۍ چې خپله نغواړي مکتبۍ شي، زرکرته دې نه مکتبۍ کېږي!
خو په نورو کار مه لره.
پرېږده؛ د جنت ته هېڅوک د بل په اوږو سپور نه ځي!
د هر وګړي د افکارو او کړونو صندوکونه دي، چې تلل کېږي او د جنت یا دوزخه برخه ګټي.
وګوره وطن ښایسته وطن دی. انسانان یې ښایسته انسانان دي.
ټول دا نیمه پېړۍ په هغو دوزخونو کې سوزېدلي، چې دوزخي افکارو او مکتبونو ځان سره راوړي.
دنیا کې به ښه سره پالو.
د یوه بل درنښت او د حق مراعت به کوو!
اخرت پوه شه او ستر قاضي یې پوه شه، چې په عدل او انصاف کې یې د ویښته برابر فرق نه راځي.
د خدای روی وکړه، په بل کار مه لره.»
دغه راز په یوه بل رپوټ کې هم راغلي دی چې: طالبان:
«راتلونکې اونۍ له ښځینه محصلانو پرته دولتي پوهنتونونه پیلېږي.» په دې لاندې شعر کې
د نجونو زدکړه اسمان ته ختلو سره تشبیه شوي دي
ښځه او زده کړه،
تګ د اسمان دی
د زړه په کور مې، هجوم راوړی، نن بیا جانان دی
څنګه یې زړه دی، څنګه دی دی، څنګه انسان دی
پښتانه مړه دي، پښتانه غرق دي، پښتانه ورک دي
څنګه وايي، پښتون یو دی، که د اټک او بولان دی
تماشه ختمه، ننداره ختمه، هر څه ختم چې یار لاړو
څنګه ژر لاړو، څنګه کاروان دی، څنګه ساروان دی
دغه یې چیغه، دا یې غیرت دی، دا یې همت شو
د کورګي مال دی، ښځه او زده کړه، تګ د اسمان دی
پلار مزدور دی، زوی هم مزدور دی، نسل مزدور دی
که تعلیم نه کړي، دا یې حالت، چې پرې روان دی
که چیرته درومې، غږ به کوې یار، چې ما پرېنږدې
سمسور که څه دی، ستا برکت دی، په تا ودان دی
اکتوبر ۲۰۱۶/ جلالکوټ
سمسور ودان
د لویدیزو هېوادونو ترڅنگ، اسلامي هېوادونو هم د افغان نجونو د ښونځیو د بیا پرانستلو له پاره هلې ځلې کړې دي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو دروازو د پرانستلو په موخه، له متحده عرب اماراتو څخه یو پلاوی کابل ته راغلی و، څو له طالب مقاماتو سره پر نورو موضوعاتو د غږېدو تر څنگ، پر دې هم وغږېـږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلې دروازو پرانستل شي.
په دې هکله د بي بي سي پښتو په یوه رپوټ کې راغلي دي چې:
«… افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر یوه مهمه موخه هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو دروازو پرانستل بلل شوي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي چې د یاد پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي ویلي، اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې دوی يې هواري ته سترګې په لاره دي.
خو ښاغلي حقاني دغه پلاوي ته ویلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په هلکه د حکومت پرېکړه یې دایمي نه ده…»
د ښوونځیو د پرانستلو د هیلو دا بهار هم د همدې پسرلي په پیل کې په خزان بدل شو، له ښونځیو راگرځول شوې نجونې، د هغوی کورنۍ بیا د ناهیلیو له یو توپان سره مخ شول او هر په خبره پوه شخص تر شونډولاندې د رحمان بابا دا بیت زمزمه کوي:
نـصـیـحت د نـاصـحانو اثـر نه کا
د سړې اوسپنې خوشې ټکول دي