خاموشه ژړا / بختیار تلاش
زه په روحي تکلیف اخته انسان یم
په خپل وجود کې د غذاب ملګری
له ځانه تاوې جامې اور ګڼمه
په خپل وجود کې لالهانده یمه
له درده سر ونیسم، زړه ونیسم
د خولې اهونو ته مې څه ونیسم؟
درد د ظالمې مینې څه ونه کړل؟
هر څه یې وکړل
ان، چې
ستونی مې وچ دی، د ژړا له ترخو
دومره را وچ دی، چې بس
خپله خاموشه ژړا
له سترګو وڅڅوم
ځانته حیران شم، ځانته ووایم چې
په دې خبر یم، چې تقدیر کې خو مې نه یې خو ته
زما د تقدیر له سیوري پټه راشه
چې دې یو څو شېبې په هاغو سترګو ووینمه
بختیار تلاش/ ۱۳۹۲/ ثور/ ۲۳ / کابل
الله پاک دي په قلم برکت کړه . ټوله د ژوند کسه دي په کي کړي ده
په دې خبر یم، چې تقدیر کې خو مې نه یې خو ته
زما د تقدیر له سیوري پټه راشه
چې دې یو څو شېبې په هاغو سترګو ووینمه