څوک د چا له غمه نه مري درواغ وايي
ما ته ګورئ، ستاسي وړاندي يو ثبوت يم.
دا پوخ، ژور او منلى بيت د خداى بخښلي فروفيسور استاد رازمحمد راز يو له هغو بتونو څخه دى، چي له ډېرو ادبپالو مي اورېدلى او د ياداښت په ډېرو کتابچو کې مي لوستلى دى.
تر لسو کالو زيات وخت کېږي، چې ما دا بيت په لومړي ځل د مرحوم استاد راز نوي چاپ سوې شعري ټولګه ( د صليب په دايرو کې مات وزري زاڼي ژاړي) کي ولوست.
باور وکړئ، چي ياد بيت مي په يو ځل لوست نه يوازي په ذهن کي ثبت سو، بلکي ډېر اغېز يې هم راباندې وکړ.
تاسې يې خپله ولولئ، په دې يو بيت کې څومره لويه فلسفه نغښتې ده.
په دې دوو مصراعو کي څومره ژور فکر پروت دى.
په دې يو بيت کي يو داسي حقيقت د شعر په خوږه ژبه بيان سوى دى، چې هيڅوک يې پر ريښتنوالي سترګي نه سي پټولاى.
د ټولني يولوى درد ته يې په داسې ډول ګوته نيولي، چي د خورا ډېرو لږو کسانو ورته پام دى، خو د ټولني هر څوک ورسره لاس او ګرېوان دى.
همدا د ليکوال، شاعر او ژورناليسټ ځانګړتيا ده، چي د ټولني ډېرو بارکيو ته پام کوي او بيرته يې د همدې ټولني خلګو ته په داسي انداز وړاندي کوي، چي لوستونکي يې ګوته په غاښ پاته سي.
همدا ځانګړتيا د خداى بخښلي د شعر او ليکوالۍ تومنه ده.
فروفيسور راز محمد راز يوازي شاعر نه و، هغه پر نثر هم هم غښتلى و.
په نثر کي د ناول فورم يې د لوستونکو پر زړه منګولي لګولي دي.
د دې ترڅنګ يې پر بېلا بېلو سياسي، ټولنيزو، فلسفي ا وادبي اړخونو هم قلم چلولى او له دې لاري يې د پښتو ولس د راويښولو خاموش ږغ پورته کړى دى.
استاد لوړي زده کړي وي، په لوړو تعليمي موسيساتو کي د تاريخ استاد تېر سوى دى.
نه يوازي د سيمي بلکي د نړۍ په تاريخ هم تر ډېره خبر او د خپل طبعي ميني له امله يې د مرګ تر ساعته د مطالعې لمن خوشي نه کړه.
راز د افغان ملت په راز خبر قلموال و، د ده په شاعرۍ کي ټول اړخونه، خو د د غه ولس کړېدلى، خوار او تر ناځوانيو لاندي ژوند يې د فلسفې په لنډ او ژور رنګ داسې انځور کړى دى، چي د اډول انځور کښل د ډېرو قلموالو له توان وتلى کار دى.
که بيرته خپلو لومړنيو خبرو ته وګرځو او يوازي په هغه ليکل سوي بيت کي د فکر نيلۍ وځغلو له ورايه به راته معلومه سي، چي راز په رښتيا يو رياليسټ شاعر و.
(څوک د چا له غمه نه مري درواغ وايي.
ماته ګورئ، ستاسي وړاندي يو ثبوت يم. ))
د ده بيت دا راپه ګوته کوي، چې په رښتيا هم دا لباسي او خطا ايستونکي نړۍ ده، په دې خاورينه کره کي اوسيدونکي انسانان تر ډېره هغه ځاى ته رسيدلي دي، چي د خپلو شخصي ګټو لپاره درواغ ووايي، نورو ته غم ورکړي، د مرګ سوداګرۍ ته يې لاس اچولى او د چا په کيسه کي لا هم نه دي.
اوس تر ډېره انسانان بدل سوي ، هيڅوک د چا په غم کي نه دى او هيڅوک د چا له غمه نه مري، هسي لباسي ژړا او لباسي خنداوي سره کوي.
څوک په خندا کي او څوک بيا په ژړا کي يو او بل ته دامونه ږدي، د نورو له ککريو منار جوړوي او د يو ګړي لپاره يې د خپل ساعتيري لپاره سر ته خيژي.
که دمرحوم استاد راز ټوله شاعري او ليکوالي پټه کرل سي، ليکن يوازي يې دا يو بيت د خلګو سره موجود وي ، نود استاد راز نوم به ژوندى وى، لوستونکي، اورېدونکي او مينه وال به لري.
زموږ د ټولني په درد دغه خوږمن شاعر، ليکوال اوفلسفي انسان له نن څخه دوه شپېته کاله وړاندې د سويلي پښتونخوا د پښين ولسوالۍ د مرحوم ملک محمد دين ترين په کور کې دې نړۍ ته سترګي وغړولې.
تر لومړنيو، منځنيو او ليسانس دورې زده کړو وروسته يې د تاريخ په څانګه کي له کراچي پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ.
له لوړو زده کړو وروسته يې د سويلي پښتونخوا په بېلا بېلو لوړو تعليمي موسيساتو کي د تاريخ استادي وکړه.
تر اوسه يې (د صليب په دايرو کې، مات وزرې زاڼې ژاړي) په نوم د شعرونو ټولګه، د (اوشنيک ګاډيس) په نوم د نثري نظمونو کتاب، د (عاشو، لمر او باران اوري) او (کابل ړنګ دى مينې ژاړي) په نومونو دوه پښتو ناولونه او د (کاسميک سيکسوليزم) په نوم يې د روحاني فلسفې په اړه د مقالو کتاب او (دى هولى سينرز The Holy Sinners) اردو ناول يې چاپ شوى دى او څو کتابونه يې لا د چاپ لار څاري.
موږ د ده مرګ د پښتو ژبي او پښتون ولس لپاره لويه ضايعه ګڼو.
خداى دي يې ګور له نوره او کور له صبره ډک کړي.