چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+کله چې کتابونه جرم وګڼل شي/ عبدالوکیل سوله‌مل

کله چې کتابونه جرم وګڼل شي/ عبدالوکیل سوله‌مل

پلار ته چې یوه خا طره او یاد ېې ددې کیسې الهام وګرځید

چېرې چې کتابونه جرم وبلل شي؟

ـ نه ږیره پريږدې ، نه خولۍ په سروې… نه دې هم کله څادر په اوږو راواچاوه…

غاښونه به ېې وچېچل ،سترګې به ېې زما پر لور کلکې ودرولې او د ېوې بدې او بوږنوکې پېښې وړاندوېنه به ېې زما له غوږو تېره کړه:
ـ ددې مزه به یوه ورځ وڅکې !
بیا به ېې په خپله تازه پرېښې ږېره وه لاس راتیر کړ.سر به ېې پورته آسمان ته ونېوه :
ـ خدای (ج) شا هد دی که مې په ټول عمر کې کله لمونځ قضا کړی وي او نه مې هم روژه په ټول عمر کله خوړلې ده .
په دېوال کې راځوړندې مصلې ته به ېې وکتل :
په زورد ږېرې پرېښودل خو لا څه کوې!، په زورمې ولاکه لا لمونځ او روژه ښه راځي.
لکه لویه دیني تیروتنه چې ترې سر ووهي ،داسې تېروتنه لکه د قران شریف پاڼه چې ترې په بې پامۍ څېرې شي ، په بیړه به ېې غوږونو ته ګوتې وروړې ، سترګې به ېې له وېرې راټولې شوې :
ـ خدایه بښنه را ته وکړئ!
دا لومړی وار نه وچې پلارمې زه په داسې خبرو ګواښلم او ډارولم بلکې دده دغه خبرې مخکې هم زما د غوږونو تر ښیښو تېرې شوې وې، خوما تل لکه د کوچني ماشوم یا هم دده نااورېدونکي سرتیري،دده دا دړکې نادېده نېوې او ځان مې پرې کوڼ او ړوند اچاوه. کله کله خوبه مې آن خوله هم ورسره ووهله :
ـ نو دوی خو څه د ږیرې فر ما ن نه دی ورکړی او نه لوڅ سر کومه ګنا ه ده پلارجانه !
پلار به مې له غوسې رانیغ شو:

ـ نو د دریشۍ په اغوستلو او بندیز خو یی هم کوم فرما ن نه دی ورکړی. خو له پا چا تر ګدا داسې څوک راوښاېه چې دریشي ېې په تن وي.

ما ته به خندا راغله او په ملنډو به مې وویل:
ـ نو دا خو له مشره تر کشره ټول د مدرسو طالبان او ساده کلیوال دي ،دوی کله عسکری او ملکي مکتبونه لوستی دي.

پلار به مې اوږې وغورزولې او په لنډو به یی ځواب کړم .
ـ چې هر څوک دي او له هره ځا یه چې راغلي دی ،او س ېې له تا سو پا چا هي نیولې ، چې څه دوی کوي ، رعیت به ورسره غاړه وړي.

پلار مې پر حق و. له هغې ورځې چې نوې اداره او حکومت راغلی وو او نوي واکمنان د قدرت پر ګدۍ ناست و، هېڅ زده‌ کوونکي ، ښوونکي، مامور، پولیس، سرتیري …. دریشي نه اغوسته ، ان ترافیک چې پخوا به ېې سپېنې خولۍ پر سر او توریونيفورم کې به ېې واړه او لوي ګاډي کنترولول ، اوس په وطنی کالیوکې ګرځېدل . ښار له وسله ‌والو ډک وـ خو دا نوی وسله ‌وال چې په وطني کالېو کې ګرځېدل د ښارېانو د ساتلو لپاره نه وو راغلي. دوی یو، له بله ډارېدل او پر دې وسلو ېې ېو له بله ځانونه ساتل او ژغورل . دا هغه سرتېري و چې پخپلو کې هم جنګېدلی وو او هم ېې له هغه دولت سره جکړه کړې وه چې اوس دوی راپرځولی او را نړولې و.

