پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهننګرهار کې یو خصوصي روغتون د ۲۲۰۰ بېوزله ناروغانو وړیا عملیاتونه کوي

ننګرهار کې یو خصوصي روغتون د ۲۲۰۰ بېوزله ناروغانو وړیا عملیاتونه کوي

تاند【چهار شنبه د ثورـ غویي ۳۱مه】د ننګرهار په مرکز جلال‌آباد ښار کې د ننګ معالجوي روغتون د عمومي جراحي، عصبي جراحي، سترګو، غوږ، پزې، ستوني، هډوکو او نسايي ولادي څانګو کې د ۲۲۰۰ وړيا عملياتونو لړۍ پرون سه شنبه عملاً پيل کړه.
د یاد روغتون مسوول سفير خان شينواری وایي، چې د دې ولايت ۲۲ ولسواليو کې به د خپلو مختخصصو ډاکترانو پر مټ د عمليات وړ سل – سل ناروغان انتخاب او عمليات کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوسمهال په نازيانو ولسوالۍ کې سل ناروغان چې د عمليات وړ دي انتخاب شوي او په خبره یې تر دې وروسته به دا لړۍ د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

شینواری وایي، د عملیات اړوند ټول لګښتونه دوی منلي؛ خو درمل په ناروغ دي، او پر شتمنو هېوادوالو يې غږ وکړ چې عملیات کوونکو ناروغانو ته وړيا درمل برابر کړي.

ننګرهار کې دا لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې ډېری خلک د بېوزلۍ له امله د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه لري.

1 COMMENT

  1. په ښایسته ننګرهار کی د ننګ د روغتون له مشر سفیر خان صاحب او د دغه روغتون له ټولو داکټرانو او منسوبینو نه مونږ ټول افغانان باید د زړه له کومی مننه وکړو چی دوی له خپلو بی وزلو افغانانو سره داسی ارزښتناکه مرسته کوی چی هیڅکله نه ده شوې,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...