Homeخبرونهد چین، افغانستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو غیررسمي غونډه وکړه

د چین، افغانستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو غیررسمي غونډه وکړه

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور 31 li( د چین، افغانستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو؛ وانګ يي، امیرخان متقي، او اسحاق ډار نن (چهارشنبه) په پیکینګ کې غیررسمي غونډه وکړه.

د شیهنوا خبري اژانس د راپور له مخې، تر دې درې اړخیزې غیررسمي کتنې وړاندې د چین د باندنیو چارو وزیر نن د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره جلا ولیدل.

اژانس په دې اړه څه نه دي ویلي چې په دې کتنو کې څه وویل شول.

ټاکل شوې ده چې د درو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په پیکنګ کې رسمي درې اړخیزه غونډه وکړي.

د پیکینګ د درط اړخیزې غونډې موخه د درو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...