ویره د ښار پرهره څنډه خپره وه. نه چا بازار ته زړه ښه کاوه اونه کار ته، نه خبرو ته او نه هم سندرو ته. ښار د غږونو له خندا تش و، لکه هدیره، چې نه شر لري او نه شور. خو ما ځان داسې ښوده، لکه ړوند، لکه کوڼ، چې نه څه ویني او نه څه اوري. هره ورځ به مې ږیره چپه خرییله، نه مې خولۍ په سروله او نه مې هم څادر پر اوږو را اچاوه ، جامې به مې اوتو وې، پاکې، ستره اوښایسته. کتاب به مې لاس کې و او د ونې ترسیوري لاندې به‌ مې هره ورځ له خپلې مطالعې خوند اخېست. د پلار خوله به‌ مې له غوسې او اندېښنې وچه وه، خپلوان، ګاونډیان به هک پک وو چې زه ولې دومره بې‌پروایم، ولې د زمان غوښتنه په پام کې نه نېسم ؟ څنګه د وخت له باد سره نه روانېږم. زه اوس بې کاره وم ، له دولتي دندې ېې شړلی او رخصت کړی وم. له بیکارۍ به هره ورځ دوکان ته ورتلم.

دوکان مخې ته مو لوېه ونه ، چې د اوړي په ګرمو ورځو کې ‌یې سیوری لوی نعمت و ولاړه وه. چوکۍ به مې تر هغې لاندې کېښوده، کتاب به مې راواخېست او ټوله ورځ به په لوست کې ډوب شوم. ښار به غلی و، شور ېې نه خوت ، وېرې غږونه وژلي و، خو زه به په یوه کتاب کې هره ورځ ډوب وم. زما د کتابونو کیسه زما کورنۍ ته معلومه ده. تل به ېې د اعتراض غږ پورته و: “دا واړه کورونه ګوره او ستا دا غټ غټ کتابونه ګوره !” خو زه نه تسلېمېدم، او ورځ تر بلې مې د کتاب او مطالعې سره شوق او مېنې زور اخېست ـ او د پلارنارضایتې مې هم ورځ تر بلې لوړېدله . پوهېدم چې له دې اړخه زوریږي او کړېږي او نورېې زغم پای ته رسیږي ، خو ما تر پاېه دده اندېښنه په پام کې ونه نېوه ،او دده هرغبرګون مې بابېزه وګاڼه . خو ېوه ورځ ما د خپل دې چلند لوېه بېه پرې کړه:
ټکنده غرمه وه ،ما له دوکان سره د ولاړې ونې د سیوري لاندې کتاب لوست، ناببره مې پر اوږه دېوچا دروندلاس لکه د کوم ځناور پنجه حس کړ. چې پورته مې مې وکتل یو دنګ وسله وال چې ږیره ېې تر نا مه اودسر وېښتان ېې تر اوږو رارسېدل سرته ولاړولېد. لکه په ځمکه چې ننوزم. سر مې بې واکه له ویرې ځوړند شو ، ده له وېښتانو ونېوم ،زما سرېې بیرته راپورته کړ، کتا ب ته ېې لاس ونیو:

ـ دا څه شی دئ؟
ما چې له ویرې رېږدېدم ، په لړزیدلی غږ ځواب ورکړ:
ـ کتاب
دده سترګې نورې هم بټې راووتې :
ـ د څه شي کتا ب؟
ـ تاریخ
د تاریخ په آوریدو ېې اوږې اوغورزولې.
ـ د څه شي تاریخ ـ د اسلام که د کفر؟
ـ نه صا حب د آفغا نستا ن
لکه افغنستان او تاریخ دواړه چې ده ته بې ارزښته او بې معنا کلمات وي !
ـ پرون دې کوم کتا ب لوست؟
ـ همدا
ـ او هغه بله ورځ ؟
ـ یو ادبی اثر

د ادب په آوریدو ېې تندی څه وغوړید، په ما کې هم لږه ساه وچلېده ، فکر مې وکړ شاعر ، ليکوال او ېا به هم د ادبېاتو لېوال او مېنه وال وی ، خو زر وپوهېدم تېروتی ېم او اټکل مې ناسم دی . ده نور سپېناوی وغوښت:
د څه شي ادب ؟ اسلامي ادب!، که کفري ادب؟

غلی شوم لار رانه ورکه شوه ، ځواب مې نه لاره ،ځکه ګرانه وه چې داسې یو شډل او نا لوستي سړي ته دې ادبیا ت تعریف او ور وپیژنم . هغه نور هم وړاندې لاړ:

