Soapy’s Choice
by O’Henry
ژباړن: عصمت څاروان
سوپي د نیویارک په مډیسن چوک کې پر یوه اوږده چوکۍ کښېناست، پاس یې اسمان ته وکتل. یوه وچه پاڼه یې پر اوږه راولوېده. ژمی راروان و او دی پوهېده چې باید خپل پلانونه جوړ کړي. په چوکۍ کې یې په تکلیف ځان سره سم کړ. ده غوښتل چې درې میاشتې له وړیا خوړو سره په تود او پوست زندان کې د ملګرو ترڅنګ تېرې کړي. اوس یې وخت و ځکه په درو ورځپاڼو یې د چوک پر اوږده چوکۍ د شپې له یخنۍ ځان نه شوای ژغورلی.
نو سوپي وپتېیله چې محبس ته لاړ شي. د لومړني پلان پر جوړولو یې غور وکړ.
اسانه پلان و، د ښار په یوه لوکس رستوران کې به ماښامنۍ خوري، بیا به هغوی ته وايي چې پیسې نه لري. هغوی به پولیس خبر کړي؛ بېغمه او بې جنجاله. له همدې پلان سره له چوکۍ پورته شو، سوکه سوکه د واټ پر غاړه روان شو.
په څو شېبو کې د نیویارک د براډوې یوه ښکلي رستوران ته ورسېد. واه! یوازې همدومره پکار و چې په رستوران کې یو خالي مېز پیدا کړي او ورته کېښني. بیا نو هر څه برابر و. د ناستې په وخت یې خلک یوازې کورتۍ او کمیس لیدلی شي چې ډېر زاړه نه دي؛ هیڅوک یې زوړ او چټل پتلون نه شي لیدلی. په دې یې فکر کاوه چې کوم خوراک راوغواړي- ډېر قیمتي نه وي خو خوندور وي. خو کله چې سوپي رستوران ته ننوت، ګارسون د ده زوړه – چټل پتلون او شکېدلي بوټونه ولیدل. غښتلي لاسونه ترې راتاو شول او بېرته یې سړک ته پورې واهه.
مجبوره شو چې بله نقشه جوړه کړي. له براډوې لاړ. شپږم نمبر واټ ته ورسېد. د یوه پلورنځي د کړکۍ مخته ودرېد او د ښیښې شاته شیانو ته ځیر شو. ورو او په احتیاط یې یوه ډبره ورواخیسته او یوه ښیښه یې پرې وویشته. د ښیښې د ماتېدو درز شو، خلکو هغې خوا ته ورمنډې کړې. سوپي په دې خوشاله و چې مخته یې یو پولیس ولاړ و. له ځایه ونه خوځېد. موسېده او لاسونه یې په جیبونو کې ننه ایستي وو. ذهن ته وروګرځېدل «ژر به مې زندان ته بوځي.»
پولیس ورنژدې شو، ویې پوښتل«دا کار چا وکړ؟»
سوپي وویل «ما وکړ؟»
خو پولیس پوهېده، څوک چې ښیښې ماتوي، تښتي؛ له پولیسو سره خبرو ته نه ایساریږي. په همدې منځ کې د پولیس سترګې یوه بل سړي ته واوښتې چې د بس خوا ته په ځغاسته و. د هغه خوا ته یې منډه کړه. سوپي څو شېبې دوی ته کتل خو چې پوه شو دې پلان هم ګټه ونه کړه، له دې ځایه روان شو. نور یې له ډېره قاره مازغه په ککرۍ کې اېشېدل چې د واټ هغې بلې خوا ته یې یو کوچني رستوران ولید. له ځان سره یې وویل «واره دار ځای دی» ورننوت.
دا وار د ده پتلون او بوټونو ته د هیچا پام نه شو. له ډوډۍ څخه یې خوند واخیست او بیا یې ګارسون ته مخ واړاوه، په خندا یې ورته وویل«پوهېږې چې زه پیسې نه لرم، پولیس خبر کړه. ژر شه، نور ستړی یم.»
ګارسون ورته وویل«پولیس ته اړتیا نه شته.»
ګارسون خپل ملګري ته ورږغ کړل«اې جو!»
بل ګارسون یې مرستې راغی او په ګډه یې سوپي په ټېلو له تاوده رستورانه وایست. سوپي پرېوت. ډېر غوسه و. په ګرانه ودرېد. په دې سخت خوابدی و چې د تود او پوست زندان ارمان یې نه پوره کېده. دې شي لا زور ورکاوه چې پولیس یې له څنګه په خندا تېر شو او هیڅ یې ونه ویل.
یوه ښکلې نجلۍ د پلورنځي د کړکۍ مخته ولاړه وه. لږ ورهاخوا یو پولیس و. سوپي نجلۍ ته ورنژدې شو؛ ویې لیدل چې پولیس ورته ګوري. په موسکا یې نجلۍ ته وویل «ګرانې ولې له ما سره نه ځې؟ ښه به دې سات در تېر کړم.».
نجلۍ ځان ورڅخه یو څه لېرې کړ او د پلورنځي شیانو ته لا ځیره شوه. سوپي پولیس ته وکتل، پوی شو چې لا هم ده ته ګوري نو له نجلۍ سره یې بیا خبرې پیل کړې. هغې ډېر ژر پولیس ته شکایت کولی شوای او سوپي په دې خاطر بندي کېدای شوای، خو ناببره نجلۍ سوپي له مړونده ونیوه.