ـ ولي کتا ب لولې؟
دې پوښتنې مې ګڼ ځوابونه په ذهن کې راوټوکول: کتا ب رڼا ده، د مدنیت بنسټ دئ، پوهه ده ، دبشري تجربو زېرمه ده. او له دې سره جوخت مې د کتا ب او د هغه د اهمیت او ارزښت په اړه د ګڼو نوابغو، مذهبی پیشوایانو او فیلسو فانو اندونه یو په بل پسې په مغزو کې را تازه شول ، خو ما د هغه چا سر په دې خبرو څنګه خلاصولی شو چې ټوپک او زور ېې قا نون او رهنما وو :
ـ دا مې شوق دی ، وخت پرې اړوم او خپل معلومات ډېروم.
داسې ېوه ځناور ته مې له دې پرته بل څه ځواب درلود، پوهول ېې اسان نه و ،سترګې ېې نیغې راوویستې:
ـ ولې په بل شي وخت نه اړوئ؟
ما چې ریږدیدم او لاړې مې په خوله کې وچې وې وروشان ووېل:
ـله کتا ب پرته په بل………؟
خبره مې په نېماېې کې پرېښوده ، په خوله کې مې خبره وچه شوه ، ده له جېبه تسبیح راوکښلې ، زما سترګو ته ېې ونېوې :
ـ ولې د تسبحو او ذکر شوق نه کوې؟
هک پک شوم. ورېږدېدم لکه برېښنا چې ټکان راکړي. وپوهېدم د سخت آزمون سره مخ ېم . خدای پوهېږي لږه تېروتنه به راته په کومه بیه تمامه شي.ځکه دداسې سوال او ځواب په حساسیت پوهیدم . ځوان بیا وویل:
ـ د قران تلاوت څنګه ؟
پرته له ځنډه مې ځواب ورکړ:
ـ قران هم لولم .
ـ څه وخت ؟ موږ خو دا یوه میا شت ستا په لاس کې قران څه چې کومه وړه سېپاره هم نه ده لیدلې؟ دزړه درزا مې نوره هم زیاته او رنګ مې لا زیړ راواوښت. داسې مې وانګیرله لکه چې په رښتیا ېې څارلی ېم او زما د ټولو کړوړو نوټ ورسره دی. په ریږدیدلي غږ لکه په مرۍ ېې چې چاړه راباندې ایښي او په زور مې اعتراف ته اړباسي په ورو مې وویل:
ـ زه هر سهار د قران تلاوت کوم.
دده تندی نورهم ګونځې شو سترګې بټې راوویستې ،شک ېې زړه ته لار وکړه ، وېې ګڼله چې ګواګې درواغ وایم او تیر باسم ېې .خو ما وېره له ځانه وشړله ، زړه مې لوی او د ځان په ستا ینه مې خوله پرانېسته :
ـ زه نه یوازې قران لوستلی شم په تفسیر ېې هم پوهېږم.

ما درواغ نه ویل، قران مې نه ېوازې پخپله مورنۍ ژبه بلکې په نورو ژبو کې هم لوستی وو خو له بده مرغه د قران یو لنډ آېت مې هم له یاده نه و یاد، او دا مې هم هیڅکله زړه ته نه وو راغلې چې کله به څوک رانه د هغه د وېلو امتحان اخلي!
ـ که ته رښتیا واېې د قران یو آېت راته تیر کړه.
د شرم څپه را باندې راغله ، ځا ن مې با یلود .ستونې کې مې لاړې وچې شوې .ځکه د جو مات یو ساده ، چڼي او طا لب هم پوره سېپاره له یادو یاده وه ـ خو ما چې دقران ټوله ژباړه لوستې وه او لوړې زده کړې مې درلودې د قران تر ټولو لنډ آېت هم له یادو نشو ویلی . ما نه یوازې قران او د هغه ګڼ تفسیرونه څو ځل لوستلی وو د هغه تر څنک مې د نورو ابراهیمی ادیانو سپیڅلی کتا بونه :(تورات ،زبور او انجیل ) هم لوستی وو. بې ځوابه وم. سترګې مې د یو لوي مجرم په څیر ځمکې ته ټیټې نیولې وې. وسله وال مې بیا په سر لاس کیښود:
ـ ځمکې ته مه ګوره ، ځواب راکړه.

خو زما له خولې سوڼ هم نه خوت لکه روح چې مې له تنه والوځي. د ټوپک په کونداغ ېې وړاندې پورې وهلم :
ـ لمونځ تیر کړه.

سره له دې چې زه په لما نځه کې هم ښه میړنی نه وم او تل به مې پلار د لما نځه په قضا رټلم او کنځلم خو په دې شپو ورځو کې مې یو لمونځ هم نه قضا کا وه . نه پوهیږم په ما په دې شیبه کې څه څه ټکه را ولوېده چې په یوه شیبه کې مې ټول لمونځ له حا فظې والوت.په ما غزو او حواسو مې دومره زور راغئ چې ان د شهادت کلمه 🙁 اَشهَدُ اَن لا اِلهَ الَّا اللهُ وَحدَهُ لا شَریکَ لَهُ وَاَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبدُهُ وَرَسُولُه) مې هم په خوله کې وچه شوه ، خو وسله وال چې له غوسې ېې غاښونه چېچل ، بیا په ما سترګې راوویستې:
ـ ولې ګونګی شوې لعېنه ، لمونځ دې هم نه دی ېاد!؟

وسله‌ وال څو شېبې را ته ځیر شو. لکه په زړه کې یې چې محاکمه روانه وي. ناڅاپه یې سترګې برګې شوې:
– ته پوهېږې د دې کتابونو لوستل څه معنا لري؟
زما شونډې وخوځېدې، خو غږ مې په ستونې کې نښتی و نه راو وت.
– دا کافران خو د همدغو کتابونو له لارې راغلي وو! همدې تعلیم، همدې فلسفې، همدې پوهې زموږ نسل بې دېنه او بې لارې کړ.
زما زړخوېه ولوېد. غلی وم. نه مې دده خبرې ته غاړه اېښودلی شوه او نه مې هم د ځان دژغورنې لېاره دلېل مېندلی شو، کتاب ته ېې بېا اشاره وکړه:

– دا د تاریخ کتابونه؟ دا چې د کفر فتوحات یادوي؟ دا “ادبونه”؟ دا د ښځو د آزادي کیسې؟ ته وایې دا شوق دی ؟ دا شوق نه دی .دا زهر دی!

ټوپک ېې دوباره د کتاب پر لوري ونیوه. د زړه درزا مې په غوږونو کې انګارې جوړې کړې. – دا کتاب ما ته راکړه!
ما کتاب ورو ورو پورته کړ، خو ده ته مې د هغه سپارلو ته زړه نه ښه کاوه . زړه مې درزېده ، لاسونه مې رېږدېدل ، نا ببره یې کتاب زما له لاس راکش کړ، پر ځمکه ېې وغورځاوه ،پښې یې پرې کېښودې. مخ یې راواړاوه:

– نور به دلته د کتاب نوم نه اخلې . ټوپک ېې نیغ راونېو:
که بیا مې دلته په کتاب او لوستلو ولېدې ، د همدې کتاب په څېر دې غورځوم او تر هغه وخت پورې درباندې درېږم چې ساه دې ووځي او مردار شې.

لاړ. لکه سیوری، لکه بد خوب. زه همداسې ګنګ ولاړ وم. پلار مې له دوکانه راووت، خو څه یې نه ویل. یوازې یې کتاب ته وکتل – هغه کتاب ته چې اوس پر ځمګه لکه بې څوکه مړی پروت و. خو ما ورو راواخیست، خاورې مې ترې وڅنډلې. زاړه کاغذونه، رنګ شوې پاڼې… خو ما ته دا کتاب اوس نور هم سپېڅلی برېښېده. پلار مې چې په سترګو کې ېې رڼې اوښکې له وراېه ځلېدې ،ورو وویل:

– زویه، ته پر حق ېې، خو دا وخت د حق ویلو نه دی. دا د ژوندي پاتې کېدووخت دی.
ما سر وخوځاوه، خو زړه مې نه منله. د کتاب پاکولو ته مې دوام ورکړ، لکه د شهید جامې چې پاکوم. کتاب ته ځېر شوم لکه راته واېې چې:
– هغوی پر دې نه پوهېږي، چې د کتاب وژل، د فکر وژل نه دي. که یو کتاب تر پښو لاندې شي، زر نور را زرغونېږي… که یو لوستونکی غلی شي، نور یې غږ پورته کوي.

ما داسې وګڼله چې کتاب ژاړي خو دا کتاب نه و چې ژړل ېې، دا زه وم… او زه لا هم لوستوال وم.
لندن ـ سو تهال
د ۲۰۱۶میلادی کال د اکتوبر اتمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...