هغې ده ته په موسکا وویل«سمه ده، خو که یو ګیلاس شراب راته اخلې. راځه مخکې تر دې چې د پولیس راپام شي ولاړ شو.»
خوارکی سوپي په داسې حال کې چې سخت خوابدی و او نجلۍ تر مړوند نیولی و، روان شو.
له اولې کوڅې تېر شول د دوهم سړک په سر کې سوپي له خپل مړونده د نجلۍ لاس خلاص کړ او وتښتېد. سخت مایوسه شو، له ځان سره یې فکر وکړ«په دې حالت کې به د زندان مخ ونه وینم.»
ګامونه یې سوکه کړل او یوه واټ ته ورسېد چې زیات تیاترونه پکې ول. هلته د شتمنو خلکو، چې لوکس کالي یې اغوستي وو، ګڼه ګوڼه وه. سوپي باید یو داسې کار وکړي چې پرې بندي شي. نه یې غوښتل چې حتی یوه بله شپه هم د مډیسن چوک پر اوږده چوکۍ تېره کړي. څه یې کولی شوای؟ ناڅاپه یې یوه پولیس ته ورپام شو. په لوړ ږغ یې بدلې او نارې شروع کړې. دا ځل باید زندان ته ولېږل شي. خو پولیس شا ورواړوله او یوه بل سړي ته، چې تر څنګ یې ولاړ و، وویل «ډېر یې څښلي دي، خو خطرناک نه دی؛ پرېږده چې په خپله نشه کې وي.»
سوپي په دې خاطر چې پولیس یې ولې نه نیسي سخت نهیلی شوی و، په لوړ ږغ یې سندرې او غالمغال بس کړ. څنګه محبس ته تللی شوای؟
سوړ باد چلیده او ده خپله نرۍ کورتۍ تر ځان راتاو کړه.
په همدې منځ کې سوپي په پلورنځي کې یوه سړي ته، چې قیمتۍ چترۍ یې په لاس کې وه، ورپام شو. سړي خپله چترۍ د پلورنځي د دروازې څنګ ته کېښوده او سیګرېټ یې له جېبه راوایست. سوپي پلورنځي ته ننوت، چترۍ یې ورواخیسته او ورو ووت. د چترۍ خاوند ژر پسې راووت.
ورته ویې ویل«دا زما ده»
سوپي وویل«رښتیا؟ نو ولې پولیسو ته شکایت نه کوې؟ هاغه دی پولیس ته ووایه چې ستا چترۍ مې اخیستې ده.»
د چترۍ خاوند، چې خپه ښکارېده، وویل«غلطي زما ده. نن سهار مې له یوه رستوران څخه راواخیسته. که ستا وي، بخښنه غواړم.»
سوپي وویل«بې له شکه چې زما ده.»
د پولیسو ورپام شول. د چترۍ خاوند پښې سپکې کړې او پولیس د یوې نجلۍ مرستې ته ورغی چې غوښتل یې د سړک بلې غاړې ته واوړي.
نور نو سوپي ته عصاب نه و ورپاتې. چترۍ یې ایسته وغورځوله، پولیسو ته په ښکنځلو سر شو. ځکه اوس چې ده غوښتل بندي شي، هغوی نه نیوه. نور یې ذهن کار نه کاوه، مډیسن چوک او خپل کور(اوږدې چوکۍ) ته روان شو. خو د یوه سړک په یوه پېچومي کې ناڅابه ودرېد. د ښار په دې مرکزي برخه کې یوه ښکلې پخوانۍ کلیسا وه. د هغې له ارغواني رنګه کړکۍ یې د ښکلې رڼا وړانګې لیدلای او د خوندور موزیک ږغ اورېدلی شوای. سپوږمۍ په اسمان کې ځلېده، چوپه چوپتیا وه. د څو شېبو لپاره د کلي د کلیسا غوندي ورته ښکاره شوه او ده ته یې خوشال وختونه ور په زړه کړل. هغه ورځې چې په خپل ژوند کې یې مور، ملګري او ښکلي شیان لرل.
بیا یې د خپل اوسني ژوند د بې خونده ورځو او ناکامو پلانونو په اړه چورت وواهه. خو په حیرانوونکي ډول یې فیصله وکړه چې خپل ژوند بدل کړي او یو نوی سوپي شي. له ځان سره یې وویل«سبا ښار ته وځم او کار پیدا کوم. ژوند به مې بېرته ښه شي. بیا به یو مهم انسان شم. هر څه به بدل شي. زه به …..»
سوپي پر خپل مړوند یو لاس احساس کړ. راوغورځېد، شاوخوا ته یې وکتل. یو پولیس یې مخته ولاړ و!
پولیس ورڅخه وپوښتل «دلته څه کوې؟»
سوپي وویل «هیڅ»
پولیس وویل «نو راځه راسره.»
دوی وروسته سوپي ته وویل«درې میاشتې به په بند کې تېروې.»
ډیر عالي انتخاب مو کړی څارنوال صاحب! د نړيوالو داستانو ادبیاتو په برخه کي موږ د هر براعظم او هر هېواد نمونې ولرو، د هر مکتب او هر فکر نمونه په پښتو کي. ما له ډېر وخت وروسته د یوې ښې خوندوري لنډي کیسې څخه خوند واخیستئ! مننه.
د فرانزکافکا د ګراف سره سم غم+غمـ+ او بیا هم په اخر کي غم او جالب پای